غوباړى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24709
خان محمدسيـنـد
دخبریدو نیټه : 2009-03-29


خوب وينم پاكى ستره جامى مى اغوستي ،دكلي مينځ كى په يوه ښايسته اوارام ځاى كي ستونى ستخ پروت ، اواسمان ته ګورم . غرونه غرونه سپيني وريځى څه كښته اوڅه پورته روانى دي ، كله كله په خپلو مينځوكى وجنګيږي هم  اوداسمان رنګ رانه پناه كړي . خو كله ژراوكله شيبه وروسته بيرته بيلي اوهره يوه دخپل حركت لورى ونيسي .
     دوريځوديوځاي كيدواوبيليدو اودرنګونودهمدي اوښتورااوښتوپه مشغو اكي مي ناڅاپه يوه
زوروره ترپاترغوږه شوه ، وارخطاشوم ، ګورم چي دغوايانويوه لويه پاده په ډيرى تيزى سره
راخوشي ده . ماچي ترڅو ځان جوړاوه ،  راورسيده اوپه كلي ورګده شوه  ،نارينه ښځى، زاړه اوځوانان ، هلكان ، نجونى ، جوړاوناجوړټول يې په كوكو اومنډو كړل ، غوايانوچي دځينوپه غاړوكې زاړه پړي ، دځينوپه سپيږموكې شليد ي موارونه اوځينوروغې رسۍ ځانونوپسې راكښلې ، څوك  يى په لګدواو  څوك يى په ښكرونووهل، څوك يى پرځول اوڅوك يى ترپښولاندى كول . فضا سپېروګردونوونيوه ، اواسمان لاڅه چي هغه وريځى يي هم رانه پناكړى .
 ماهم دنو وغونډى منډه كړه ، خويوتور ښكرورغوايي په ښكرونوكى واخيستم  ، په زوره يى په ځمكه وويشتم اوپه څلورو اباندي ځاى پرځآى ودريد .
غوايي رډى رډى كاته ، نس يي بيواره بيواره پړسيده اوتشيده ، اودخولى دسرښتناكو اړو تارونه يي زماترمخ اوجامو راغځيدل . دى دومره درونداوقوي وچي ، غوښى او هډونه يي راودردول ، سوج ته مې اغلل چي ياليونى دى يا مست اوياپه قهردى ؟ خوددرى واړوعلامى پكي وې ، ځكه : كه به مې سروښوراوه ، په سربه يي اته پښه زوركړه ، كه به مې لاس وښوراوه په لاس ، كه به مى پښه وښوروله  په پښه اوكه به مې چيغه كړه په شون وبه يې راته پښه زوركړه .
    دردونه مي زيات اوسامي دومره تنګه اولنډه شوه چي دځنكندن علامي مي پكي احساس كړى ، له ځانه سره مي وويل ، ماخوله هيچاسره بدنه دي كړى ، داټكه راباندي له كومه ځايه راپريوته ؟
په همدي دردونواوعذابونوكى وم چي د څوراالوتو تو روغوباړو بنګهارشو ، غوباړوپه هواكې دپادې پرسرڅو دورې ووهلى ،  بيايې پرې راباندې كړه  اوډير غوايان يي وچيچل  ، پاده وترهيده ، كلى رمباړواوترپكوپه سرواخيست  ، ډيرو خپلى لكى ناولى هم كړي ، تاوولى يي اوهرى خواته تيښتيدل .
اوس زماپه تنه ولاړغوايى دغوباړو بنګها ټكنى كړى،سراوغوږونه څنډي او ژر ژر لكۍ تاووي چي كوم غوباړي يي ونه چيچي . غوباړي زموږپه سرهم  يوه دوره وكړه ، غوايي تيندك وخوړاويوه پښه يي رانه ليرې كړه  ،او دويمي دوري سره يي بله پښه هم رانه كوزه شوه  . م اپه زړه كي ويل ، كاشكي يي وچيچي چي داهم وتښتي ،  خو غوباړى بياراتاونه شو.
اوس دغوايي ددوو پښولاندي پ وت يم ،چېغى وهم ، سترګى غوړولى شم ، لاسونه مي ښوري   خوپورته كيدوته مې نه پريږدي ،    دغوباړي بنګهارزه اوغوايي دواړه اورو، دى تري ډاريږي اوزه يې په ډيرى بى صبرى ، دبياراتاويدو انتظار باسم .
                                ;                               &n bsp;     پاى .

نوټ : غوباړى يوه توره مچۍ ده ، تيزه الوتنه لري . پرغوا ګانو اوغوايانوكيني اوچيچي يي ، دوي له بل هرشي ، له غوباړي ډيرډاريږي .