د آسیا د المپیک شورا مشر له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24953
میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2009-04-11


میرویس جلالزی

د آسیا د المپیک د شورا مشر شیخ احمد صباح افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان د المپیک د ملي کميتې له چارواکو سره  د ورزشکارانو لپاره د دوو لوب ځایونو د جوړولو ژمنه وکړه.
نوموړی  په افغانستان کې د ورزشي حالت د جاج اخیستلو لپاره تیره اونۍ افغانستان ته را رسیدلی  دی.
ویل کیږي دغه دوه ودانۍ چې د آسیا د المپیک شورا په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړیږي یوه یې نجونو ورزشکارنو ته د لوب ځای لپاره ځانګړي شوي او دوهمه یې هم د م لي المپیک کميټې ته نژدې جویږي چې پکې به بیلا بیلي لوبډلي لوبي کوي.
د یادولو وړ ده چې افغانستان په دې ورستیو کې د آسیا د المپیک شورا غړي توب تر لاسه کړی دی.