باران ډیرسخت وریده د اسمان له تالندې بریښنا سره به باران نورهم په
وریدو شروع کوله اوپرځمکی به یی وړی وړی پوکنۍ جوړولې همدغو سختو بارانی حالاتو زه دی ته اړویستلم چې باید
دباران څخه په یومحفوظ ځای کې پنا ه واخلم خودی پنا زه د یو داسې دنیا په غیږه کې واچولم چې ما یې هیڅ احساس نه
کاوه هغه دنیا د مینې اوعشق یوه داسې دنیاګۍ وه چې ما پکې تریو وخته ځان لکه دیو مفلس په شان چې ښار کې ګرځې او دڅه
اخیستو توان ونلری هوبه هو همداسې احساسواه دکمزوري احساس لدی ستړي ښار ووتم اوځانته می په جرات ورکولو سره
دهغی دبې مثاله حسن په ننداره کولو ځان مشغول کړ دهغې ماته هیڅ پام نه وهغه د خپلی بالاخانې دکټارې نه دباران له
وریدو څخه خوند اخیستو خو کله چې یی پرما سترګی ولګیدی سم د لاسه لکه داسمان دبریښنا د څرک په شان په وریځو کې
پنا ه شوه دغه حالت زه یو لوی ازمایش کې واچولم اوپه زړه کې مې دمینې اوعشق هغه جذبات راوپاریدل چې مخکې ورسره
هیڅ اشنا نه وم ددی دغه مدهوش کتل اوساحرانه حسن هغه څه وو چې دپاتې منزل په لورې مې دخپی مړاندې له حرکته ولویدې
اوتشی کټارې ته په کتو مې خپل ناقراره زړه ته ډاډ ورکاو خو زړه کله منله لکه دیو ماشوم په څیر په خپل ضد کې راس
ه په مخالف جهت کې واقع شو دزړه دعشق اومحبت دومره عظیمه لیوالتیا اوورسره په خواکې زما بی وسي اولاچاري داسم
ان په سترګو کې اوښکی وچې کړی اوپه قرار قرار د کورپه لورې راهې شوم کورته په رسیدو دخپل جیب څخه می دکوردانګړ
کیلی له جیبه راوویسته د قلف په خلاصید اوددروازی په بیرته کیدو سیده خپلی کوټی ته ورننوتم او پرکټ اوږد اوږد
وغوځیدم کوشیش مې کاوه چې خپل نارام احساس ته دمسافری په دغوو سختو شیبوکی لږ سکون ورپه برخه کړم چې په همدغه م
هال دکورددروازی ور وټکول شو دانو زه چې په کومه کوڅه کی اوسیږم زما یو نوی اشنا حېران صیب وو چې غوښتل یی ماس
ه وګوری له روغبړ ورسته می ترکوټی پوری بدرګه کړد لږی دمې وروسته مې تر وپوښتل حیران صیب خیر خو وو چې زموږ
دخوارانو خواته دی مخه کړه دهمدغی سوال سره خوا خوا کې مې په زهن کې داخبره ګرځیده چې څنګه زه دحیران صیب څخه دح
سن دملکې په هکله وپوښتم حیران صیب زما دسوال په ځواب کې دیو سوړ اسویلی له ویستلو څخه وروسته له جیبه دکاغ
ونو یو غټ بنډل راوویست او زما په مخکی یی کیښودل اوراته وویل ملګریه ددی وخت نقادان دی ام ( هم ) خدای لری له
خوصمته څخه به کار اخلی او دخلکو په شعرونو کې به ګوتې وهي ته وګوره مجبور صیب ته مې خپل دغه شعرونه ورکړی وو په
زیاترو یی راته په سره قلم اشاره کړی مانا یی داچې په دی کې څه نشته اوس ستا خواته راغلم که سمه نیوکه پری وکړی
نو اروا به مې خوشحاله کړې ما دحیران صیب خبرې داسې اوریدې لکه چې فکر مې بلې خواته وی همداسې هم وه ځکه خو تکراراً
مې پورته خبري پرې دوه ځلې تکرارې کړې بیا مې ورسره وعده وکړه چې ښه ده زه به یې په یو مناسب وخت کې وګورم پته نه وه
چې حیران صیب زما روحی وضعه له کومې شیبې څخه څارله اوڅه شان تغیر یې زما په څیره اوخبروکې احساساوه ځکه خویی له
ما څخه په یو خاص انداز کې پوښتنه وکړه .
ــــ ملګریه نن څه ډیرپریشانه ښکاری ؟
ما د خپل الوتی خیالاتود
بیرته راوستو کوښیښ وکړاو په یو غیر حقیقی شکل مې دهغه خبره په خنداکې واخیسته اوپه ځواب کې مې وویل:
ـــ نه ح
یران صیب دپریشانۍ څه داسې کومه خبره نشته هو ښه ده چې رایاده شوه یوه پوښتنه درڅخه کوم
ـــ سل پوښتنی خو وکه
ما وخت مناسب وګڼه زر مې خپله پوښتنه مطرح کړه ورته می وویل : حیران صیب داستاسو دکورمخامخ هغه بالاخانه
دچا ده
ــــ کومه بالاخانه بالاخانې خوډیري دي ؟
ــــ نه نه هغه کټار ه چې لری
ـــ ها ها هغه په موسکا شو
وویل لکه چې تا هم زړه بایلودی دی ؟
ما غوښټل چې اصلی خبره په هغه اودغه تیره کړم خو حیران صیب کله منله هغه
پوه شو چې زه دهغې دمینې په جال کې یو ګیر شوی کب یم ځکه خو یې دهغې په هکله په معلوماتو ورکولو شروع وکړه اودملګ
یه په تکیه کلام لفظ یی داسی وویل : ملګریه د ا یو ه ناواده شوی پیغله ده نوم یی بدري جماله ده دریس صیب فضل احم
د لور ده ما یې په خبرو کې ورټوپ کړحیران صیب په دغه زمانه کې اوبیا دغسۍ زوړ نوم باید چې ددی عصریو ښایسته نوم یې
پرې ایښې وای . حیران صیب په حیرانتیا سره ماته پورته اولاندې وکتل اوبیا یی وویل : ولی بدرې جماله څه بد نوم دی
؟
ــــ نه حیران صیب بد نوم نه دی په واقعیت سره دغه نوم ددی له ښایست اوباډې سره خوند کوی خو نن زمانه څه
بدله شانتې ده . دحیران صیب په شونډو مسکا خوره شوه اوویې ویل : زمانه نده بدله شوی زمانه هماغه ده ورځ هماغه ده
کال هماغه څلورفصله ده شپه هماغه ده لمرپر خپل وخت خیژي اوپر خپل وخت لویږي اصلاٌ خبره موږ کې ده چې خپل
واجونه موپریښی دي اودنورخلکو اومعاشرو تقلید کوو اوپه خپلو لوریانو د کریشنا، شیما ، زویا اوپه زامنو
دکیهان ، اسفند ، پایز نومونه ږدو . ماپدې خاطر چې زما بحث له حیران صیب سره علمي نشي نوبیرته مې خبره په بدری
جماله راوګرځوله اومې وی : ښه حیران صیب ستا ټولې خبري په ځای دي خبره د بدرې جمالې کوه . هغې دسرپه غوځولو راته
داسې وویل : لکه چې ډیریی ورخطا کړی یې که څنګه ؟ زما هم نورصبر ونشو اومې غوښتل چې داخپل زړګی ورتش کړم ځکه خو مې
داعتراف په ژبه ورته وویل : حیران صیب ته په الله یقین وکه چې له کومې شیبې څخه مې بدرې جماله لیدلې بیخې په بله
دونیا کې ګرځم نه پو هیږم چې خپل دې ناقراره زړه ته ځنګه تسل ورکم . حیران صیب زه پرشا وټپولم اوبیا یی داسې وویل :
ملګریه بدری جماله ډیر عاشقان لري هرعاشق کوشیش کوی چې دغه دحسن ښاپیرۍ دخپل کور د کوټې څراغ وګرځوی د هغه پلا
یو ازاد خیاله سړی دی هغه دبدری جماله لاس دهغه چاپه لاس کې ورکوی چې د هغې یو شرط ومنی هغه داخبره بده نه منی
چې ته ورته یاده کړی چې زما ستا لور خوښیږی اوزه غواړم چې واده ورسره وکړم دشرط داوریدو په خبره په فکرکې لاړم چې
اخر داشرط به څه وی ځکه خو مې سمدلاسه پوښتنه وکړه چې دادڅه شی شرط دی چې دومره عاشقان یی په یولوې ازمایښت کې
اچولي دي اوهیڅوک تردی دمه پدې ندي توانیدلي چې بدري جماله خپله کړی . حیران صیب د همدغې پوښتنې ځواب ورکولو ته
اماده ښکاریده هغې بل څه ونه ویل راساٌ یی دشرط په ویلو شروع وکړه اوداسې یې وویل : د بدري جمالې د پلارشرط دادی
که څوک غواړی زما دلور سره واده وکړی نو هغه دی داثابته کړی چې په افغانستان کې دجنګونو علت څه شی دی چې داغمیزه
نه ختمیږی . ددی خبری په اورید زما په څیره کې دخوښې نښې اونښانۍ ښکاره شوی اوپه زړه کې مې وپتیله چې ځه که خیروی
دامیدان به زه ګټم په همدی فکرکې وم چې حیران صیب زه یوې بلې خبرې ته متوجه کړم چې پام دی وي هغه څوک په خبرو کې نشی
څملولای هغې سره ډیرجامع معلومات او ځوابونه دي په یو نه یو سوال کې سړی بندوی اوپه اخرکې ورته دناکامې پارچه
په لاس کې ورکوي . ددی معلوماتو له اوریدواونورو خبرو وروسته حیران صیب له ماڅخه رخصت واخیست اوزه یی له یو
عالم خیالاتو سره یواځې پریښودم په فکر کې مې دشرط دځواب لارې چارې مطرح کیدلې اخر په یوه خبره مې پس له څوورځو فک
اوسوچه امنا اوسلمنا راغله دالله په توکل اوتکیه دحیران صیب په ډاد مې چې پلاریې یو ازاد خیاله سړی دی او دغه
خبره بده نه ګڼی چې زه هغې ته دلوردغوښتنې په خاطر یاده وکړم خپلی دخپی مړاندی مې کلکې کړی او دبدری جمالی دکو
په لوری راهي شوم کورته په رسیدو مې دهغی کورد دروازی ور وټکولو د لږ شیبی وروسته یو کس چې لوی چپن يی پرتن
واوپرسترګو یی عینکې وی دانګړ دروازه خلاصه کړه د ستړی مشې وروسته مې تری پوښتل صیب تاسې ریس فضل احمد یاست ؟
هغه په موسکا سره وویل هو امرخدمت ؟ نه صیب نه امردی اونه خدمت فقط زه غواړم چې له تاسو محترم سره په یو مناسب
ځای کې ووینم هغه هم لکه چې زما په مطلب پوی شوی وو نو په مسکا یی راته وویل راځه مهربانې وکه دکورڅخه به بل م
ناسب ځای چیرته وی . دهمدغې خبری په کولوسره هغه زه دکورانګړ ته ننویستم او بیا یی خپلی حجری ته رهنمایی کړم په
حجره کې دچای دنوش اوتکلف څخه وروسته ریس صایب زه داسې مخاطب کړم .
ـــ وایه ځوانه څنګه دی زما خواته پیښه
وکړه ؟
ما ترټولو لومړی ځان ورمعرفی کړ اودخپل دلوړو تحصیلاتو په هکله مې ورته معلومات ورکړ اوبیا مې
دپوښتنی دځواب کوشیش په دی طریقه وکړ :
ــ صیب زه منحیث د یوځوان اوتعلیمیافته کس غواړم چې ستاسو له لورسره
په افغانی اوشرعې طریقه سره نکاح وکړم اوپه دی توګه غواړم ستاسو په زولۍ کې ځا ن واچوم پدی کارکې ستاسو رایه
غواړم ؟
هغه له یو مسکا وروسته داسې وویل ځوانه ستا په څیردلته ډیرکسان زما دلور درشتې په خاطرراغلي مګرم
اسره په بحث کې ناکامه شوی دي مخکې لدی چې زه خپل شرطیه سوال تا ته ووایم غواړم چې د لومړی پړوا ورسته دغه بحث له
تاسره شروع کړم . زما په زړه کې ټکه ولویده چې دلومړي پړوا خو ماته حیران صیب څه نه ویلی چې دابه اوس څه وی په هم
دی فکرکې وم چې دی دخپل موبایل په زریعه بدري جماله له بلی کوټی څخه راوغوښته دهغې راتګ زموږ دناستې کوټې ته په
ما داسې یو حالت راوستو چې هیڅ مې ځان دهغې دحسن اوښکلا په مقابل کابو کولای نشو دهغې حسن ته داعتراف په رسم مې
خپلی سترګې لاندې واچولې . پلاریې بیل له کومې څه خبری هغې ته وویل : بدرۍ بچی دغه تن چې دلوړ تحصیلاتو خاوند دی
اوته یی ګوری چې له څیری یوښه تکړه ځوان دی داچې څومره علمی سویه اوخبری یی په بحث کې په کومه کچه دي دابه روسته
معلومه شي خو لومړی ستا رایه څه ده دزلمې دی خوښیږی اوکه نه ؟ بدری ما ته په کتوپه موسکا شوه اوخپلی سترګې دپ
ارپه مخکې لاندې واچولې اوله کوټی ووته پلاریی په خندا شو اوویی ویل: ځوانه پدې پړوا کې خو بریالی شوی اوس راځه
زما شرطیه سوال ته غوږ شه ! په افغانستان کې دجنګونو علت څه شی دی اوولې داغمیزه نه ختمیږی؟ څرنګه چې له ماسره
ددغې سوال دځواب به هکله له مخکې څخه تیاري موجوده وه نو دځواب په ویلو مې داسې شروع وکړه داچې په افغانستان کې
دجنګونه علت څه دی اوداغمیزه ولې نه ختمیږي زما په اند د وه خبري دي یو ه خپله دافغانانو دتعلیمي سطې ټیټوالی
اوورسره خواکې غربت چې له دی دوه منفې پاینټونو څخه وطن دوښمنانان په خپله ګټه کاراخلی او افغانان په غیرارادی
ډول دخپلو خواهیشاتو لپاره قربانوی . بله دوهمه خبره خارجې مداخلت دی داکه په هرمانا اوبڼه وی افغانان ورسره
موافق ندي دمثال په ډول روسان راغللل ټوله دونیا اوافغانانو ورسره مخالفت وښود بیا دطالبانو ترشا دپاکستان
اس وو پآکستان په دی طریقه غوښتل چې خپل لاس پوڅې حکومت پرافغانانو تحمیل کړی نو هغوی دنورګاونډیانو په مالې
مرسته دمقاومت لړې پیل کړی چې په دی کی دستمبر یولسمه پیښه رامنځته شوه چې په نتیجه کی دطالبانوحکومت ونړیدو
امریکا يان افغانستان ته راغللل اوس امریکا هماغسې چې روسان دونیا ته تهدید ووامریکایان هم زموږ ګاونډی
هیوادو ته یولوی تهدید دی اوپه نه یوه نوعه شکل غواړی چې امریکایان دلته مصروف وساتی ترڅو شوق یی په افغانستان
کې ختم اوموږ یی له شرڅخه په امان کی شو نو دهمدی هدف لپاره دوی ساده لوح افغانان دخپلی موخې لپاره استمالوي ځکه
خو داغمیزه روانه ده اونه ختمیږي . زما ددې لنډ شانتې ځواب اولیکچر څخه وروسته ریس صیب ګوته په غاښ شو اوپه ځی
ځیریی راته کتل دیو څو لحظې خاموشۍ وروسته یی وویل : افرین ځوانه ما همداسې کس له خدای غوښتو چې زما په څیر نظر و
ري دادی ته مې پس له څوکلو اوورځو پیدا کړی زه اوس پدی پوهیږم چې ته یو محب وطن شخصیت یی اوبه نه غواړی چې یو م
نفی قدم دخلکو اوهیواد په وړاندی پورته کړی چې ددی کارسره به زما دلور ژوند ستا دروڼ فکر دسیوری لاندې ښه تی
یږی زه اوس تا ته اوس ددی خبرې زیری درکوم اووایم چې بدری جمالې دی تاته مبارک شي . ماچې کله داخبره واوریده
دخپلی مینې دونیا اوښارته دیوداسې فاتح په څیرورننوتم لکه سکندرمقدونی به چې یوښآرته له لوی لښکرسره ننوتو د
يری خوشالۍ ترڅنګ مې د ریس صیب پرپوهې اوعظمت فکرکاوه چې داڅومره سنجیده اوپه ځای شخصیت دی بالاخرزما دناقرارې
مینې هوس هم پوره شوه زه اوس له خپلی بدری سره په خوښۍ دژوند شپې اوورځې سبا کوم .