د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله
د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غوراوي د وروستي پړاوپه سياليو کې د ګډون په موخه نن سهار وخته په
شپږو (د کب په ٢٩مه) د سويلي افريقې پلازمينه جوهانزبرګ ته روانه شوه.
د افريقا په دې سياليو کې له ټولۍ نړۍ
څخه ١٢ هېوادونه ګډون کوي چې په دوو ګروپونو يا ډلو وېشل شوي دي .
الف ګروپ : کاناډا، ايرلينډ، نميبيا، عم
ان، سکاټلينډ ، يوګنډا
ب ګروپ : افغانستان، برمودا،ډنمارک، کينيا، هالنډ او متحده عربي اما
ات
هره لوبډله به خپل ګروپ کې پنځه لوبې کوي ، چې په پاى کې د هر ګروپ څلور هغه لوبډلې چې ډېرې نومرې (
پواينټونه) يې اخيستي وي د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته لاره پيدا کوي ، بيا دغه لوبـډلو پخپل مينځ
کې لوبې کوي اودوه هغه لوبډلې چې ډېر نومرې يې اخيستې وي، پاى لوبه يا فاينل ته لاره مومي.
د افريقا د سياليو سيمي
فاينل ( نيمه پاى لوبه) ته لاره موندونکې لوبډلې به د ٢٠١١ نړيوال جام په سياليو کې ګډون کوي .
دغه سيالۍ د اپ
يل په لومړۍ نېټه پيلېږي او فاينل به د اپريل په ١٩مه ترسره کېږي.
افغانستان خپله لومړۍ سيالۍ د اپريل په په
لومړۍ نېټه له ډنمارک سره کوي
افغانستان دويمه سيالي داپريل په ٢مه، له برمودا سره
د اپريل په ٤ مه له
کينيا سره، داپريل په ٦مه له هالند سره
او د اپريل په اتمه، له متحده اماراتو سره لوبه کوي .
د افغانستان
د کرکټ ملي لوبډله په لاندې لوبغاړو مشتمله ده.
نوروز خان منګل ( کپتان) کريم خان صادق ( معاون کپتان) رييس
احمدزى، نبي عيسى خېل ، سميع الله شينوارى، هستي ګل عابد، شهزاد خان، خالقداد نوري، شفيق الله شفق،
حميد حسن، دولت احمدزى ، نور علي نوري او شاهپور ځدران