سرچینه: واشنګټن پوست و ځپاڼه
میرویس جلالزی
د واشنګټن پوست معتبرې امریکاۍ ورځپاڼي په افغانستان کې د نوي پسرلي په اړه یوه اوږده لیکنه خپره کړي ده.
ورځپاڼه لیکي که په افغانستان کې د نوي ۱۳۸۸ کال او پسرلي په را
سېدلو سره که له یوې خوا د کښت او کروندو موسم راغلی او د ژمي سړې شپې تېری شوي دي، نو له بلی خوا د خلکو سره د
دولت ضد وسله والو د نویو بریدونو وېره هم زیاته شوې ده.
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی له یوې خوا متحده ایالاتو په سیاسی او پوځی ساحه کی په افغانستان کی خپله مداخله زیاته کړې ده، په مقابل کی طالبان ښایی د امریکایی پوځیانو د زیاتېدلو سره خپلو بریدونو ته شدت ورکړي.
ورځپاڼه لیکي د دې تر څنګ د اسد په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ناکراریو او بریدونو د زیاتیدلو تمه کیږي او دغو ویرو ته په کتو سره سړي ته سوچ ور لویږي چې آیا د افغانستان څپ څپانده دولت به دومره زیات فشار ته ټینګ شي که څنګه؟
واشنګټن پوست و ځپاڼه لیکي د افغانستان له خلکو څخه چی پوښتنی سوي دي نو هغوی وایی چی دوی کلونو کلونوناکراریو او اقتصادی ستونزو ډېر سخت ستړي کړي دي او اوس هیله لری چی گوندي انتخابات به په هره برخه کی ثبات راولي.
خو د ډېرو زیاتو خبرو سره سره اوس سمدستي ویره دا ده چې ترهګر به خپلو حملو ته زور ورکړي او د ځینو سره دا اندېښنه ده چی په دغه راز یوه فضا کی به انتخابات څرنگه کېږی او ایا دا به ممکنه وي چی پرته له ډار او تهدید څخه خلک رایي ورکړ؟
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د ساینس د پوهنځي د یوې دوه ویشت کلنی محصلی مرضیه انوري له قوله لیکی هر سهار چی زه له کوره وزم مور مي دعا کوي چی گوند بیرته سالمه کورته ستنه سم.
دا وایی زه او زما ملگري غواړو په انتخاباتو کی برخه واخلو او غواړو چی د هیواد لپاره تعلیم یافته او پوه خلک انتخاب کړو مگر مخکی له دې چی د سیاست په باره کی فکر وکړو موږ وایو لومړی باید دغه ځان مرگي حملې بندی سی ځکه چی وینی په وینو نه پرېولل کېږی.
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی سره له هغه چی نن سبا په دې باب ډېری خبری کېږی چی په افغانستان کی د ام کیا د پوځیانو زیاتېدل به په وضع کی تغیر راولی او دغه راز د اوباما حکومت ویلي دي چی د طالبانو سره خبرو ته کښېنی او گوندي چی د دې خبرو څخه یو سیاسی حل راووزی، مگر هم د افغانستان او هم د امریکا له مقاماتو سهر دا اندېښنه ده چی د پسرلی د رارسېدلو سره به حملې زور واخلی.
سره له هغه چی د کابل د حکومت او خارجی هیوادونو منځگړي د خبرو د پیل کېدلو دپاره په منځ کی گرځی خو د طالبانو مشرانو ویلي دي چی دوی به خپلو حملو ته دوام ورکړي او تر څو چی غربیان یې له هیواده ایستلي نه وي دوی به کرار نه شي.