ایران: د ځوانو نجونو او هلکانو د فوټبال په ګډې لوبي پراخي نیوکي شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23275

دخبریدو نیټه : 2009-01-27

جلالزی

د  ایران دولت د ښځو د استقلال ټیم او د هلکانو د ځوانانو د فوټبال ټیم تر  منځ له ګډي لوبې وروسته  د ملک په  دننه کې  پراخي  ناندرۍ  را بر سیره شوي او حکومت په دغو دواړو لوبډلو یو شمیر بندیزونه لګو ي دي. دغه لوبه وړمه ورځ په پلازمینه  تهران  کې د  استقلال  د نجونو د فوټبال لوبډلي او د ځوانانو د فوټبال ټیم تر منځ تر سره شوه چې بوله د صفر پر وړاندي پر اوو ګولنو کې د هلکانو په ګټه پای ته ورسیده.
د ایران بنسټ پاله  دولت  د هغوي پر وینا دغه د شریعت خلاف  عمل  په  کلکو بیاناتو کی غندی او د دواړو ټیم ونو مربیان یې له  دندو څخه په ګوښه کولو سربیره په نقدي جریمو هم پړه بللي دي.
حکومت وایې  چې نجوني او هلکان په یوه میدان کې د سیالۍ  حق  نه لري او هر جنس باید له خپل  جنس سره سیالي او لوبي وکړي. د نجونو د استقلال د فوټبال ټیم مربي ویلي چې دغه لوبه د لنډي مودې لپاره شوي او ټینګار یې وکړ چې ټیم یې اخلاقي مسایلو ته پوره ژمن دی.