کوریر ورځپاڼه: افغانستان؛ د امپریالیزم هدیره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23705

دخبریدو نیټه : 2009-02-17


کوریر ورځپاڼه: افغانستان؛ د امپ یالیزم هدیره


سرچینه : د اتریش کوریر ورځپاڼه


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د سړې جګړې یعني د اتیایمې لسیزې پر مهال امریکې او غربي متحدینو یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې یو شمیر هغه ملیشې په وسلو سمبالي کړي چې موخه یې د پخواني شوروي پر وړاندي د هغوې کارول وو.
د (کوریر) په نامه  اتریشۍ ورځپاڼي تر دې سر لیک لاندي چې ( افغانستان هغه مسله نه ده چې لویدیځ یې حل کړي) دغه هیواد د امپریالیزم یوې هدیرې ته ورته بللی چې پر وینا یې دمګړۍ امریکا او  ناټو دواړه دغلته د شکست پر واټ روان دي او د هرې ورځي په تیریدو یې د ماتې ویره زیاته او لا پسي زیاتیږي.

 دغې ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د یوې شننې په چاپولو سره په دې ټینګار کړی چې افغانستان اوس د امپریالیزم په یوه قبرستان بدل شوی او دغلته د انګریز او شوروي تر ماتي وروسته اوس د امریکې او  د ناټو وار را رسیدلی دی.

 "کوریر" لیکي چې واشنګټن په ۲۰۰۱ کال کې وروسته تر هغه په خپل لاس د وزل شویو  ترهګرو چې ورته اوس د القاعدې او طالبانو نوم ورکوي، له مینځه وړل پیل کړل.


د دغه تحلیل یکونکي کاږي چې امریکې د پخواني شوروي پر وړاندي دغه کسان چې اوس ورته طالبان او القاعده وایې په سر کې وروزل خو کله چې یې شوروي پرې مات کړ اوس همدغه ډلي ټپلي د خپل پخواني ملګري واشنګټن پر ضد جنګیږي چې دمګړۍ یې ناټو او امریکا دواړه له بربادۍ سره مخ کړي او سر ښکته روان دي.
 د "کوریر" ورځپاڼه کې وړاندي لیکل شوي چې په افغانستان کې اوس حالات سخت کړکیچن شوي دي او د ملک اویا سلنه اراضي د طالبانو او هغوي ته د مشابه ډلو ټپلو له خوا لاندي کړای شوي ده او دغه ډلي اوس پاکستان ته هم د کمپیوټري وایرس په توګه بدلي شوي دي چې هغه سیمې یې هم تر خپلي اغیزي لاندي راوستي دي.

 د ورځپاڼي د دغه مطلب د لیکوال په باور چې افغانان د تیرو کلونو په پرتله همدا نن له دیموکراسۍ سره چندان مینه نه لري او له دغه خیالي ویوکې ( کلمې) یې نور بد راځي.


ورځپاڼي په پای کې له افغانستان سره د امریکې د نوي ولسمشر بارک اوبهاما  ژمنې راخیستي او  لیکي چې که څه هم بارک اوبهاما غواړي په افغانستان کې د بوش تیروتني جبران کړي او دغه هیواد ته زیات امریکايي سرتیري واستوي خو د ورځپاڼي په باور  امریکا اوس نه شي کولای ناراضي افغانان چې شمیره یې د هرې ورځي په تیریدو زیاتیږي د ځان په لور را واړوي .


د "کوریر" ورځپاڼه په پای کې کاږي اوس به افغانستان داسي یوه مسله نه وي چې لویدیځ او امریکا ورته د حل اره ومومي.