ډیلي تیلګراف: د براون پخوانیو کړنو قوماندانان خفه کړي وو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25432

دخبریدو نیټه : 2009-04-30

ډیلي ټیلګرواف:

ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی

 

په لندن کې  خپریدونکي ورځپاڼي ډیلي تلګراف په وروستۍ ګڼه کې  افغانستان او پاکستان ته د انګلستان د لومړي وزیر ګورډن براون  د سفر په اړه یوه مقاله لیکلي او  په یوه برخه کې لیکي ممکن ډیر لږ شمیر کسان وي چې د ګورډن براون له دې خبرې سره چې وایې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیممه د ترهګرو پټۍ ده مخالف نظر ولري،  دا یو واقیعت دی چې د تروریستي پلانونو دوه پر دری له همدې سیمې څخه طرحه کیږي او له همدې ځایه  څخه د طالبانو قوماندانان په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو او د پاکستان  د ح کومت په ضد حملې تنظیموي.

ډیلي تلګراف لیکي که چیري یوه سیمه د جګړې د لومړۍ لیکې په توګه ونوماوه دا به د پاکستان سرحدي سیمه وي.

ورځپاڼه زیاتوي په دې اړه د ښاغلي براون خبري نشي ردیدلای خو اصلي خبره دا ده چې بروان د مسالې  د حل په اړه کومه لاره غوره کوي.

د ورځپاڼي په باور د انګلستان صدراعظم بروان تر اوسه دا لیوالتیا نه درلوده چې د انګلستان د پولو بهر دې

خپلو پوځي پروګرامونو ته پام واړوي  دې کار تر ډیره حده د انګلستان پوځي قوماندانان خفه کړي دي.

ډیلي تلګراف لیکي د  ښاغلي بروان خبرو ته په پام د افغانستان او پاکستان د خلکو سره دا هیلي پیدا شوي چې ده به د انګلستان د پارلمان په غونډه کې افغانستان او پاکستان ته د خپل سفر د رابور وړاندي کولو په مههال یوه بشپړه او هر اړخیزه ستراتیژي هم وړاندي کړي.

د و ځپاڼي په باور تر ټولو مهمه دا ده چې په هلمناد کې ډیره انګلیسي ځواکونه باید چې په اصلي وسلو او وسایلو سمبال ي او د برې لپاره باید د عکسرو کافي شمیر هم موجود وي.

ډیلي تلګراف لیکي دا سمه ده چې د روان مالي بحران له وجې اقتصادي وضعه سمه نه ده خو دا باید هم له یاده و نه ایستل شي چې د افغانستان پوځي عملیات لومړیتوب لري.