د افغانستان د تکواندو فدراسیون د ریس لپاره پ ون په کابل کې ټاکني تر سره شوي. په دغو ټاکنو کې غلام رباني رباني د دې فدراسیون ریس وټاکل شو. دغه پوست ته ښاغلی رباني او فرهاد ارغندیوال نوم آند ول چې رباني رباني وتوانید چې ۲۳ رایي او رقیب یې ۲ رایې خپلي کړي. د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته افغانستان وکړای شوای چې د نړۍ په کچه د تکواندو په سیالیو کې ښه ځای خپل کړي. روح الله نیکپاه په دې لړ کې وتوانید چې د لومړي ځل لپاره د المپیک د سیالیو د سپینو زرو مډال د افغانستان په برخه کړي. د یادوني وړ ده چې ښاغلی رباني له څلورو کلونو را پدې خوا د تکواندو د فدراسیو ن د ریس په توګه دنده لرله.