په کندهار کي د ځوانانو د اړيکو او م
علوماتو د مرکز له خوا تېره ورځ د کندهار په ميرويس نيکه ښوونځي کي د
تنکيو ځوانانو تر منځ د فوټبال سيالۍ په داسي حال کي پيل سوې، چي د دغه ولايت مرستيال غلام جيلاني همايون، د
اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالمجيد بابى، د سپورټ آمر محمدالله ګلالى، د پوهني رياست چارواکي او زيات شمېر
زده کوونکو پکښي برخه اخيستې وه.
په دغو سياليو کي د
کندهار د اتو لېسو تر څنګ آزادو لوبډلو هم برخه اخيستې ده او د نوموړي مرکز له خوا د دغو ټولو لوبډلو لوبغاړو
ته د لوبي لباسونه تهه سوي دي.
د يادوني وړ ده، چي د دې سياليو ټول لوبغاړي تر پنځلسو کلونو کښته
کوچنيان دي.