میرویس جلالزی
د
افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د کرکیټ نړیوالو سیالیو ته د لار موندلو په پړاو کې د دې جوګه شوه چې د اتو غو
ه لوبډلو په کتار کې ځان ودروي. افغان لوبډله د دریو پر لپسې ماتو سره سره کولای شي چې د ۲۰۱۰ کال د المپیک په
نړیوالو سیالو کې د ګډون لپاره بیا هم سیالۍ تر سره کړي.
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې وړمه ورځ له عربي
متحده اماراتو هم ماتې وخوړه.
افغان لوبډلي د سیالیو په وروستي پړاو کې ډنمارک او برمودا ته ماتې ورکړه خو
له هالنډ، کینیا او عربي متحده اماراتو یې یو پر بل پسې ماتې وخوړه.