ډنمارکي او افغان کرکیټ بازانو سیالي پیل کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24753

دخبریدو نیټه : 2009-04-01

د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غو اوي  د وروستي پړاو په سيالۍ کې نن د چهارشنبی په ورځ ډنمارک دافغانستان پر وړاندې ٢٠٣ منډې جوړې کړې .

دغه سيالۍ چې د سويلي افريقې  په جوهانزبرګ ښار کې ترسره کېږي ، پکې ١٢ هېوادونه ګډون لري  ، افغانستان په ب ګروپ کې  دى او ورسره په دې ګروپ کې ، برمودا، ډنمارک، کينيا، هالنډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې دي .

 د کرکټ د ملي لوبډلې  منېجر يا مدير سيد شاه امينزي  وويل چې د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل پچه وګټله او لومړى يې ډنمارک ته د بيټنګ يا توپ وهلو بلنه ورکړه .

 هغه زياته کړه چې د ډنمارک وبغاړيو لومړۍ ډېره ښه لوبه پيل کړه، خو وروسته يې په پرله پسې  توګه لوبغاړي وسوځېدل .

 امينزي وويل چې د ډنمارک لوبډلې  په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې دنهو لوبغاړيو په سوځېدو ٢٠٣ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې ٠٤ منډې هدف وټاکه .

 د دې خبر تر خپریدو د سیالۍ پایلي نه وي روښانه شوي.