ویزه کوریر:اوبامادطالبانوسره خبرو اتروته چمتودئ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24248
ژباړڼ: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

لیکونکي  :          فرانک هرمن
د الماني ورځپاني ویزه کوریر  څخه  نیټه د ۲۰۰۹ کال د ما چ  نهمه 

واشنګټن : . په  افغانستان کې  کړکیچونو حالاتو ته په ګتو سره، چیر ته چې د کرزی لودیز پلوه حکومت خپله اغیزه په ډیر  بیړنې   ډول له لاسه ورکوي . سپینه ماني  اندازه اخلي چې  په خپله تګلاره کې بدلون راولي .
 د امریکی ولسمشر بارک اوباما په یوه پروني مصاحبه کې چې د نیویارک تیمز و ځپانې  له خوا خپره شوه. وویل . د  پخولاینې  بهیر په چوکاټ کې موږ  تیار یو  د منځلاري  ځواکونو او  طالبانو سره خبري اتري  وکړو.
دغه خبرو اترو ته مخکښه  لار ه  باید  د امریکایې  څلور ستوري  جنرال  دیوید پطروس له  خوا  په  ۲۰۰۶ کال کې د سوني قومی مشرانو سره په لودیز عراق کې  خبري اتري  تر سره شوي ، یوه کړنلاره وي  .
هلته مخالفینو  د امریکایي  پوځونو یا ( جي ائ ) سره  یر ټینګ مقاومت کاوه،  په څو میاشتو کې دوی  خپلو مرچو ته  بدلون ورکړو او د امریکایې سرتیرو سره  یو ځای د خپل ګډ دښمن پر وړاندي وجنګیدل  ـ د مذهبي توندلارو القایده سره  .
دغه تکتیک یو کلک ګوزار وو چې په دغه هیواد کې سبات رامنځته شو .
  واشنګټن په هندوکش کې همداسي  یوه هڅه غواړي وکړي ،  چیر ته چې اټکل وه کال  وړاندي طالبان په کابل کې له واکه  وشړل شول  .  د بیا زیږیدلو ،  نوي ژوند  یا   رنیسانس  جشن  ولمانخي  .
اوباما وایې  ، که دوی ( طالبان ) له جنرال پطروس سره  خبرو ته کیني .  دې   دغه لار ه د بري یو ه برخه په عراق  کې  هم  ګني، که  چېرته   موږ خلکو ته لاس اوږد کړو ، کومو ته چې موږ د اسلامي  بنسټپالو  په اند ګورو .  او هغوي تیار وه ، چې له موږ سره یو ځای ګډ کار وکړي .
په هر صورت افغانستان کې حالات نوره کړکیچن او ناوړه بڼه  لري  .  هلته له یوې خوا یو کمزوري حکومتي اداره او له بلي خواد قومونو او قبایلي سیستم سره تړو لري . دوی ( افغانان )  خپل  ستر ارزښت خپ واکی ته  ورکړي  دی او تل  خپل منځي ژوري  اړیکي لري . 
اوسني قدم  د افغانستان د نوی است اتیژي  یوه برخه ده چې  اوس سپینه ماڼي او پنتاګوڼ  پری کار کوي . چې  تر اوړي  پوري ۱۷۰۰۰ ام یکایي سرتیري دغي جګړه  ځپلي هیواد ته ولیږدول شي . د ۳۶۰۰۰ پوځیانو سره چې  هلته موجود دي یو ځای شي .
ب سیره پر ې  دوی  د ولسمشر  حامد کرزی   څخه په واټن کې دریږي . ولسمشر   د بوش  اداري پر م هال  داسلامي نړۍ یوه مخکښه سیاسي څیره و.  اوس  د باما اداره  دې  ته  د اداري فساد او  بې کفایتي  څیري په څیر ګوري .
 د  نیویارک تیمز  ورڅپانې  پوښتنه ،  ایا متحده ایالات   به د دې  په اند  جګړه  په افغانستان کې وګتې ؟
 او باما په  یو لنډ ځواب کې وایې   :  نه  .
واضع ده چې کله او څنګه د چا له لاري له طالبانو سره خبري  اتري وشي . که دا خبري   په پټه کې ترسره ن ي .

همدا خبریال په یوه شننه کې بیا لیکي  د اوباما سیاست په افغانستان کې 

په مړو کې شمیر ل ویو  سره خبري اتري 
 څوک چې  په جګړه کې نه شي ماتیدلي ،هغه سره باید خبري وشي . دا یو زوړ درس  اویوه  تجربه ده  چې انګریزي امپراتورې   زده کړی ده . په خاص ډول په ورستي پړونو کې ،  کله چې دوی د اسیا او افریقا څخه  د په شا تګ جګړي   کولي . دوی د مقاومت هري کچې سره په میز کې خبرو اترو ته کیناستل .
په افغانستان کې بارک اوباما غواړي له طالبانو سره خبرې اترې وکړي . په ساده ډول باید وویل شي، چې لودیز  م تحدین نه شي  دوی  ماته ولي او ګټلي  . او ښایې چې هیچ وخت به دوی ونشي کولاي    وګټلي .                               &n bsp;     په هر صورت په پوځي  ټوکو او ډګر کې به دا  لار نا شوني وي .
په اصل کې دوی په مړو کې ګڼل وی وو،دا د تیږي مهال بڼسټپال چې ښځي یې د بورکو  لاندي کړي ، د نجونو  زده کره مخه یې نیوه او ښځي یې د ښوونځيو  څخه منع کړل شوي . موزیک یا ټنګ تکوری  یې بند کړو .
د یولسم د سپتمبر  د پیښي څخه ورسته ام یکایانو دغه د قران کریم بڼسټپال محصلین  په کابل کې له واکه لري  کړل . طالبان داسي ښکاریدل لکه د تاریځ پاڼو کې د لاندنيو کرښو یوه کرښه وي  .
اوس دوی داسي ځواکمن دي لکه  د ۲۰۰۱ کال  د یولسم سپتمبر  څ خه  په مخکې .
جورج دبلیو بوش د عراق د جګړې  له امله دغه هیواد یې له سترګو پناشو او  ویبایلو  . په دغه هیواد کې یو وخت اوسامه بن لادن خپل ترهګر ي ډلي ته پوځي زده کړي ورښودلي . دغي تیروتني اوس سخت بدل واخیستو .
دا مذهبي جنګیالي داسی مالومیده چې ختم دي . دوی  دغه  خلاٌ  ډکه کړه ، او اوس ځان  د پسر ني  یرغلونو ته چمتو کوي .
 د اوباما پیاوړتوب په دې کې دی چې حالاتو ته داسې  ګوري چې څنګه دي . ځان  باید ګرم ونه ګني ، ایدیالوژیګې  تیزي خبري دي څنګ ته کښیږدي .
دجمهور ریس  بوش په سري سترګیو کې  د نړې ته  نه ګوري، دغي سړې  د امریکې  اقتصاد یې  هم سم و نه انګیره او زیانمن  یې کړو لکه څنګه چې د افغانستان مخ  په خرابیدو  حالات یې را منځته کړو .
دغه نوې سړې سم پوهیږي چې د کابل او کندهار په لویه لار کې پر دې څه راتلي شي . یو دویم ویتنام ، یوه ډیر ناوړه جګړه ، هیڅوک دا نه شي ویلي چې  دغه جګړه  به د دوی په  ماتي او  بلکل  بربادي  تمامه نه شي .
اوباما د د غي هیواد تاریخ پیژني ، هغه پوهیږي  چې د نړۍ  دو ې امپراتوري   په هندوکش کې څیرلي شوي دي. لومړي انګریزي  دوهم د شوروي اتحاد امپراتوري .
ځکه دې نه غواړي  چې خبرو ته ښکلي رنګ ور کړي . له همدې  موقع څخه په ګټه اخیستلو سره دې لاره خبرو اترو ته خلاصوي . هغه هڅه کوي چې له همدي لاري   نسبتآ منځلاري  له کانکریتي  کوپریو  طالبانو څخه بیل کړي . دا ورستي   ډله انزوا  ته کړي .
دا ښایې  یو ځیني لاره  وي   برې ته .
پای