واشنګټن ټایمز:د اوبهاما پلانونه پیاوړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24951

دخبریدو نیټه : 2009-04-11

سرچینه: واشنګټن ټایمز
ژباړه او ت تیب: میرویس جلالزی


د واشنګټن ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب یکلی.ورځپاڼي لیکلي چې د افغانستان لپآره  د امریکې د نوي ولسمشر بارک اوبهاما برنامه ی ډیري پیاوړي دي  او په دغو  برنامو کې پر دوو ټکو ډير تمرکز کیږي.
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د خلکو لپاره د ام نیت ټينګښت او د هغه سیستم پیاوړي کول چې  افغانان یې پر مټ  خپل امنیت په خپله وساتي دوه هغه ټکې یا لارې بولي چې د اوبهاما  دولت ورته لومړی توب ورکوي.
 واشنګټن ټایمز ورځپاڼه لیکې چې د امریکې نوي حکومت د و سمشر بوش پالیسۍ څنګ ته کړي او غواړي له یوه پياوړي موقف څخه د افغانستان د اوسنۍ ستونزې لپاره یوه حل لاره وم ومي.


ورځپاڼې په پورتنیو دوو لارو کې د زیاتو ستونزو شتون ته هم اشاره کړي.
ورځپاڼه د افغان چارواکو د کاري وړتیا ټيټه کچه یوه لویه ستونزه بولي چې د امریکې پالیسي ګاني یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
واشنګټن ټایم ز ورځپاڼه لیکي  چې د افغان دولت د کابینې وزیران هومره کاري وړتیا نه لري چې نړیوالي مرستې په سمه توګه  و ګوي او که چیرته   دغو وزیرانو ته د نړیوالو ادارو له خوا د وړتیا برابرولو په برخه کې کار پيل شي نو دا به د هر وزیر د کاري ورځي نیماېې ضایع کړي چې په دغه کار سره به وزیران خپل ډیر کاري وخت د وړتیا موندلو قرباني کړي.


واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په ورته وخت کې د اوبهاما  د دولت له جوړیدو وروسته یوې بلي مسلې ته اشا ه کوي او هغه د اوبهاما دولت  ته ډیره خطرناکه په ګوتو کوي.


ورځپآڼه لیکې چې د اوبهاما له ټاکل کیدو وروسته د ناټو سازمان هم د نوي سرمنشي خاوند شو.
دغه کس د ډنمارک هیواد لومړی وزیر اندرس راس موسن دی.
راس موسن هغه کس دی چې هیواد یې د حضرت  محمد مصطفی د کارتونونو د خپریدو په سبب د  اسلامي نړۍ تر سختو نیوکو اندي راغی او د دغه عمل د غندو په برخه کې په افغانستان کې لس تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.


مسلمانانو له راس موسن څخه غوښتي وو چې د دغه عملل د جبران لپار د نړۍ له ټولو مسلمانانو بښنه وغواړي خو هغه دا کار و نه م انه. اوس راس موسن د اسلامي نړۍ په زړه یعني افغانستان کې یو پیچلی ماموریت پر مخ بیایي او کیدای شي چې هغه د کا ټونونو مسله  په افغانستان کې د ناټو ماموریت ته زیان ورسوي.