ټایمز: د اوبهاما نوی وړاندیز او د ایران غبرګون
سرچینه: د انګلستان ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: جلالزی
د انګلستان ټایمز و ځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د ایران ملت ته د بارک اوبهاما د نوي وړاندیز په اړه لیکنه کړي ده.
ورځپاڼي ویلي چې د اوبهاما نوی وړاندیز په چټکۍ سره د ایران په ملت کې خپور شوی دی.
بارک اوبهاما پرون د ایران ولس ته په وینا کې خپل نرم دریځ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې واشنګټن په ځینو شرایطو له ایران سره خبرو ته چمتو دی.
له حزب الله سره د اړیکو پرې کول، د اتومي وسلو نه جوړول او اسرایلو ته د تندو الفاظو نه ویل هغه څه دي چې امریکا یې له ایران سره د خپلو خبرو د شرطونو په توګه په ګوتو کوي.
ورځپاڼه لیکي که څه هم د نوروز په ومړۍ ورځ د ایران ډیر خلګ په تفریح او رخصتیو بوخت یې خو بیا هم په دې کې شک نه شته چې د سټلایتونو او انټرنټ ه لارې دغه وینا تر ایرانیانو نه وي رسیدلي.
ټایمز لیکي چې ډیری ایرانیان د امریکا دغه وړاندیز ته د شک په سترګه ګوري او داسي نه انګیري چې ګوندې دغه وړاندیز کارنده واقع شي.
ایرانیان وایې چې دوي حاضر نه
دي په روان حال کې خپل اتومي پروګرام په ټپه ودروي، ځکه امریکا تل له دوي سره فریبکارانه برخورد کړی
دی.