ټاکل شوي چې د افغانستان د نجونو د
فوټبال ملي لوبډله د سه شنبې په ورځ اردن ته سفر وکړې.
د دغه سفر موخه د اردن په هیواد کې په هغو سیالیو کې د افغان
فوټبالرانو ګډون دی چې د سیمې د یو شمیر هیوادونو په ګډون جوړیږي.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ښځینه
وبغاړي په تیرو څو کلونو کې په سختو تمریناتو بوختي وې او ویل کیږي چې د ګاونډیو هیوادونو د فوټبال د ټیمونو په
پرتله د افغانستان لوبډله ډيره غښتلي ده.