ټایمز آن لاین:اوباما 'غواړی افغانستان ته د عسکرو زېاتوالی وځنډوي'

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23507

دخبریدو نیټه : 2009-02-09


سرچینه: تایمز آن لاین

ترتیب : شبنم
 
د برتانېې ټاېمز ان لاېن خپرونه لېکی چې د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما غوښتنه کړې ده چې د دفاع وزارت مشران مخکی له دې نه چې د عسکرو د زېاتوالی مسله عملی شی په خپله ست اتېژۍ باندي په افغانستان کې نوی کتنه وکړي. 

ټاېمز آن لاېن لېکی چې د دېموکرات گوند د معتبرو مشرانو سره دا اندېښنه ده چې پوځ لگېا دی دې ته ځان چمتو کوی چې ٣٠ زره نور عسکر افغانستان ته په داسی حآل کې چې نه کوم منظم، م حکم او مرتبط  پلان موجود وی او نه د وتلو ستراتېژی موجوده وی، ولېږی.

خپرونه لېکی چې پنټاگان دېته چم تو و چې د اولس زرو عسکرو لېږل اعلان کړی خو ددفاع وزېر رابرت گېټس وروسته له هغه نه دا اعلان معطل کړ کله چې جم هور رئېس براک اوباما له هغه نه پوښتنی وکړی.

جمهور رئېس براک اوباما تېره مېاشت په پنټاگان کې په ېوه خوندی کنفرانس کې ددفاع  له وزېر رابرت گېټس، او ددفاع وزارت د لوېو درستېزانو د کومېټو له رئېسانو سره،  ومړی مجلس وکړ. 

په دغه لومړی مجلس کې له هغه سره د ېوې ستراتېژی د نشتوالی له امله اندېښنه موجوده وه. هغه پوښتنه وکړه چې ددې کار وروستی پړاو به څه وي؟ خو هغه ته قانع کوونکی جواب په لاس ورنغی.

د دفاعی چارو ماهر لاری کارب د امرېکا د پرمختگ دمرکز غړي په واشنگټن کې ووېل چی اوباما په دې کار کې رېښتېا واېې.

مخکی له دېنه چې دی د دېرشو زرو عسکرو له لېږلو سره موافقه وکړی دی غواړی چې په دې پوه شی چې مامورېت څه دی او د پاې پړاو به ېې څه وی.

براک اوباما د خپلې انتخابی مبارزې په وخت کې د ٧ نه تر  ١٠ زرو پورې نورو عسکرو د لېږلو وعده وکړه. خو نظامېانو ترېنه نور عسکر هم وغوښتل. 

ټاېمز ان لاېن لېکی چې ېو شمېر معتبر دېموکراتان وېره لری چې هسی نه افغانستان د اوباما لپاره د وېتنام په څېر د لوښو او ورستو خټو ډنډ ثابت نشی.

که د عسکرو د زېاتوالی کار پرمخ ولاړشی نو پوځ غواړی چې خپل مامورېت له طالبانو او القاعده سره په جگړه کې محدود کړی.

د دېموک اسی او بېارغونی کارونه ناټو او د امرېکا د خارجه وزارت ملکېانو او نورو ادارو ته پرېږدی.

د امرېکا متحده اېالات پر برتانېه باندی فشار راوالی چې څو زره نور عسکر افغانستان ته ولېږی خوهلته هم د برتانېې د دفاع وزارت د ئېسانو ترمنځ داوږدی مودې د اهدافو په سر  عدم توافق او مغشوشتېا موجوده ده.

گورډن براون به په دې اونی کې په دې برخه کې بشپړ معلومات تر لاسه کړی.

ټاېمز ان لاېن لېکی چې جنرال رېچرد دنات د برتانېې د پوځ مشر چې په اوړی کې به تقاعد شی په دې کار ېې ټېنگار کړېدی چې عسکر ېې استراحت ته ضرورت لری او ېوه قطعه جنگی عسکر لېږلی شی.

د هغه جانشېن جنرال ډېوېډ رېچردز په دې عقېده دی چې هغه دوهه جنگی قطعې عسکر چې امرېکا غوښتی دی، پکار ده چې ب تانېه لږ تر لږه همدومره عسکر و لېږي