د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي په ارجنتاین کې د ډیویژن تري لوبو په لړ کې پرون ناوخته په بي ساري توګه خپل بل رقیب له خپلې مخې هیسته کړ. د دې لي یو تن غړي احمدشاه له بونیس ایرس څخه د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې که څه هم د دوي لوبه د ( پي،ان، جي) له وبډلي سره د باران د وریدو له امله یو نیم ساعت په ځنډ پیل شوه خو بیا هم افغان کرکیټ لوبډله وتوانیده چې خپله دغه سیاله ډله ماته کړي. په دې لوبه کې افغانستان په ۵۰ هاورنو کې ۹۳ منډي جوړي کړي. په دې په زړه پوري لوبه کې افغان کرکیټر حمید حسن دری وکیټه، دولت خان احمدزي دوه وکیټه، او محمد نبي یو وکیټ وکړ.ټاکل شوي چې صبا به افغان کرکیټ ملي لوبډله د کینس آیلنډ له لوبډلي سره سیالي وکړي او هیله زیاته ده چې افغان لوبغاړي به وکو ای شي چې د کرکیټ نړیوال جام ته لاره ومومي. افغانستان تر دې دمخه هانکانګ او ارجنټاین ته ماتې ورکړي او له یوګندان څخه یې ماتې خوړلي ده. کومه لوبډله چې ورسره به افغان لوبډله صبا مخامخ کیږي دری لوبي یې بایللي او یوازي په کوربه لوبډلي ارجنتاین یې بری تر لاسه کړی دی.