خبریال ډیوډ فراسټ
په څوارلسم د فبروری ښاغلی حامد کرزی د الجزیره تلویزون خبریال ډیوډ فراسټ سره د هغو مسالو په ارتباط
مرکه درلوده کوم چی د افغانستان او امریکا د دولتونو تر منځ د اختلاف لامل ګرځیدلیدی. د مرکی جزﺉیات په لاندی
ول دی.
الجزیره: تیره شپه د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما ځانګړی استازی رچرډ
هولبروک کابل ته راورسید، ایا تاسو تر اوسه د هغه سره لیدلی دی؟
حامد کرزی: زه به د هغه سره
سبا ته وینم، نن هغه د نورو افغانانو سره په ملاقاتونو کی مصروف ؤ.
الجزیره: ستاسو د بش د
اداری سره ډیری ښی اړیکی وی نو ایا تاسو هیله من یی چی همداراز اړیکی به د اوباما سره هم ولرۍ؟
ح
امد کرزی: یقیناً، ولی نه؟ زما د ښاغلی بش سره ډیری ښی اړیکی وی، هغه زما ډیر ښه دوست او داسی کس ؤ چا چی د
افغانستان سره ډیره مرسته کړیده. هغه څه چی نن مونږ لرو دا ټول د ښاغلی بش، د هغه د اداری او د امریکا د خلکو
پیرزوینه او د مرستو پایله ده او یقیناً دغه د مرستو لړۍ تر اوسه روانه ده. افغانستان اوس هم د امریکا د دوه
اړخیزه مرستو څخه برخمن دی او جمهوری غوښتونکی او دموکراتان دواړه د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی. ولسمشر
اوباما یواځی د امریکا د خلکو لپاره نه بلکی د نړی د ملیونونو وګړو لپاره یو ستر الهام دی. د امریکا خلکو
په ټوله نړۍ کی دا ثابته کړه چی دوی په سیاسی بدلون او نوښت کی تر هرچا وړاندی دی.
مونږ ددغه نوښت درناوی کوو
او هیله من یو چی څرنکه اړیکی او مناسبات مو د بش د اداری سره درلود، د اوباما د ادری سره هم ولرو. په حقیقت کی
دا د دوه قومونو او دوه هیوادونو تر منځ اړیکی او روابط دی.
الجزیره: ایا تاسو د ولسمشر
اوباما سره د هغه د قدرت ته د رسیدو څخه وروسته تر اوسه پوری خبری کړیدی؟
حامد کرزی: نه، ما
دهغه سره ټولټاکنو پر وخت کړیدی خو د قدرت ته تر رسیدو وروسته می ورسره ندی کړی.
الجزی ه: ایا دا پدی مانا نده چی اوس مهال د امریکا او افغانستان دولت تر مینځ شخړه او بحران موجود دی؟
حامد کرزی: هو هو شته، غواړم چی دا موضوع په دری برخو وویشم. اول دا چی زمونږ او د امریکا دولت تر
منځ د ملکی/غیر نظامی تلفاتو، د افغانانو پر ګرفتارولو، د شپی پر وخت د کورونود خپلسرو پلټنو او ټولو هغو ت
فاتو پر سر چی ددوی لخوا راپیښږی بحران وجود لری. مونږ د هغوی سره پدی اړه خبری کړیدی او موافقی ته رسیدلی یو
چی د افغانانو سره باید سلا مشوری اوشی او ددغسی کارونو په برخه کی افغانان باید په تصمیم نیولو کی ونډه واخ
ی. که چیری دغه خبری په سمه توګه عملی شی نو زه هیله من یم چی افغانان به د ډیر پرمختګ شاهدان اووسی. زه دا
هر څه د افغانانو د سوکالۍ، امنیت او خوندیتوب لپاره او د ترهګری پر وړاند د مبارزی په موخه کوم او همداراز د
امریکایانو د نفع لپاره او د هغه ښه نیت او پیرزوینی لپاره چی افغانان یی ددوی لپاره لری ترسره کوم.
زه
پوهیږم چی دغی خبرو د واشنګټن غوسه راپارولی ده او علت یی هغه ګنګوسی دی کومی چی په انګلیسی او امریکایی می
یا کی زما او زما د دولت پرخلاف خپری شویدی. خو زه باید خپله لاره تعقیب کړم، زه باید د ملکی تلفاتو او د
افغانانو د ځورونی او ګرفتاری د ختمولو لپاره کمپاین وکړم ځکه چی مونږ هم یو مقتدر قوم یو، افغانان د خپل دولت
څخه غواړی چی ددوی حفاظت وکړی او ددوی لپاره په هر میدان ودریږی.
د ملکی تلفاتو په هکله زه باید یو بل څیز هم ووایم هغه دا چی ددی ځای کورنۍ د نوری نړۍ د کورنیو په شان دی او زمونږ ماشومان مونږ ته هومره ارزښتناک دی څومره چی نوری نړۍ ته دی.
د امریکا د ولسمشریزو ټولټاکنو پر مهال ما ولسمشر اوباما، د هغه معاون جوبایډن او د دوی حریفان ساناتور مکین او سارا پیلن و لیدل چی د آمریکایی کورنیو، ماشومانو او ښځو سره د انتخابی منشور په ډول وعدی کولی خو په عین مهال زمونږ ماشومان او ښځی په امریکایی بمباریو کی وژل کیدلی، نو زه فکر کوم چی زما امریکایی ملګری باید و پوهیږی چی مونږ هم احساسات او جذبات لرو، مونږ په دغسی پیښو خوا ینی کیږو او مونږ حق لرو چی د خپل ځان څخه دفاع وکړو.
د مخدره توکو قاچاق
د مخدره توکو دولت د سوال
په رابطه زه باید ووایم چی آغلی کلنټن یو ډیر ښه شخصیت دی، زه د هغی ډیر عزت کوم او ما ورسره پخوا هم کار
کړیدی، هغه په حالاتو ښه خبره ده او دغه ؛د مخدره توکو دولت؛ خبره هغی ته خلکو ناسمه منسوب کړیده. افغانستان د
مخدره توکو دولت ندی ځکه چی دولت د هغو پیسو نه چی د مخدره مواده څخه تولید کیږی هیڅ ګټه نه پورته کوی. که چیری
افغانستان د مخدره توکو عاید درلودلای نو اوس به د نړۍ د شتمنو او بډای هیوادو څخه وای ځکه چی د مخدره توکو کلنۍ
عاید د پنځوسو څخه تر سلو ملیاردو ډالرو پوری اټکل شویدی. تاسو فکر وکړی که چیری افغانستان دومره پیسی درلودلی
نو اوس به دومره بی وزله نه ؤ او نه به یی د نړیوالو مرستی ته اړتیا درلوده. افغانستان د نړۍ تر ټولو بی وزله
هیواد دی، زمونږ کلنۍ دولتی عاید په مشکله یو ملیارد ډالرو ته رسیږی نو څنګه مونږ د مخدره توکو د دولت خطاب
کیږی پداسی حال چی مونږ د نړۍ بیوزله ترین او په مالی لحاظ کمزورترین قوم یو؟ او څنګه مونږ د مخدره توګو دولت
په نوم یادیدلی شو پداسی حال کی چی مونږ د نوری نړۍ مرسته ته اړتیا لرو؟
مونږ د خپلو دوستانو سره د اړیکو د
ناوی کوو او غواړو چی دغه اړیکی په اینده کی هم په یو بل ته په درنښت او احترام پر مخ ولاړی شی او هیله لرو چی
زمونږ دوستان به د عامه تحفظ به هکله زمونږ موقف درک کړی.
الجزیره: چا ویل چی تاسی ډیر ستومانه ښکارۍ، تاسو څه فکر کوی چی ایا تاسو د تیرو څلور نیمو کلونو فشارونو ستومانه کړی یاست؟
حامد کرزی: هو، زه ډیر ستومانه یم، دغه نه ختمیدونکی کار زه ډیر ستومانه کړی یم ان دا چی زه د خپل
ځان لپاره هم وخت نلرم. کار ډیر ستونزمن دی خو زه خوشال یم چی ما خپل ټول ملت یوځای وساته او اوس افغانستان د
ټولو افغانانو کور دی. مونږ ډیری لاس ته راوړنی هم لرو، خو هو، پدی شک نشته چی زه ډیر ستومانه شوی یم.