افغانستان کيمان ته ماتې ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23198

دخبریدو نیټه : 2009-01-23

د ٢٠١٢ زيږديزکال د کرکټ د  نړيوال جام د تياريو په لړ  کې افغانستان تېره شپه په ارجنټاين کې د کيمان جزايرو لوبـډلې ته  په يوه دوستانه سيالۍ کې  ماتې ورکړه .
د کرکټ  ملي لوبډله دا مهال په ارجنټاين کې  د ٢٠١٢ زيږديزکال د کرکټ د  نړيوال جام د غوراوي ددرېيم پړاو په سياليو کې د ګډون په موخه ددغه هېواد پلازمينه بيونس ايرس کې ده .
ملي لوبډلې پرون دامريکا د کيمان جزايرو له لوبډلې سره يوه دوستانه لوبه وکړه .
دکرکټ ملي لوبـډلې لوبډله لوبه يا بيټنګ وکړ او په ټاکل شويو  ٥٠ اورونو کې د اوه تنو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٦ منډې جوړې کړې .
د  افغانستان له لوري رييس احمدزي او محمد نبي تر ټولو زياتې پنځوس، پنځوس منډې جوړې کړې .
د ملي لوبـډلې د تکړه او تېز توپ اچوونکي ( بالر) حميد حسن د ښې توپ اچونې له امله سيالۍ لوبډله په يواځې په ١٧١ منډو وسوځولېدله .
حميد حسن د مخالف  لوري درې لوبغاړي وسوځاوه.
د ا جنټاين په سياليو کې د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه، هانګ کانګ، يوګنډا، ارجنټاين، پي اين جي، او جزاير کيمان برخه لري .
د ارجنټاين سيالۍ سبا د سلواغې  په پنځمه ( د جنورۍ ٢٤مه) پيل او افغانستان خپله لومړۍ سيالي  په همدې ورځ له يوګنډا سره کوي .
ديادونې وړده چې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله د غوراوي په پنځم او څلورم پړاو کې اتلولي ترلاسه او درېيم پړاو ته يې لاره موندلې وه.
که افغانستان د درېيم پړاو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د غوراوي لومړۍ پړاو ته لاره پيدا کوي، چېرته به چې ١٢ هېوادونه ګډون کړي او له دغو ١٢ هېوادونو څخه به څلور هېوادونه د ٢٠١١ زيږديز کال په نړيوال جام کې ګډون کوي .