یوبل کرزی افغانی سوداګریزه امپراتوري جوړوی(۲ برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24134
ژباړن : نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2009-03-08

لیکوال : جېمز رایزن
منبع : نیویارک ټایمز
نېټه : ۲۰۰۹/۳/۴
په افغانستان کی د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد وویل چی « د سوداګرۍ په برخه کی به خلک ماته راتلل او شکایت به یې کاوه چی محمود همیشه د نوي کاروبار فیصدی غواړی . »ښاغلي خلیلزاد په یوه مرکه کی وویل : کله چی ده د ښاغلي کرزي څخه د دغو ادعاګانو په هکله وپوښتل ، نو هغه د دې ټولو څخه انکار وکړ .
دغه کرزي په یوه مصاحبه کی وویل چی ما هغسی سوداګریزه پروژې انتخاب کړي چی هغه به زما په عقیده د افغانستان په ګټه وی . دﺉ ټینګار کوی چی زه دلته نه یم شتمن سوی دا ځکه چی ډېر مسؤلیتونه می اخیستي دي . ډېر افغانی سوداګر او سیاسی څیرې ، سره لدې چی کوم شواهد یی نه دي وړاندی کړي ، بیا هم نوموړﺉ د هېواد بډای ترین سړی بولی .
دغه کرزﺉ خپلو انتقادیانو ته یوه غیر عادی دفاعیه ورمخته کوی : حتی که ما غوښتلای ، بیا می هم ځکه له داخلی ام تیازه کار نه اخیست چی ورور می بی اثره دی . دغه کرزي د ولسمشر په باره کی داسی وویل : « دﺉ به هیڅکله هم فیصله و نه کړی . دﺉ به تل د سیاست خبري درسره کوی . که ته د اقتصاد په هکله ورسره وږغیږې نو دﺉ کومه مینه نه ښیًی . دﺉ د ستونزو اوارونکی نه دی . »
دغه کرزي د حکومت فساد وغانده او شکایت یې وکړ چی د اقتصاد په برخه کی د ده د  و ور غلطی ادارې دا مشکله کړې ده چی پیسې وګټل سی . ده وویل چی زه ځکه د سوداګریزه ټولنی لپاره د یو رابط  رول ادا کوم چی اداري کارونه ځواب ویونکي نه دي .
دغه کرزي وویل چی « خلک د ارتباطاتو په یو چینل پسی ګرزی ، نو وایی چی : دغه سړی د ولسمشر ورور دی او ضرور به د خپل ورور سره ږغیږی . پدې ډول دا خلک خواتوري سی او بیا نو وایی چی راځی لوړو کسانو ته ورسو . »
خو نور سوداګر او سیاسی څیرې د ده لخوا پر ولسمشر باندی انتقادونه خوشی ټوکی بولی او وایی چی هغوی غواړی په دې توګه د وروڼو تر منځ ټینګي اړیکی نورو ته بل ډول وښیًی . جنرال هادی خالد چی وایی زه یې تیر کال ځکه د داخله وزارت د یو لوړ مقام څخه وشړلم چی د محمود کرزي د تجارتی شریک شیرخان فرنود  د یوې معاملې مخالفت می کاوه ، وویل چی دا « ۱۰۰٪ یو اکټ دی چی دوی یې کوی . »

د امریکا ملاتړ ـ
دغه کرزﺉ په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ پر افغانستان تر حملې ډیر ژر وروسته ورغیً تر څو د جګړې څخه په مابعده اقتصاد کی ځان و ګډ کړی . کاروباری مشرانو وویل چی په مېری لینډ کی د نورو افغان الاصله امریکایی کاروباریانو سره د افغانستان د اقتصاد د بهتر سمون په سر د ده څه ګړبړ پېښ سو او دا هغه مهال و چی د بوش ادارې غوښته چی کومکونه ورپیل کړی . نو ده هم ژر یوه کوچنۍ ډله رهبري کړه چی د افغانستان اطاق تجارت یې پسی جوړ کړ او د امریکا د نړیوالي مرستندویه څ انګي څخه یې شپږ ملیونه ډالره پسی تر لاسه کړل .
دغه کرزﺉ د تیر کال په هغو انتخاباتو کی چی د دې امریکایی م ستندویه  څانګی په څه باندی نیم ملیون ډالره مالی کومک سره وسول ، د اطاق تجارت مرستیال او ښاغلی فرنود یې ریًس شو . خو مخالفین یې تور لګوی چی دا انتخابات په ټګۍ برګۍ سره وشول تر څو دغه دوه کسان تر ټولو رامخته سوی وای ، او دا هغه ادعاګانی دي چی دغه کرزﺉ یې نه مني .
دغه کرزي په واشنګټن کی د خپلو مشهورو دوستانو څخه نوری مرستی هم تر لاسه کړې . ده دې ته اشاره کړې چی د سپټمبر د یوولسمی تر حملو وروسته یې د ښاغلي جېک کیمپ په شمول د م حافظه کارو جمهوریت غوښتونکو سره آشنایی پیدا سوه . ښاغلي کیمپ په یوه مرکه کی وویل چی ما دغه کرزﺉ په لیری بهر کی د خصوصی پانګی اچونی د شرکت لوړو مامورینو ته ور معرفی کړ چی یوه فډرالی اداره ده او په خارج کی ام یکایی تجارو ته روپۍ تهیه کوی . ښاغلي کیمپ وویل چی ما غوښته په افغانستان کی پانګه اچونه وهڅوم او زیاته یی کړه چی زه د دغه کرزي د معاملاتو څخه ګټمن سوی نه یم . ده داسی وویل : « زه ګومان کوم چی ده د کابل او کندهار په حدودو کی زما نوم راکښته کړ ، خو زه ډاډ درکوم چی د ده په کاروبار کی هیڅ کوم طبیعی حق یا ګټه نه لرم . »
د لی ی بهر د خصوصی پانګی اچونی د شرکت د مقاماتو له خولې ، دوو کمپنیانو دغه کرزي ته څه باندی پنځه ملیونه ډالره پور ورکړ تر څو ده په کندهار کی د کورونو د جوړولو د پرمختیا او هم په کابل کی د اپارتمانونو د جوړولو د یوې ویی شبکې لپاره مصرف کړي وای . د کندهار ماجراجویی ، چی د یوې استوګنی سیمی جوړول وه ، او دغه کرزي هغه « عینو م ېنه » وبلله ، د یو جاه طلبانه پلان په توګه شورماشور او کلک اعتراض راپورته کړ . د کندهار په ښار کی دغه لس زره ایکړه ساحې ( هر ایکړ ۴۰۴۷ متر مربع دی ـ ژباړن ) په افغان اردو پوری تعلق درلود ، خو د کندهار مقاماتو هغه دغه کرزي ته مفته ورکړه .
دغه کرزي وویل چی د کندهار مقاماتو راته وویل چی دا مځکه واخله تر څو غښتلي جنګسالاران یې قبضه نه کړی . ده وویل چی د کندهار والی موافقه وکړه چی حکومت ته به هله د هر کور پیسې ورکړه سی چی دغه کرزﺉ په هر کور مصرف سوي روپۍ تر خرڅېدو وروسته حاصلی کړی . خو د اردو سره هیڅ کومه معامله هم و نه سوه . افغان پوځیانو په ۲۰۰۵ کی د ساختمانۍ پر محل هجوم وروړ او وحشیانه ډزي یې وکړی . ډګر جنرال حبیب الله شاه توری ، چی د دفاع د وزارت د املاکو د ساتنی مسؤل دی ، وویل چی د دغه کرزي کمپنۍ پوځ ته هیڅ پیسې هم نه دي ورکړی . دا شخړه تر اوسه هم ورو ورو ایشی . دغه جنرال په یوه مرکه کی وویل چی « د مځکو دغه مافیا زما مځکه اخیستې ده . کله چی زه دغو املاکو ته ورسم نو  ژاړم . »
خو دغه کرزﺉ وایی چی ما څه باندی دوه سوه کورونه جوړ کړل چی څه نا څه شپیته یې لا د جوړېدو په حال کی دي او دې کار د منځنۍ طبقې افغانانو تر منځ محبوبیت حاصل کړ . ده وویل چی « د درو خونو یو کور په ل زره ډالره خرڅوو . نو هغه خو نسو راسره ساتلای . »

د نغدو روپیو غټ کاروبار ـ
دې کرزي هغه مهال خپلی دغه خورا ستري ماجراجویی ته لاس واچاوه چی د خپلو نورو پانګه اچونکو په شراکت یې د افغانستان د سمنټو یوازینۍ فابریکه په خپل کنټرول کی راوستله . دا هغه مهال و چی د کانو وزارت د دې فابریکې د فعال ساتلو حقوق لیلام ته واچول او دغه کرزي او شریکانو یې د نورو څخه په رامخته کېدو سره هغه په پنځه ویشت ملیونو نغدو ډالرو واخیستل . دغه کرزي وویل چی د لیلام اصول خو همداسی ایجابوی . لاکن د پارلمان غړﺉ ښاغلی سلطانزوی تور لګوی چی د دغو نغدو پیسو تقاضا د وروستۍ دقیقې شرط و ، او دا هغه څه و چی ښاغلي کرزي جوړ کیً . ښاغلي سلطانزوی داسی وویل : « دوی دا ټولی پیسې نغدی ورسره راوړي وې او وزیر ته یې پر مېز کښېښوولې او وروسته یې بیرته واخیستې . » خو دغه کرزي وویل چی دغه ګروپ باید پیسې ځای پر ځای نه تادیه کولې بلکی برعکس هغه کرایې او د حکومتی حق الامتیاز ونډي تحولوی .

ده د خپلو پروژو د اړتیا وړ پیسو لپاره هغه « کابل بانک » ته لاس رسي لرلې ده چی په ټول افغانستان کی غټ ترین مالی بانک دی ، او دﺉ یې هم د مشرانو څخه شمېرل کیږی . دغه کرزي وویل چی ښاغلي فرنود چی د دې بانک مؤسس دی ، ده ته په بانک کی د سهم لرلو له امله د یو پانګه اچونکی په توګه د پور کومک ورکړی دی .

دﺉ همدا راز په افغانستان کی د ټویوټا موټرو د یوازینی خرڅونکی شرکت اصلی مالک دی او دا هم د ښاغلي جېک کیمپ څخه په مننه چی په امریکا کی د ټویوټا شرکت د مشورتی بورډ غړی دی او دغه کرزﺉ یې د دې کمپنۍ اجرایًوی هیأت ته ور معرفی کړی دی .

ښاغلی خلیلزاد ، چی په راتلونکو انتخاباتو کی یې د ولسمشر په وړاندی د درېدو د پلان سوچ رد کړ ، وویل چی و سمشر چی کله پدې باوری سو چی دﺉ د ټویوټا د دې معاملې په سر خپه دی نو په لوړ ږغ یې تعجب وکړ چی مبادا دﺉ د هغه م انع و نه ګرزی . ده وویل چی زه معتقد یم چی ولسمشر د دې مسألې په هکله د جاپان د سفیر سره خبری وکړې ، خو ګټه یې و نه کړه .

اشرف غنی د مالیې پخوانی وزیر چی غواړی سږ کال ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی ، وویل چی کله ولسمشر ک زي راڅخه وغوښته چی د ده په حکومت کی ورسره یو ځای سم ، نو زه د کرزي د کورنۍ د داخلی معاملو د توانمندۍ څخه اندیښمن وم .
ښاغلي غنی ترې پوښتلی وو چی « آیا دا خو به یوه کورنۍ پروژه او سرمایه ګذاري نه وی ؟ هغه راته ویلي وو چی قطعأ نه . خو نن دا دی هماغسی وسوه . » پای