فایننشل ټایمز: اما ات د دوبۍ اقتصاد ته ۱۰ ملیارده ډالر ورکوې
سرچینه: فایننشل ټایمز
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
انګلیسي ژبي اقتصادي آژانس فایننشل ټایمز په خپله ننۍ ګڼه کې د عربي متحده اماراتو د مشهور او ښایسته سوداګریز امارت( دوبۍ) د اقتصادي حالت په اړه رپوټ لیکلی.
فایننشل ټایمز لیکي چې په دې ورستیو کې چې کله په نړۍ کې اقتصادي کړکیچ حکم فرما شو نو د هر هیواد په څير د شیخانو په ټاټوبي کې هم اقتصادي کړکیچن حالت ځیني پراخي پروژې له خنډونو سره مخ کړي دي.
فایننشل ټایمز لیکي چې اوس امارات غواړي د دوبۍ د بیرته ا تصادي ودې لپاره لس ملیارده امریکايي ډالره د دغه امارت د چارواکو په اختیار کې ورکړي.
فایننشل ټایمز له اقتصادي کارپوهانو په نکل لیکي چې دمګړۍ په دوبۍ کې د کورونو، سوداګریزو جایدادونو او مالونو په بیه کې له دیرش څخه نیولي بیا تر څلویښت سلنه پوري د پخوا په پرتله کم والی راغلی.
د عربي متحده اماراتو مرکزي بانک غواړي د پینځو کلونو لپاره په تدریجې ډول شل ملیادره امریکايي ډالر د دوبۍ د حکومت په واک کې ورکړي تر څو پرې خپلې اقتصادي ځپل شوي برخې بریته ورغوي او عادي حالت ته یې ستنې کړي.
فایننشل ټایمز لیکي چې په دغو پیسو به د دوبۍ اقتصاد تر زیاته بریده خوندي شي. د دوبۍ اقتصادي ماشین دمګړۍ په آزاده سوداګرۍ او توریزم ولاړ دی .
د عربي متحده اماراتو فدرال بانک چارواکي وایې چې د دوبۍ حکومت باید مخکې تره هغه چې کار تر کار تیر شي په یو لړ اقداماتو لاس پوري کړي که نه نو پایلي به یې د دغه نړیوال سوداګریز م کز لپاره خورا ناوړه وي.
فایننشل ټایمز وایې چې د اماراتو دولت خپلو ۷ امارتونو ته په ټولیزه توګه ۱۲۰ ملیارده درهمه د اقتصادي ودې لپاره ځانګړي کړي دي او په خاصه توګه به د نویو مرستو له برخې څخه د دوبۍ دوو لویو کمپنیو املک او تمویل ته زیاته برخه پور ورکړل شي.
د فایننشل ټایمز په لیکنه چې دمګړۍ د دوبۍ د اسهمامو په بیه کې هم په نړیوالو بازارنو کې څلور تر پینځه سلنه ټیتوالی راغلی او دغه ټیټوالی د دې لامل شوی چې دغه سوداګریز مرکز له اقتصادي ودې پاتي شي او د هرې ورځي په تیریدو یې حکومت له نویو اقتصادي ننګونو سره مخ شي.