ګارډين: ناټو د ډیر بار ته اوږه ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23755

دخبریدو نیټه : 0000-00-00

سرچینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه

د خپ یدو نیټه د فبرورۍ ۱۹مه

ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی

واشنګټن په تازګۍ له ناټو تړون غوښتي چې په افغانستان کې شته ګډ پوځي پیټې ( بوج ) ته زیاته اوږه  ورکړي  او هغه دا چې باید د اوس په پرتله په دغه ملک کې خپل پوځي حضور پراخ او د سرتیرو شمیره هم لوړه کړي. ورځپاڼې د امریکې د دفاع وزیر رابرت ګیټس هغه وینا راخیستي چې وایې د اروپا شتمن هیوادونه باید افغانستان ته اضافي سرتیري او مالي سرچینې برابري کړي تر څو د دغه هیواد دولت وکړای شي چې راتلونکي ولسمشریز انتخابات په  آزاده او سمه توګه تر سره کړي. رابرت ګیټس په ب وکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې دغه تقاضا مطرح کړي ده. غربي متحدین اوس پوه شوي چې په افغانستان کې نورو سرتیرو ته هم اړتیا شته خو په دغې مسلې زړه نا زړه دي چې کوم هیواد باید افغانستان په څه اندازه سرتیري و یږي.ځیني اروپايي خوراو ملکونو  خو وروسته تر هغه د افغانستان له ماموریت څخه خپل پام واړاوه چې په ورستیو کې تر هر بل هیواد زیات نړیوال مالي کړیکچ وځپل. په دغو ملکونو کې یو هم پولنډ وو. دغه هیواد افغانستان ته د اوخوا زر تنو تازه دمو عسکرو د استولو ژمنه بیرته واخیسته او ویویل چې دوي په روان اقتصادي حالت کې په ځان کې دا  وړتیا نه ویني چې افغانستان ته سرتیري ولیږي او بیا د هغوي لوړ پوځي  لګښتونه پرې کړي. د ګارډين و ځپاڼي لیکلي چې بارک اوبها افغانستان ته د ۱۷۰۰۰ سرتیرو د استولو پریکړه کړي خو دفاع وزیر یې  بیا له ا وپايي ملکونو افغانستان لپاره نور زیات عسکر غواړي. دد بریټانیا د دفاع وزیر جان هوټن د ګیټس دغې غوښتني ته د هو سر نه دې ښورولی خو د خپلو سرتیرو له ماموریت څخه یې خوښي ښولي ده. هوټن هغه خبري هم رد کړي چې ګواکي واشنګټن په هلمند ولایت کې د دوي له سرتیرو او د هغو له ماموریت څخه ناراضه دی. په هلمند کې د بریټانيي ۷۵۰۰ عسکر ځای پر ځای دی خو لا هم دغه سیمه د افغانستان تر ټولو خطرناکه او له تریاکو ډکه سیمه بلل کیږي. ګارډین کاږي چې د ب یټانيي دولت په افغانستان کې د خپلو سرتیرو له ماموریت څخه په کلکه دفاع کوي او په دغه برخه کې د هیڅ هیواد او که هغه حتی امریکا هم وي انتقاد نه مني. هوټن ویلي چې د دوي ماموریت په سم لوري روان دی او دوی د طالبانو له  نسکوریدو را پدې خوا په افغانستان کې خپل ۱۴۵ سرتیري له لاسه ورکړي او هیڅ کله به هم د دغو سرتیرو  وینو ته د یو کس او یا هیواد سپکاوی و نه ز غمي. ګارډین وړاندي لیکي چې د امریکې  نوی دولت په روان کال کې غواړي د هلمند یو شمیر سیمي له بریټانوي سرتیرو تشي او پر ځای یې خپل سرتیري پکې په دندو وګماري. خو د بریټانيي دفاع وزیر وویل چې مونږ به په افغانستان کې له خپل دریځ څخه په کلکه دفاع وکړو او امریکايي چارواکي زمونږ د ماموریت په اړه د یو شمیر کسانو د تبلیاغاتو تر سیورې لاندي راغلي دي. هوټن دغه کسان ونښودل.