Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
ګــــــــــــــــــنــــــــــــــــــاه
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2434 محمد حسن حقياردخبریدو نیټه : 2005-03-27ګناه
دمخابراتو په څلور لارې کې زرګونه خلک تماشې ته راټول شوي وو دډېر بير وبار له لاسه خلک ديوبل په اوږو سپاره او ونو ته ختلي وودڅلور لارې په مرکزي چوک کې يې دفيصلې داورولو لپاره قاضي ته لوى ستيج جوړ کړى وو ډېر مشران، چارواکي او نور لوىخېټي راغلي وو خلک وېرې اخستي او ترهېدلي وو٠زه د دوه سېټه ډاټسن په منځ کې په داسې ډول کښېنول شوى وم چې، لاسونه او پښې مې له يوبل سره په پرېړ پلاستيکي پړي کلک تړلي او بيا مې پړى له ملا تاو او له شاته سېټ سره کلک تړلى وو ٠د موټر شاوخوا په سل ډزو ، پيکا او کلاشنکوفونو سنبال څو څڼور طالبان ولاړووقاضي ددوسيي په لوستلو پيل وکړ:((له زور او جبر پرته دمجرم په خپله خوښه دده داعتراف او په ګوښه ځاى کې له يو ښکلي هلک سره دده دليدلوپراساس محکمه کټوردخيال باز زوى د برکلي اوسېدونکي ته لواطت په جرم دمرګ سزا اوروي څرنګه چې، ددې جرم سزا په شريعت کې ترديوال لاندې کېدل ټاکل شوې نو مونږ هم دې مجرم ته دمرګ سزا اوروو او د ده دوژلو لپاره موپه ده دښاروالۍ درياست د پخوانۍ زړې او له کاره لوېدلې ودانۍ دديوا ل غورځول ټاکلې دي او تاسو ته مو ځکه په راډيو او اخبار کې ددې حد دتطبيق خبر درکړى دى اود لته مو راغوښتي يئ چې، له دې فا سق مجرم څخه عبرت واخلئ او داسې ګناه ګانې ونه کړئ )) ٠ څو ځله مې دتېښتې هڅه وکړه خو ډېر کلک يې تړلى وم ٠ دمحکمې دفيصلې دتطبيق وخت راغى زه يې له موټر څخه راښکته او لاس او پښې تړلى دپاخه سېمنټي ديوال لاندې وغورځولم ٠ دخلکو شور ماشور شو :([(معاف يې کړئ ډېر ښکلى ځوان دى]،[دى خو مونږ پېژنو دا خو په دې ټول ښار کې ښه هلک دى ]،[زه قسم خورم چې په دې کې داخبرې نشته چا ورته دسيسه جوړه کړې ده]له هرې خولې ساړه اسويلي خېژي خو په چارواکو اغېز نه کوي ٠يو غټ بلدوزر راغى دېواله ته اړم شو له يوه ټکان سره يې ديوال وخوځاوه او په دوهم ځل دېوال ته د بلدوزر دخولې له اړمېدلو سره سم دېوال پر ما راغى او له خولې مې يوه ناتراشه چېغه ووته له همدې سره مې مېرمنې په وارخطا يۍ راباندې غږ کړ : ( (دځونډي پلاره! دځونډي پلاره! څه خبره ده پورته شه پورته شه کلمه ووايه )) زه هم راويښ شوم په کټ کې کښيناستم ، سترګې مې وسولولې خولې مې پا کې کړې او يو اوږد اسوېلى مې ووېست .