مسلمانان بايد څه وکړي چي
خپل مسلوب عزت بيرته پيدا کړي ؟ ( ۱ برخه )
.
بسمه تعالی !
مح
ترمو مسلمانانو ! هر څوک چي د تاريخ پر پاڼو او ورقو باندي د عبرت نظر واچوي نو د دوو خبرو په ډيره
ښه توګه معلومات ورته کيږي :
اوله دا خبره چي مسلمانان او عالم إسلام د « خير القرون »
له زمانې څخه بياد تاريخ په اوږدو کښي تر ډيري درازي مودې پوري د عزت ، هيبت او دبدبې خاوندان وو ، او
عالمِ کفر تقريبًا د عالمِ إسلام په سايه کښي د غلامۍ په ډول زندګي تر سره کوله او مسلمانانو په هره خانه او
هر باب کښي و نورو خلګو ته د استاذۍ او د تعليم او ښووني په مقام کښي قرار نيولئ وو ، د هري ښيګڼي او د هر
قِسم کمال إستفاده له دوۍ څخه خلګو کوله ، د نظم او نسق ، د حاکميت او محکوميت او د کاميابۍ او د پر مختګ او ترقۍ
د أصولو او قوانينو أخذ کافرانو له مسلمانانو څخه کاوئ .
که څه هم د إسلام له منلو څخه کفارو مقابل
جانب إختيار کړئ ؤ ، خو له دې سره سره د دنيا هر قِسم کفارو إسلام او مسلمانان د موجوداتو دپاره ، خصوصًا د
عالم انسانيت دپاره يو عظيم رحمت او سعادت باله .
لکه چي د « تمدن إسلام و عرب » د کتاب ليکوال سره له
دې چي کافر ؤ ، مګر خو پر جهان او جهانيانو باندي له يوه منصفانه نظر اچولو څخه برخورداره ؤ په خپل کتاب
کښي ليکلي دي چي : « تر هغه وخته پوري چي مسلمانانو د بدبختۍ و کارو ته مخونه نه وو اړولي ، نو د دوۍ
په وجه پر ټول مخلوق باندي د رحمت بارانونه اوريدل ، خو کله چي مسلمانانو په خپل منځ کښي خودکامي او
بدبختي رامنځته کړه نو هر څه يې له لاس څخه ووتل » .
دوهمه داخبره ده چي د مسلمانانو موجوده حالت
داسي حالت دئ چي د دوۍ له ذکر سوي تاريخي عظمت سره بالکل په مقابل جانب کښ واقع دئ ، نن مسلمانان
د حاکميت او محکوميت أصول له کافرانو څخه ايزده کوي .
نن مسلمانان د ترقۍ او د پر مختګ د لارو أخذ
ه کفارو څخه کوي ، نن مسلمانانو په هر باب او هره خانه کښي نسبت و کافرانو ته د تلمذ او د شاګردۍ
موقعيت غوره کړئ دئ .
نن مسلمانان د داسي شرم ، پيغور او أفسوس په حالت کښي واقع دي چي د يوه کافر
اس پر خپلو سرو باندي سربيره ونه ويني نو زندګي تيرول ورته محاله او ناممکنه ښکاره کيږي ، نن مسلم
انانو داسي مَوقِف غوره کړئ دئ چي د کفارو په سايه کښي ژوند کول ورته د فخر او د عظمت کار ښکاره کيږي ،
خپلي شخړي او مشاجرات د کفارو په محکمو کښي مورد د بحث ګرځوي ، او إسلامي ممالک په خپل منځ کښي يو د بل سره
په داسي نيت او په داسي عزم او رويه کښي قرار لري چي د هغه په نتيجه کښي إسلامي أخوت او وحدت له
خاورو سره خاوري ګرځيدلئ دئ .
په هر صورت زه د يوه ديني عالم په صفت د ديني او إسلامي منابعو او د
سالم عقل د هداياتو له مخي و تاسي ته په دې اړه معلومات درکوم چي مسلمانان بايد څه وکړي چي دغه س
چپه حالت يې بيرته سيده سي او دغه د غلامۍ طوقِ لعنت د کفارو چي د هر إسلامي ملک و غاړي ته لويدلئ
دئ د مسلمانانو له ګردنو څخه ليري سي او بيرته د پخوا په شان د بادارۍ په مقام کښي قرار ونيسي .
په دې
باب خو تفصيلات ( ان شآءالله العزيز ) ستاسي و مخي ته راروان دي ، خو په إجمالي ډول بايد ووايم چي ال
ه ( جل جلاله ) له خلګو سره په خپل حالت کښي هلته تغير او بدلون راولي چي خلګ هم و خپل حال ته تغير
ورکړي .
د إسلام تر ظهور له مخه تاريخ ددې خبري شاهد دئ چي عالم بشريت په قسم قسم بدبختيو مبتلا وو ، په
جهالت او ناپوهۍ مبتلا ؤ ، په إختلافاتو مبتلا وو ، له يو بل سره په دښمنۍ او عداوت مبتلا ؤ ، د شرافت او ک
امت معيار فقط او فقط زور ، قوت ، مال او دولت ؤ ، او د بدبختۍ او د ناأهلۍ او د انسانيت له ليکي
څخه د وتلو معيار بې کسي ، کمزوري ، فقر او مسکنت ؤ ، حق او ثابت حقوق د هر چا تلف سوي وو او انسان او د
انسان ويني هيڅ قدر او ارزښت نه درلودئ .
دغه ټول مصيبتونه الله ( جل جلاله ) په دې وجه پر خلګو
باندي مسلط کړي وو چي خلګو ناروا او باطل حالت غوره کړئ ؤ ، د إسلام له ظهور څخه وروسته چي خلګو په خپل حا
ت کښي تغير راوستئ ، إسلام يې قبول کړ ، انسانيت يې ايزده کئ ، د خالق او مخلوق حق يې وپيژندئ ، د جهل او
ناپوهي په بدل کښي د علم او پوهي خاوندان سول ، او د أسماني هدايت او د الله تعالی د رسول حضرت محمد ( صلی
الله عليه وسلم ) پر شا او خوا سره راټول سول نو الله ( جل جلاله ) هم له دوۍ سره په خپل حالت کښي بدلون
اوستئ ، د بدبختۍ دروازې يې پر دوۍ باندي بندي او د سعادت او نيکبختۍ دروازې يې پر دوۍ باندي راخلاصي
کړي .
بيا چي کله مسلمانانو سوکه په سوکه په خپل سالم او صحيح حالت کښي په بدلون او تغير شروع
وکړه ، نو الله تعالی په مقابل کښي همدغسي په تدريج سره له دوۍ څخه د خپلو نعمتو په أخستلو پيل وکړ تر څ
و چي حالت ودغه موجوده پړاو ته راورسيدئ ، نو اوس چاره او علاج دادئ چي مسلمانان دوباره
په خپل حال کښي بدلون راولي او و خپل أصلي حال ته ( کوم چي د دوۍ د ټولو سعاداتو متکفل ؤ ) متوجه سي ، تر څو
چي الله ( جل جلاله ) له دوۍ سره په خپل حالت کښي د تغير اراده وکړي ، لکه الله (جل جلاله ) چي فرمايلي
دي :
إن اللهَ لايغير ما بقومٍ حتی يُغيروا ما بأنفسهم .
يعني بېشکه الله ( جل جلاله ) تغير
او بدلون نه ورکوي و هغه حالت ته چي د خدائ تعالی له طرفه په يوه قوم پوري پيوسته سوئ وي ( عام له دې که د
تکليف حالت وي که د راحت ) تر هغه پوري چي دغه قوم تغير او بدلون ورنکړي و هغه حال ته چي د دوۍ له
خوا د دوۍ په ځانو پسي پيوسته سوئ دئ .
يعني که يو قوم په غلط او شيطاني حالت کښی واقع سوئ وي
، نو تر هغه پوري الله پاک هغه مصيبت له دوۍ څخه نه ليري کوي کوم چي د دوۍ د طغيان او شيطاني حال په
سبب يې په دوۍ پوري پيوسته کړئ دئ تر څو چي دوۍ دغه شيطاني حالت لره بدلون ورنکړي ، او که دوۍ
صحيح حالت او سالمه رويه غوره کړې وي نو بيا الله پاک هغه نعمت له دوۍ څخه نه اخلي کوم چي د دوۍ د سالم
حال په وجه يې و دوۍ ته ورکړئ وي تر څو چي دوۍ دغه حال بدل نکړي .
والسلام و من الله التوفيق .
نوربيا . .