دخوښۍ زېری :افغانستان نړيوالې اتلولۍ ته لار وموندله .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25415
ن ٠ مومند
دخبریدو نیټه : 2009-04-29

 

نن په کویټ کې افغاني شازلمو نیپال ته په ماتې ورکولو سره نه یوازې ځانونه پایلوبې ته ورسول  ، بلکې ددې جوګه شول چې د٢٠١٠ کال  دتنکیو زلمیانو په نړيوال جام (اتلولۍ)  کې برخه واخلې . چې په کينيا(Kenya ) کې به د٢٠١٠ م کال  د فيبريوري په م ياشت پيل کيږي . او شپاړس لوبډلې به پکې برخه اخلي . او دا اتلولي په هرو دوو (٢) کلو کې سرته رسيږي .نن دنيپال وبډلې پچه وګټله او منډې جوړول يې غوره کړل . په ټاکل شوو اوورونو کې يې داتو لوبغاړو په سوځېدو سره  ١٨٦  م نډې يې جوړې کړې چې دا دافغان پنډسک اچونکو (بالرانو)د وړتيا څرګندوي کوي . افغانستان د١٨٧ منډو دموخې پوره کولو پاره ملا وتړله او دا موخه دڅلورو لوبغاړو په سوځېدو سره   ٤٧،١ اوورونو کې لاس ته راوړه او نيپال ته په ږو وېکټو ماتې ورکړه .   ايمل وفا ٦١  او اصغر هوتک ٤٧ په منډو جوړولو سر ه ښه وځلېدل  ,   پیاوړی ایمل وفا دلوبې غوره لوبغاړی   غوره شودافغانستان پايلوبه , به  سبا نه بل سبا د هانګ کانګ سره وي . د ب ي په هيله 

 .د١٩  کلنو زلمیانونړيوالې اتلولي تر اوسه  کومو هيوادونوچي ګټلې ده :

            استراليا :١٩٨٨  او ٢٠٠٢   انګلينډ١٩٩٨  پاکستان ٢٠٠٤ او ٢٠٠٦  انډیا(هندوستان) ٢٠٠٠ او ٢٠٠٨