لیکوال : تامس والکم
منبع : ټو
نټو سټار ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه ۲۰۰۹/۲/۱۱
افغان ولسمشر حامد کرزﺉ څه باندی دوه کاله مخکی د مینی وړ و . ک
ه چی دﺉ د لومړي ځل لپاره کاناډا ته راغی ، نو د هارپر حکومت په لفظی توګه سرې غالۍ ورته هواری کړې .
کرزي ته د
احترام په توګه د ۲۱ توپونو سلامی وسوه . ده ته ان په پارلمان کی د وینا کولو خاص امتیاز هم عطأ کړای سو . خو
دا هغه شپې ورځی وې چی کرزﺉ د واشنګټن ـ او ځکه نو د اوټاوا هم ـ انتخاب و . لاکن نور به داسی نه وی . د امریکا ح
کومت اوس ځان د هغه مشر څخه راټولوی چی یو وخت یی د هغه په نصبولو کی مرسته کړې وه او داسی اشارې ورکوی چی دوی به
د افغانستان د اګسټ په ولسمشریزو انتخاباتو کی کوم بل چا ته ترجیح ورکړی .
د امریکا مشر اوباما په دو نبه په خپل مطبوعاتی کنفرانس کی پر دغه ټکي هله ټینګار وکړ چی د کرزي حکومت یی « د هغه څه نه بېل کړ چی جریان ل ی . » خو د دې ادارې لوړ مامورین د څو هفتو راهیسی دا اشارې ورکوی چی هغه سړی چی د افغان مشر په حیث د جورج بوش انتخاب و ، نور د توجه وړ نه دی .
د نیوتارک ټایمز د یکشنبې د لومړني مخ راپور هغه پېښه بیا بیان کړه چی په
تیره فبرورۍ کی منځته راغلې وه یعنی دا چی د هغه مهال سناتور او د نن ورځی مرستیال ولسمشر جوبایډن پر کرزي باندی
دومره په قهر و چی په جمهوری ماڼۍ کی یی د افغان مشر مېلمستیا بیخی په لغته ووهل .
په دې کی د کرزي ګناه د فساد
او د افغانستان د غوړېدلی مخدره ییز تجارت په مخنیوی کی د ده ناکامی بلل کیږی . په حقیقت کی ډیري او پرله پسې
ادعا ګانی سته چی وایی د کرزي د اوو وروڼو څخه یو یی چی احمد نومیږی د مخدره موادو لوی سرغنه دی .
خو داسی
ښکاری چی اصلی ستونزه دا ده چی اوباما افغانستان یو ځل بیا د القاعده پر ضد د جنګ مرکزی جبهه بللی دی . کله چی
په دوشنبه د اوباما څخه د افغان جګړې په هکله پوښتنه وسوه نو ده وویل چی « زما وروستۍ پریکړه دا ده چی موږ ال
اعده ته دا اجازه نه ورکوو چی عملیات وکړی . موږ په هغه سیمه کی هماغه ژغورلي امن ځایونه نسو لیدلای . زه ال
اعده یا بن لادن ته د سزا ورکولو څخه پرته د داسی عملیاتو اجازه نه ورکوم چی د امریکا پر خاوره دې د
حملو پلانونه جوړ کړی . »
د کرزي دریځ تل چالاک او ځیرکانه دی . له یوې خوا یی بهرني ځواکونه د طالبانو پر
ضد خپل جنګ ته رابللي دي خو له بلی خوا بیا د ډیری مودې راهیسی استدلال کوی چی افغانی ښورښیان د القاعده ګو
اګیان نه دي .
دﺉ په عامه پر امریکا او ناټو باندی د هغو هوایی حملو په وجه انتقاد کوی چی ملکی خلک وژنی او
په بی نتیجې توګه یی هڅه کړې چی حکومت یی پر بهرنیو پوځیانو ډېر کنټرول په لاس وروړی .
دا کومه حیرانونکې خبره
نه ده چی کرزﺉ یعنی د یو پښتنی قوم مشر چی یو وخت د همدې طالبانو لوړ مامور و ، نن د ډیری مودې راهیسی دا ټینګار
کوی چی د هغو ښورښیانو سره دې خبری اتری وسی چی د ده د وروستیو څرګندونو له مخی « د تروریسټی شبکې برخه نه ده او
غواړی چی خپل هېواد ته راستانه سی . »
د بوش په وخت کی امریکایی مامورین په مؤدبانه ډول د ده سره موافق نه
ول . خو نن هغوی دﺉ د حقیقت څخه لیری بولی .
کاناډا هم همداسی کوی . کله چی تیر نوامبر د دفاع د وزیر پیټرمک کې
څخه د کرزي لخوا د ناټو پر بم وریو د انتقاد په هکله وپوښتل سوه ، نو ده هغه د انتخاباتی کال د لفاظیو غوندی په
باک رانه وړ.
د تاریخ زده کونکي به یی بیا په یاد ولری چی یوه بله نوې منځته راغلې امریکایی اداره هم نن په
یو بل جنګ کی د یو بل هغه بهرني مشر څخه چی تر دې وروستیو پوری د واشنګټن د خوښۍ وړ و ، کټ مټ شکایتونه کوی .
بل
هغه جنګ چی دغسی کار پکښی سوی و ، ویتنام و چی هلته بی اعتباره سوی بهرنیً مشر د جنوبی ویتنام ولسمشر «
نګودین دیم » و ، او نوې منځته راغلې اداره هم د جان ایف کنیډی وه ، چی هغه هم د ننني اوباما غوندی اراده لرل چی
هغه شخړه په ټینګه تعقیب کړی چی د ده له نظره په باک نه وه راوړل سوې .
« نګودین دیم » د یوې تصویب سوي ام
یکایی کودتا پواسطه بېواکه او پسی ووژل سو . که کرزﺉ بختور وی ، نو مسایل به تر هغه حده نه رسیږی . خو په ښکاره
توګه دﺉ نور مناسب نه دی او نه هم باید د نورو ډیرو ۲۱ توپونو سلامیو ته په تمه سی . پای