سرچینه: اسوشیتت پرس آژانس
د امریکې ولسمشر بارک حسین اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل حکومت نوي ستراتیژي یا کړنلاره اع ام کړه.
اوباما وايي، ستراتیژي یې روښانه او کوټلې موخې لري.
"په افغانستان او پاکستان کې
باید القاعده مات شي او په دواړو ملکونو کې د دوی د بیرته راستنېدو مخنیوی وشي. دا هدف باید هرو مرو تر لاسه شي.
دا داسې یوه قضیه ده چې نور د منلو وړ نه ده. او هغه ترهگرو ته چې زموږ مخالف دي، زما پیغام همدا دی چې موږ به
تاسو ته ماتې درکړو".
ښاغلي اوباما وویل، د امریکایانو لپاره، د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې په
نړۍ کې تر ټولو خطرناکې سیمې دي. په همدې سیمو کې هغه کسان په آینده کې د نورو حملو پلانونه جوړوي چې د سپتمبر په
یوولسمه یې پر امریکا باندې حملې وکړې".
جمهور رئیس وغوښتل چې په آینده څو میاشتو کې به د ١٧ زرو اضافي
عسکرو ته څنگ ۴ زرو د عسکرو روزونکي هم افغانستان ته ولیږل شي او په اکتوبر کې به په افغانستان کې د ټولو ام
یکايي قواوو شمیر ٥٩ زرو ته ورسیږي.
په نوي پلان کې د افغانستان د وسله والو ملي قواوو د عسکرو د شمیر
زیاتولو ته ډیر پام کړی دی. نو دوی کولای بلاخره د ملک د امنیت مسئولیت پر خپله غاړه واخلي.
ښاغلي
اوباما پر پاکستان باندې هم ټینگار درلود او ویې ویل چې په پاکستان کې ثبات د القاعدې له ماتې سره مرسته کوي.
"دوی د پاکستان ډیر عسکر او پولیس وژلي دي، دوی بینظیر بوټو ووژله، ودانۍ یې ونړولې، بهرنۍ
پانګونه یې منحرفه کړې او د ملک ثبات یې په خطر کې واچاوه، باید سهوه ونشي، القاعده او د دوی سخت دریځي م
گري د افغانستان لپاره د سرطان په دانې بدل شوي دي".
جمهور رئیس اوباما د خپل ملک له پارلمان څخه
غوښتي چې د پاکستان د سرکونو، ښوونځو او نورو عامه آبادیو لپاره یو نیم میلیارد کلنئ مرسته منظور کړي. د ام
یکا جمهور رئیس براک اوباما نن د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه.
د ام
یکایي مامورین وایی چی جمهوررئیس براک اوباما به د القاعدې او د هغې د متحدانو په له منځه وړلو کی د خپلي نوي
ستراتیژۍ د یوې برخي په توگه نور عسکر هم افغانستان ته واستوي او په پاکستان ته به زیاتي مرستي ورکړي او دیپ
وماتیک فشار به پر زیات کړی.
د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه مامور وویل چی ددې ستراتیژۍ یو مهم هدف دادی
چی په پاکستان کی د القاعدې د پټیدو ځایونه تباه کړای سی او ددغي تروریستي ډلي مشران ونه کړای سی چی بیرته
پاکستان ته ور ستانه سی.
مامورانو مخکې ویلي وو، امرکیا غواړي ۴٠٠٠ اضافي امریکایی عسکر د افغان عسکرو د
وزلو د پاره افغانستان ته واستوي او دا به علاوه په هغو ١٧ زره عسکرو وي چی مخکي یې د استولو اعلان سوی و. دغه
مامور وویل چی د امریکا حکومت به د پاکستان سره په دیپلو ماسۍ باندی زور واچوي او د مشرانو د جرگې د هغه پی
نهاد ملاتړ به وکړي چی غواړي پاکستان ته د امریکا مرستي درې چنده سی او تقریبا ١٥ ملیارډ ډالرو ته ورسول
سی.
ښاغلي اوباما پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د جمهوررئیسانو سره په تلیفون کی خبري
وکړې او د هغوی د جوابونو په اوریدو سره خوشحاله سوی دی.
دغه مامور وویل چی القاعدې اوس په خپلو عم
یاتو کی د افغانستان نه پاکستان ته مخه کړې او اوس هم امریکا ته د ضرر رسولو توطئې کوي. هغه وایي چی د امریکا ح
کوت اوس دغه دواړه هیوادونه ځان ته یو ډول خطر بولي.
هغه وویل چی افغانستان ته به شاید د په سلهاو امریکایي م
لکي مامورینو استول هم ضروري وی چی د هغه ملک د زیربنایي پروژو د آبادولو سره مرسته وکړي. د امریکا د بهرنیو
چارو وزیري هیلري کلینټن پرون په مکسیکو کی په یوه خبري کنفرانس کی وویل چی د امریکا د حکومت په ستراتیژۍ کی د
غه ملکي مامورین ډیر مهم دي.