سرچینه : نیوزویک ام یکایۍ ورځپاڼه
نیوزویک امریکايي مجلې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان دافغانستان دستونزو دحل کېدو لپاره
یوه شپږنکاتي طرحه وړاندیزکړې .
د دې مجلې دافغانستان دخاورې مساحت اودنفوسوشمېرته په پام سره دې هیواد ته داوولس زرو نوروځواکونودلېږلوپراغېزشک څرګند کړی او لیکلي یې دي چې له یوې خوا دومره شمېرځواکونه دافغانستان امنیت نه شي ساتلای اوله بلې خوا دځواکونوزیاتوالی دملکي تلفاتوشمېرزیاتوي چې دافغانانو دپارېدو سبب کېږي .
دې مجلې ولسمشربارک اوباما ته دیوه شپږنکاتي پلان وړاندیز کړی چې په هغه کې ویل شوي بارک اوباما باید اعلان وکړي چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې دایمي اډې ولري اوکه پرسولې موافقه وشي نوپه مرحله وار ډول له افغانستانه خپل ځواکونه باسي .دنیوزویک په وینا دا اعلان به دطالبانودا ادعا رد کړي چې امریکا غواړي د دوی هیواد ونیسي .
نیوزویک همداراز لیکلي چې طالبانوته دې اوربند اعلان شي ، داسي اوربند چې دوه اړخیز وي .
داوربندپه ترڅ کې دې د ټولو افغان قومونواومذهبونوداستازو لویه جرګه جوړه شي اودطالبانوهغه غړي دې هم
ورته راوبلل شي چې اوربند مني