د امریکې د ستراتیژۍ په اړه د بریټانوی ورځپاڼو لیکنې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24689

دخبریدو نیټه : 2009-03-29

 برتانوي مهمو ورځپاڼو ته يوه کتنه


د پاچا رالیږنه

په برتانيا کې خپرېدونکو نږدې ټولو ورځپانو  خپلونننيو ګڼو کې د افغانستان په اړه د امريکا پر نوې ستراتېژۍ ليکلي دي.

 د ټايمز ورځپاڼه وايی برتانيه هم د امريکا په څېر افغانستان ته نور ځواکونه استوي او د برتانيا د لوی درستيز رېچارډ ډينالد د خولې افغانستان ته د نورو دوه زرو تنو برتانوي سرتېرو د لېږلو خبره کوي. د ورځپاڼې په ليکنه له دې سره به په افغانستان کې د ټولو برتانوي سرتېرو شم ېر څه باندې لس زرو ته پورته شي. همدې ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي کی ايف ډيپل په څ ګندونو ليکلي دي چې د افغانستان په اړه يې د امريکا له نوې ستراتېژۍ څخه له دې کبله هرکلی کړی چې وايی پر بنسټ به يې افغانستان ته نور بهرني مسلکي کسان واستول شي چې ملکي ادارې پياوړې کړي.

د ورځپاڼې په يوې بلې ليکنه کې بيا راغلي چې د ولسمشر اوباما تر ټولو مهم لومړيتوب به دا وي چې د افغانستان او پاکستان له خاورو لويديځ ته د و پېښو خطرونو مخه ونيسي. د ټايمز ورځپاڼې د پوځي عملياتو په ترځ کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر ستونزو هم ليکلي دي او د هغو يوه ستونزه يې دا بللې چې وايې چې دوی ته ګرانه ده چې د خپلو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو او ولسي وګړو ترمينځ توپير وکړي، نو له همدې کبله وايې چې ولسي وګړو ته هم زياته مرګ ژوبله اوړي.

د اينډيپينډينټ ورځپاڼې له افغانستان څخه د امريکې ځواکونو د وتلو پر تګلارې ليکلي او ارزونه يې دا ده چې ام يکا غواړي په دې کار سره د افغانستان ناڅرګند حالت پای ته ورسوي. د ورځپاڼې په ليکنه امريکا په پام کې لري چې د پينځو کلونو په ترځ کې په افغانستان کې ټيکاو راولي. لويديځ ته د افغانستان له خاورې خطرونه له مينځه يوسي او بيا خپل ځواکونه له دې هېواد څخه وباسي.

په همدې ترڅ کې د ګارډين ورځپاڼې ليکلي چې امريکايان پر دې اندېښمن دي چې وخت کم دی او که زر تر زره خپل پروګرامونه پلې نه کړي، نو ښايي چې په يوه کال کې د افغانانو ذهنيت پر منفي لورې بدلون وکړي. او د فايننشل ټايمز ورځپاڼې بيا د افغانستان په جنوب کې د ناټو د يو لوی قوماندان له خولې ليکلي چې په هېلمند کې له دې کبله پر برتانوي ځواکونو فشار ډېر دی چې طالبان د هېواد له نورو سيمو څخه خپل وسله وال کسان هېلم ند ته راولي چې د برتانوي ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي.

آخوا د هېرالد ټرېبيون ورځپاڼې يوه مقاله کې د دوو ام يکايي څېړونکيو او پخوانيو جګپوړو چارواکيو چې د بش د ادارې پر مهال يې د افغانستان لپاره د ځانګړيو استازو په توګه هم کار کړی دی څرګندونې کړې دي. د دغو دوو څېړونکيو چې کارل اندرپورټ او جيمز دوبينز نومېږي او د بش د ادارې پر مهال د افغانستان لپاره ځانګړي استازي هم ول. د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د پخواني وزير هنري کيسنجر له قوله ليکلي چې د افغانستان ستونزه هر اړخيز حل غواړي. پخپله هنري کيسنجر تر دې وړاندې په يوه مقاله کې ليکلي ول چې په نولسمه پېړۍ کې په يوه پړاو کې افغانستان يو بېطرفه هېواد وو چې بهرنيو هېوادونو لاسوهنه نه شوای پکې کولای. او زياتوي اوس هم همدغسې يو مېکانېزم جوړېدای شي. دا مقاله زموږ همکار سپين تڼي لوستې چې مهم ټکي به يې راواو وي.

کارل اندرپورټ او جيمز دوبينز وايې چې د افغانستان په اړه د هاګ د کنفرانس برخه وال بايد دېته لاره هواره کړي چې افغانستان د سوېس او اتريش په څېر په يو تل پاته بېطرفه هېواد واوړي. د دوی په ګومان د دې کار پايله به دا وي چې د نړۍ سيال هېوادونه به افغانستان نه بې ثباته کوي. افغانستان سمندر ته لاره نه لري، زېرمې او سرچينې يې کمې دي او تل د بهرنيو لاسوهنو له خطر سره مخامخ دی. هرکله چې د افغانستان ګاونډيو د افغانستان په سوله کې ګټه ليدله، هېواد ارام وو او کله يې چې نه ليدله، نو بيا به په افغانستان کې جګړې پيل شوې. دوی وايی د افغانستان نيول ېر ګران خو بې ثباته کول يې ډېر اسان دي.

په اوسني مهال کې افغانستان په پاکستان کې د ياغيانو د پناه ځايونو د شته والي له امله بې ثباته دی. هنري کيسنجر داسې وړانديز کوي چې د افغانستان لپاره بايد د دې هېواد د هغه د ګاونډو او ملګرو ملتونو او د امنيت شوری د دايمي غړو په ګډون يوه کاري ډله جوړه شي چې موخه يې په افغانستان کې د اوږد مهالي ثبات ضمانت وي. په دې توګه چې ټول اړخونه د افغانستان دايمي بېطرفي ومني. افغانستان هم بايد د دې ضم انت وکړي چې خاوره يې د ترهګرو په اډه نه اوړي. د ګاونډيو پر ضد ونه کارېږي او د نورو لېرو او نژدي ګاونډيو له خاورو هم د افغانستان پر ضد کار وانه خېستل شي. مقاله وړاندې ليکي چې افغانستان او پاکستان بايد د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني چې تراوسه د دوی ترمينځ لانجمنه مساله ده.

ټول لوري بايد داسې هر اړخيزه نړيوال مېکانېزم جوړ کړي چې د افغانستان لپاره بهرنۍ سوداګرېزې پولې پرانېستل شي. ترهغه وروسته چې دا ټول کارونه سرته ورسېږي، نو متحده ايالتونه او ناټو بايد له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. د مقالې په ګومان هند وپاکستان بايد پخپلو م ينځو کې عادي اړيکې ولري او د افغانستان پر سر له سياليو لاس واخلي.

ايران هم بايد ډاډه شي چې روا ګټې يې په افغانستان کې خوندي دي او امريکايي ځواکونه د تل لپاره په افغانستان کې نه پاته کېږي. په دې توګه به متحده ايا تونه او ناټو وکولای شي چې له وتلو وروسته داسې ټولنه شا ته پرېږدي چې هم پخپلو مينځو او هم له ګاونډيو سره په سوله کې ژوند وکړي. خو د مقالې په ليکنه دا اوږد مهاله تګلاره ده او په لنډه موده کې بايد د امريکې متحده ايا تونه او ناټو د ياغيانو پرضد خپل عمليات پياوړي کړي او افغانستان وپاکستان ته اقتصادي مرستې زياتې کړي. د هې الد ټرېبيون د مقالې مهم ټکي مو له سپين تڼي څخه واورېدل.