مقاومت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24716
عبدالجميل ممتاز
دخبریدو نیټه : 2009-03-29


د زمان ماما کره تللی وم ، شېبه لا ناست ومه ، ژر بېرته پاڅيدم . په داسې حال کې چی نصوار يې  هم  په خوله کې ول ، غږ يې راپسې راوکړ :
ـــ چېته ځې ؟ خيلت خو دی ؟
غريب چی په غوږونو کوڼ و ، نو په لوړ آواز مې ورته وويل :
ـــ بيرون شور ماشور دی ، حتمآ څه پېښه شوې  ده ، را ځه چی ورشو !

ماما پاڅېد اوراسره وخوځېد ، نصوار يې په انګړ کې تو کړل او دځانه سره په ډونګېدو شو:
ــ دا څال دی  ، هره ورځ شور م اشور ، دا انسانان  دي او که  حيوانان ؟
زمان ماما د مخه  او زه ورپسې ، راووتو ، په کوڅه کې د خلکو ګڼه  ګوڼه وه ، په حال نه پوهېدم چی چل څه دی  . اخر مې د خلکو له څنګ او څټه د پېښې ځای ته ځان ورساوه ، ګورم چی د يو سړي ګريوان څيرې دی ، کله خپل وېښتان شوکوي  او کله چيغې او بوغارې وهي چی :

ـــ سنګر مقاومته مه نګا کدېم  ، الې لافې کاکګي ره يا مېزنه .
په همدغه مهال کی  د ده  په څېر يو بل را پيدا شو چی برګ دسمال يې له سره تاو کړی و او سېلور بوټونه يې چيت په پښو ول ، له لاسه يې ونیو او ورته يې وويل :
ـــ بچې اموک ! چي شدېت ؟
ـــ شېراغا يم ، تو سيکو نې ! ملک از ما اوغانا مره مېزنه .