فرانس پرس:د امریکې نوي ولسمشر د حامد کرزي ملاتړ وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23318

دخبریدو نیټه : 2009-01-29

 
فرانس پرس:د امریکې نوي ولسمشر د حامد کرزي ملاتړ وکړ

سرچینه: فرانس پرس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

نيټه: د جنو ۍ میاشتې نهه ویشتمه

د امریکی نوي منتخب ولسمشر بارک اوبهاما تیره شپه له ولسمشر حامد کرزي څخه خپل پو ه ملاتړ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د ښاغلي کرزي د غوښتنو مطابق به د امریکي د نوي ستراتیژي په پلي کولو کې عمل کوي. ښاغلي اوباما ویلي چې د امریکې نوي ستراتیژي د ولسمشر کرزي د غوښتونو په نظر کې نیولو سره جوړه شوي او په سیمه کې به د ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې اغیزمنه ثابته شي خو تر اوسه دغه ستراتیژي په رسمي  ډول نه ده  عملي شوي چې دغه کار به ډیر ژر تر سره شي. د اوبهاما یوه ویاند رابرت ګیبیس د اوباما دغه څرګندوني وروسته تر هغه رسنیو ته وسپارلي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼي ویلي وو چې اوبهاما له ولسمشر کرزي څخه خوښ نه دی.اوبهاما په خپل تازه بیان کې ویلی چې مونږ د  افغانستان په دیموکراتیکه فضا کې له انتخاب شوي ولسمشر حامد کرزي څخه پوره ملاتړ کوو ځکه هغه افغانستان ته زیات کارونه کړي او لا هم په دې لار کې ژمن دی.ویاند وویل چې اوباما پلان لري چې یر ژر په افغانستان کې د بیاودانولو تر  چارو وروسته د امریکا پوځي حضور پراخ او شته امنیتي ننګوني لري کړي.  ښاغلي ګیبس وویل: (( اوباما په دې باور دی چې که عراق وي او که افغانستان او په دې دواړو هیوادونو کې باید پرمختګ وشي او د خلکو ژوند ته پام  واړول شي تر څو د دې دواړو هیوادونو په اړه د امریکې هیلي په حقیقت بدلي ي)).اوبهاما په خپله دې وینا کې په بیا بیا له ولسمشر حامد کرزي څخه خپل پوره ملاتړ څرګند کړی او ژمنه یې  کړي چې له ښاغلي کرزي سره به خپل ګډ کار ته دوام ورکوي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ، او افغانان په خوښۍ او هوسایني کې ژوند وکړي. د امریکې منتخب ولسمشر خپل افغان سیال په  بي ساري توګه ستایلی  او ویلي یې دي چې نوموړی یو ښه رهبر دی  چې د افغانانو پراخ ملاتړ له ځان سره  لري.