د افغانستان سنوکربازان چین ته ورسیدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25441

دخبریدو نیټه : 2009-04-30

ميرويس جلالزي

د ملي المپیک کميتې د رسنیو د چارو مسول خبر ورکړ چې د هیواد د سنوکر لوبې د ملي لوبډلي دوه تکړه  غړي چین هیواد ته   د سنوکر په آسیايي لوبو کې د ګډون لپاره رسیدلي دي.
دغه لوبې د ثور میاشتې  په دوهمه د چین په پلازمینه بیجن  کې  پیل شوي دي.
دغه دوه سنوکربازان هر یو صالح محمد او محمدنادر چې د افغانستان په استازي توب په چین کې وبې کوي د هیواد په کچه د دغې لوبې د  وتلو څیرو په توګه پیژندل کیږي.