ځیني والیان، وزی ان او د پولیسو قوماندانان له نړیوالي مافیا سره اړیکي لري
سرچينه:سنتي ګازیتا
ژباړه او ترتيب : شبنم
د ولسمشر حامد کرزي د حکومت ځیني والیان، امنیه قوماندانان او د کابیني یو شمیر غړي د م
خدره توکو او وسلې له نړیوالي مافیا سره لاس لري.
دغه خبر د روسیې مشهوري ورځپاڼي ( سنتي ګازیتا) نن سهار
په خپله یوه ګڼه کې خپور کړی دی.
ورځپاڼي ویلي چې د افغانستان د دولت د والیانو، امنیه قوماندانانو او ځینو
وزیرانو ټاکل کیدل او لري کول له یوې نوي ادارې سره تړلي ده چې د سیمیزو ارګانونو اداره بلل کیږي.
د دغې ادارې
په مشرۍ کې د غلام جیلاني پوپل په نامه د حامد کرزي د مهاجرت د دوران یو نژدې ملګری قرار لري.
ورځپاڼی جیلاني
پوپل د دې پوست لپاره وړ کس نه دی بللی او ویلي یې دي چې غلام جیلاني پوپل د ادارې ماموریت سابقه نه لري او نه یې
هم د مدیریت او ليډرشیپ په برخه کې زدکړي کړي دي.
ورځپاڼي لیکلي چې جیلاني پوپل اوس د روابطو پر بنسټ والیان،
امنیه قوماندانان او ځیني هغه وزیران ټاکي چې امریکا او بریټانیا ته د منلو وړ وي.
ورځپاڼه تور لګوی چې په هغه
صورت کې چې دغه اداره وغواړي یو وزیر ایو یا هم والي لري کړي نو هغوي ته د امنیتي اورګانونو او کړیو په م
سطه دسیسه جوړوي او بیا یې د همدې دسیسو په مټ له دندې غورځوي.
دغې ورځپاڼي د بیلګي په توګه د خوست او
پکتیکا ولایت والیانو ته اشاره کړي او وایې چې دغه والیان د سیمیزو ارګانونو د ادارې د مشر او د هغه د مرستیال
په مټ له دندې ګوښه کړای شوي او د پکتیکا والي اوس د سیمیزو ارګانونو د ادارې د مشر پریکړه نه مني او
ګواښ یې کړی چې که چیرته ورته د پارلماني چارو وزارت چې اوس انور جګدلک ته سپارل شوی ور نه کړل شي دی حاضر نه دی
چې د ولایت مقام پریږدي.