د مېرمن ستارې اڅکزۍ شهادت
طور د خټو کاڼو جوړ بد
نگه غر وو
چي ايرې شو نوم يې شو په جهان ياد
شين زمرى پخپل نرتوب توره يادېږي
که يې تن ذرې ذرې کاندي
صياد
اور پخپله سوځي ځکه سوځول کا
دانه خاوري شي پټى کاندي
اباد " غني"
د کندهار په ښار کي د اپ
يل پر ١٢ مه د مېرمن ستارې اڅکزۍ قتل واقعا يو نامردانه او کرغېړن بريد وو. همدا راز، په سپينه ورځ
يوه صادقه او خدمتگاره مېرمن د خپل کور مخته وژل د ټولو افغاني اصولو او قدرونو څخه څرگنده سرغړونه هم ده.
د مېرمن ستارې اڅکزۍ ټرور ځکه ناځوانه کار بولم چي حتما به څلورو واړو طالبانو برېتونه او ږېري
هم درلودې؛ خامخا به پر موټرسيکلانو سپرو طالب قاتلانو ددغي خدمتگاري او بېدفاع استادي شهادت ته نقشه او
دسيسه هم تړلې وه؛ او هرومرو به پدې بزدلانه حملې کي د کندهار د کمزوري مدني ټولني د بشپړ تباه کولو تور او
لغوړن نيت هم نغښتي وو. کنې په بل صورت کي څنگه کېداى سي چي څلور افغان مړونه دي دونه خوار او ذليل سي؟
د نورو ټولنو په شان، په افغاني کلتور او تاريخ کي د يوې بېدفاع ښځي ټرور او وژلو ته شرم او بې ننگي ويل کېږي. ښځه ناموس او ننگ گڼل کېږي. او ښځو، ماشومانو او کمزورو کسانو ته پناه ورکول مېړانه بلل کېږي. ښځي ته احترام د افغاني فرهنگ يو بارز او منل سوى دود دى. له بده مرغه، طالبانو له اوله سره همدې دروند افغاني اصل او اخلاقي ارزښت ته په سپکه سترگه کتلي دي، او هر چيري چي يې لاس بر سوى دى، سخت گوزارونه يې پرې کړي دي. هغوى د تعليم يافته او منورو افغاني مېرمنو سره خپله ړنده بدي پوره پاللې ده، په تېره بيا د هغو مېرم نو سره چي د خپلو حقوقو، مساوات، برابرۍ، او موجه غوښتنو لپاره مبارزه او فعاليت کوي. لنډه دا چي طالبانو تل د افغاني مېرمنو پرحقه حقوقو باندي تېرى کړى دى.
دغه راز، د مېرمن ستارې اڅکزۍ وژل د طا بانو نه بخښونکى جنايت گنم. د يوې ښځي قتل او ټرور له سره بربريت او وحشت بولم. په ټولنه کي، ټرور او ډار خورول ناروا گڼم. طالبانو په کندهار کي د ډار د خورولو لپاره تل پاسته او اسانه اهداف په نښته کړي دي. د مې من کاکړ قتل، د مکتب پر معصومو نجنو باندي تېزاب پاشل، معلمان او د ټولني خدمتگاران وژل، او د ميوند د قتل سمي مسوليت منل، د طالبانو د ناروا بغاوت او تشدد فقط څو وروستۍ بېلگې دي. په يوه ټولنه کي، د اجتماعي خدمتگارانو وژل د بشري وجدان او عاطفې د کامل سقوط ښکاروندى دى. همدا سقوط د اخلاقي اصولو کمزورتيا ښيي. همدا راز، په ټولنه کي د قانون او امنيت پر څرگند نشتوالي باندي دلالت هم کوي.
مېرمن ستاره اڅکزۍ د کندهار د ښار يوه سپېڅلې او خدمتگاره استازي وه. هغه د کندهار د ښځو د نهضت يوه مخکښه فعاله غړې وه. مېرمن ستاره اڅکزۍ د کندهار په يوې درنې، منوري، او مبارزي کورنۍ پوري اړه لري چي تاريخ يې د بچه سقاو پر ضد د کندهاريانو مبارزاتو ته رسېږي. د بچه سقاو تر قيادت لاندي د تېارو او ارتجاع استازو هم په افغانستان کي د مدنيت او قانونيت دخورېدو سره مخالفت کاوه. د بچه سقاو پلويانو هم له مکتب، معلم، او رڼا څ خه ډار او کرکه لرله. هغوى هم د ښځو د ښوني او روزني سره، هم د کار او فعاليت سره، هم په اجتماعي او سياسي اموروکي د گډون سره، او هم د ښځي له جنس او نوعيت سره دښمني لرله. نن ورځ، طالب جگړماران هم د بچه سقاو د ډانگيانو په شان،په ټولنيزو او ورځينو چارو کي د افغاني ښځو له هر راز فعاليت او برخي سره حساسيت او تبه لري. د هغوى په گومان د ښځي ځاى کور او گور دى.
د مېرمن ستارې اڅکزۍ شهادت اخلاقي او اسلامي ضد ځکه بولم چي حتى په جنگي شرايطو کي هم د ملکي کسانو په نښه کول جنايت او بشري ضد عمل دى. ټولو مدني، بين المل ي، او مذهبي قوانينو د ملکي کسانو وژل منع کړي دي. ځکه د ملکي کسانو وژل د غير متمدنيو او وحشي خلکو کار دى. همدا عمل سپېره ټروريزم دى. ناروا او کرغېړن دى.
د مېرمن ستارې اڅکزۍ ټرور اسلامي ضد ځکه بولم چي اسلام د يوه بېگناه بني ادم وژل د ټول بشريت قتل گڼي. دغه راز، د يوه بني ادم ژغورل د درست انسانيت نجات بولي. ب خوا، اسلام معين او ټآکلي جنگي قوانين لري. " د خداى په لاره کي د هغو کسانو سره جنگ ته ور ودانگئ چي ستاسو په لوري د جنگ په نيت در روان وي. په عين حال کي، تېرى او تعدى مه کوى، ځکه چي الله پاک ظالمان او متجاوزين نه خوښوى" ( بقره، ايه ١٩٠). دغه راز، په گڼ شمېر اسلامي احکامو او قوانينو کي د ملکي کسانو، ښځو، ماشومانو، او زړو وژل منع سوي دي. د دښمن وني او باغونه وهل او پر دښمن باندي د اوبو بندول هم منع دي.
نن سبا، د طالبانو او القاعدې ټروريزم د اسلام او مسلمانانو لپاره ډېر گران تمامېږي. دوى کور له دننه خرابوي. د اسلام په نوم جنايت او قتل کوي. دوى يو دين او تمدن يرغمل کړى دى. دوى د دين تر چتر لاندي ډار او ټرور خوروي. نورو جهانيانو ته اسلام او افغانان شډل، بې فرهنگه، او خطرناکه معرفي کړى دى.
بل پلو، د مېرمن ستارې اڅکزۍ شهادت او مظلوميت د کندهار مزمنه بې امني نوره هم را برسېره کړه. کلونه کلونه
کېږي چي بد امنيت، خراب اقتصاد، او بې پروا حکومت په ښار کي د هر راز پرمختگ او انکشاف مخه نېولې ده. د طا
بانو د رژيم تر رانسکورېدو را وروسته، د کندهار چارواکي د امنيت، بياودانولو، او اقتصادي انکشاف په را وستلو
کي سخت تر شا راغلى دي. که څه هم تېر والايان يا ډاکو، يا غله، او يا هم بېکاره او لټ وه، خو اوسنى وا
ى ښاغلى توريالى ويسا هم د نامه خاوند دى، هم يې عالي تحصيلات کړى دى، او هم خپله د ښار بچى دى. نو ځکه
زياترو کندهاريانو ښه هيله او نېک نظر ورته لره، خو له بدمرغه، د ډاکټر ويسا په دوره کي هم د امنيت د ټينگولو
او هم د اقتصادي ودي د راوستلو لپاره کم خاص د پام وړ کار ندى سوى. حتى په ځينو مواردو کي خو څه نور شاتگ هم سوى
دى. دکندهار چارواکي بايد اجازه ور نه کړي چي د پردو په لسمون طالب جنايتکاران د ښار پر مدني ټولني، مخو
و، او منورو اشخاصو باندي خپل مرگاني گوزارونه جاري وساتي. د کندهار د ښار امنيت فقط پنځه زره کسيزي م
جهزي، پاکي، با دسيپلنه، او جنگي امنيتي قوې ته اړتيا لري. عامه کندهاريان د القاعدې ټروريسټانو او طلب
جگړمارانو سره هيڅ ډول علاقه او مينه نلري. کندهاريان پاک، موثر، او خدمتگار حکومت غواړي. کندهاريان
د خپلو چارواکو څخه خدمت، کار، او پوره توجه غواړي. والسلام.