په سویلی افریقا کې د روانو سیالیو په دوهم پړاو کې دافغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې سره ولوبېدلې چې په پایله کې افغانستان ایرلنډ ته سخته ماته و کړه.
لمړی افغانستان منډي جوړي کړي او په ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۱۸ منډي جوړي کړي او ایرلنډ ته یې ۲۱۹ هدف وټاکی په منډو کې رییس احمدزی او اصغر ستانکزي او محمدشهزاد ښه وځلیدل او په نوبت سره یې ۵۰، ۴۷ او ۴۶ منډي جوړي کړي
ایرلنډ لوبه پیل کړ خو په پیل کې ورو ول خو بیا انډریو وايټ او کیون اوب این لوبه ډیره تېزه کړه او په دواړو یې تر یوسل او سلو پوری منډی جوړي کړي
خو افغان تکړه بالر حمید حسن دا ثابته کړه چې ټاکلی هدف ته رسېدل دومره اسانه ندي
حمید حسن ډیر ښه بالینګ وکړ او د ایرلنډ پنځه تنه وبغاړي یې وسوځول
په اخر کې ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۹۶ منډي جوړي کړي او افغانستان په ۲۲ منډو سره لوبه وګټله
که څه هم ایرلنډ یوه خورا تکړه لوبډله لري خو رښتینو افغان اتلانو یې په وړاندي ډی ه ښه لوبه وکړه او هغوي ته یې سخته ماته ورکړه.
افغانستان په تیر پړاو کې پنځه لوبې کړې وې چې دوه یې ګټلې او درې یې بایللې وې ، افغانستان دامهال په یوه خورا حساس پړاو کې لوبیږی او هڅه کوي چې د ۲۰۱۱ کال نړیوالو سیالیو ته لار پیداکړي
البته نننۍ لوبه به له یوې خوا د افغان لوبغاړو روحیه اوچته کړي او له بله پلوه به یاد هدف ته په رسیدلو کې ورسره مرسته وکړي
ایرلنډ تر دې وړاندي په لمړي پړاو کې پنځه لوبي کړې وې او ټولې یې ګټلي وي
او په خپل ګروپ کې په تر ټولو غښتلو ټیمونو کې حساب ورباندي کیدی