لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن و
ځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۰۹/۴/۱۲
امریکا چمتو ده چی د « لګښتی جګړې » راتلونکي ته بیا ځان مجهز کړی
یا امریکایی پوځ ته لازمه ده چی د روسیې یا چین سره د منظمو جګړو لپاره چمتوینه ونیسی او که ځان د درېیمی نړۍ د
چریکانو سره د جنګېدو په غرض په یو خورا فعال ځواک سره بدل کړی ؟
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس دا مناقشه د
شوروی امپراتورۍ تر سقوط را وروسته د پنتاګون تر دېولونو شاته باالاخره په خورا غضب سره دا ده پای ته ورسوله .
د ګېټس تازه اعلان کړې دفاعی بودجه واضحأ څرګندوی چی د امریکایی پوځ راتلونکې په هغه څه کی نغښتې ده چی پنتاګون
یې « لګښتی جګړه » بولی هغه به اکثرأ په اسلامی نړۍ کی وی .
برتانویانو ، چی د ناوړه کار لپاره د وړ کلمې په کارولو کی تر امریکایانو کم نه وو ، د ناخوښو بومی اوسېدونکو پر ضد خپل دغسی لیری عملیات « استعماری جګړې » یا « کوچنۍ جګړې » بللې . خو د برتانوی امپراترۍ پوځ په ۱۹۱۴ کی د « زولو » ، « درویشانو » او « افغانانو » پر ضد دجګړو لپاره وروزل سو چی هلته ناببره د استعماری جرمن پوځ سره مخامخ سو او په وینو پسی ولړل سو .
په داسی حال کی چی ګېټس د مسلمانانو پر ضد سوټی خوځوی ، خو هلته بیا ولسمشر بارک اوباما ښه پولیسی دنده مخته بیایی ، یعنی کله چی ترکیې ته ورغی نو عین همدې اسلامی نړۍ ته یې « د دوستۍ د لاس غزولو » وړاندیز وکړ .
دا چی د ام
یکا کسر د ۲۰۰۸ په لومړۍ نیمایی کی څه نا څه یو ټریلیون ډالرو ته ورسېد ، پوځی مصارف به بیا هم ۴٪ لوړ کړه سی . د
افغانستان او عراق جګړې به صرف همدا سږ کال نور ۲۰۰ بلیونه ډالره هم وخوری .
هو ، دومره ډېر ساده توب ! راځی چی
څو نوري مرغۍ په توره ووهو ، یعنی دا د کومی حیرانۍ خبره نه ده چی د پنتاګون د دې نوي بودجې په خبرونو سره دفاعی
سهمونه څه لوړ سول ، خو کانګریس وال او د تبلیغډلو خلک به هله کریږی ووهی چی د وسلو ځینی پروګرامونه پای ته و
سیږی . لاکن د دې ټولو سره سره به پوځی ـ صنعتی ترکیب بیا هم زیانمن نسی .
لومړیتوب ـ
د افغانستان او
عراق د جګړو ملاتړ ته خو اوس پنتاګون لومړیتوب ورکوی . پنځوس نوری بی پیلوټه او رېبونکي الوتکی به هم تهیه سی .
همدا د پنتاګون د خوښۍ وړ هغه تجهیزات دي چی غواړی په هغو سره په پاکستان او افغانستان کی دښمنان « محوه کړی »
بېله شکه چی « جانبی زیانونه » به هم پېښوی . جورج آرویل به دغسی خراب کار ته دا ډول ښه نوم ورکاوه : « د احترام
وړ وژني » .
نور خاص ځواکونه او پرمختللي مځکني او هوایی ضبط کونکي به ځای پر ځای کړه سی تر څو « تروریستان » او
« ښورښیان » تر هدف لاندی راولی ( یعنی هغه کسان چی د امریکایی راج په وړاندی مقاومت کوی ) . نوری څه باندی ۵۰۰
خورا فعالی یرغلیزه ایف ـ ۳۵ نومی الوتکي به هم رانیول کیږی . د ایف ـ ۲۲ نومو خورا پرتمینو غلچکی الوتکو تولید
به ډېر ژر پای ته ورسول سی چی د هري یوې بیه ۱۴۰ ملیونه ډالره ده .
پوځ د خپلو جنګی عراده جاتو او توپخانې د
سیسټم ډیره برخه د لاسه ورکړې ده . د امریکا سمندری ځواک د خپلو ۱۱ طیاره وړونکو بیړیو څخه یوه د لاسه ورکړې
او هم یې د لوړی تکنالوژۍ د تباه کونکو څخه څو دانې ضایع سوي دي . د درېیمی نړۍ لپاره به په لږو اوبو کی د عملیاتو
په خاطر زیاتی ساحلی جنګی کښتۍ ورشاملی کړای سی . هغه ولسمشریزه هلیکوپترونه چی له دننه په سرو زرو پوښل سوي
او بیه یې ۱۲ بلیونه ډالره ده ، ته به وایې چی د مغول امپراتور تخت په هوا کی روان دی ، وځنډول سول .
د
دفاعی لګښتونو دغه بیا صف بندي په زغرده ښیی چی د اوباما اداره غواړی په افغانستان ، عراق ، ممکن سومالیا او د
درېیمی نړۍ په بله کومه هغسی داغ منطقه کی چی د تیلو غټو زخیرو ته نږدې وی ، یوه اوږد مهاله جنګی ستراتیژی پسی
ا واخلی .
د ولسمشر بوش لخوا د تش په نوم « ترور پر ضد جګړه » امریکایی مالیه ورکونکو ته په ۸۰۸ بلیونو ډال
و تمامه سوه . اوباما هغه « تر سمندرونو آخوا عملیات » بولی ، او داسی ښکاری چی دﺉ د بوش پر پل خپل پل
ایږدی .
له دننه زیانمنول ـ
د هغو عصبانی مناقشو علت چی په پنتاګون کی کیدې ، او هم د ځینو لوړچارو
جنرالانو لکه د هوایی ځواک د قوماندان جنرال موزلی غُصه ، اصلأ هغه اندیښنه ده چی وایی په اسلامی نړۍ کی به د «
ښورښی ضد » جګړو حالت ته د امریکایی پوځ وراچول ملی دفاع له دننه زیانمنه کړی او هم به په راتلونکې کی د غټو
ځواکونو لکه چین ، روسیې او حتی هند او پخپله اروپا پر ضد د امریکا وړتیا بی سېکه کړی .
په افغانستان
کی د صرف یو امریکایی عسکر کالنی لګښت درې لکه دیرش زره ( ۳۳۰۰۰۰ ) ډالره دی . د امریکا د هوایی ځواک جنګی الوتکي
په متوسط ډول ۲۴ کاله زړې دي .
لکه ما چی په دې وروستیو کی ویلی وو ، روسیه لګیا ده چی د خپلو سولېدلو سرحدونو
پر شاوخوا کوچنۍ جګړې جوړي کړی ، خو بیا یې هم خپله پوځی بلا پیاوړې ساتلې ده . هلته چین او هند هم پرله پسې لګیا
دي خپل وسلوال ځواکونه عصری کوی .
د امریکا د سمندری ځواک طیاره وړونکي لویی بیړۍ چی د امریکا د ستراتیژیکی
ځواک کلیدی پروژه ده ، همدا نن نن د درو نوو وسلو تر تهدید لاندی واقع دﺉ : لومړی ـ چینایی اصلاح سوي « ډی .
ایف ـ ۲۱ » نومی ۲۰۰۰ کیلو متره ویشتونکي توغندي چی کولای سی د رادار ، مصنوعی سپوږمۍ او بی پیلوټه طیارو
پواسطه پر دغو سترو بیړیو ور حواله سی . دوهم ـ د روسیې ګړندی « شکوال » ښامار نومی طیارې ، درېیم ـ د روسیې ـ هند
لخوا په ګډه د بیړیو ضد درې سوه کیلو متره واټنیزه تر ږغ چټک توغندي . دا هغه وسلې دي چی کولای سی امریکایی طیا
ه وړونکي بیړۍ د هیلیو غوندی ښکار کړی .
ولسمشر اوباما په اسلامی نړۍ کی پر چریکی جګړو باندی په خپل دغه
زیات تمرکز سره لویه اشتباه کوی ، حال دا چی د خپل مالی سقوط له امله د امریکا د نړیوال طاقت کلک سولېدل په باک
نه راوړی او هم هلته په آسیا او اروپا کی د نوو ستراتیژیکی پیاوړو سیالانو پر ظهور باندی سترګی پټوی .
پای