اسوشیتت پرس:ملابرادر د نویو بریدونو ګواښ وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25474

دخبریدو نیټه : 2009-05-02

اسوشیتت پرس:ملابرادر د نویو ب یدونو ګواښ وکړ

سرچینه: اسوشیتت پرس خبري آژانس
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د طالبانو عم ده قوماندان ملابرادر  اخند په را روانو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر وړاندي دخپلو بریدونو  د شدت خبر ورکړ.

نوموړي ویلي چې د نصرت په نامه د طالبانو د دغو بریدونو لړۍ  د پنج نبې په ورځ پیل شوي ده.
د بریدونو په دغه تازه فصل کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندي وسله والې  حملې، ځانمرګي بریدونه  او بمي چاودنې  شاملې  دي.

ملابرادر چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مرستیال دی په یوه بیان  کې ویلی چې د نصرت په نامه دغه عملیات به د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو ځواکونو او د هغو افغان چا واکو پر وړاندي پیل شي چې د هغوي ملاتړ کوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله  مجاهد هغه بیانیه رسنیو ته  په  ټلیفون ولوسته چې پکې له برادر  اخند په  نکل راغلي وو چې  افغانان اوس د ځان  د دفاع او د خپلې  خاورې د آزدولو احساس کوي او اړتیا ویني چې په خپله لاس  په کار شي نو اوس ناټو او امریکا د افغانانو دغه حالت ته په کتو سره افغانستان ته نور سرتیري استوي.
اسوشیتت پرس لیکلي چې امریکا غواړي په روان کال کې ۲۱ زره نور پوځیان افغانستان ته واستوي تر څو له مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي سره مقابله وکړي او د امریکې  جنګي قوماندانانو هم  وړاندوینه کړي چې ښایې په را روان دوبي کې د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلو  ګچه نوره هم لوړه شي.
د چهارشنبې په ورځ اسټرالیا اعلام وکړ چې افغانستان ته به څلور نیم سوه نور تازه  دمې  عسکر  یږي چې افغانستان  کې  د راتلونکو  ټاکنو د امنیت  د خوندي توب او همدا راز د افغان سیمیزو ځواکونو په روزولو کې ونډه واخلي.
له دې سره به  په افغانستان کې د اسټرالیا د سرتیرو شمیر ۱۵۰۰ تنو ته ورسیږي.
د ام یکا ولسمشر بارک اوبهاما د اسټرالیا لومړي وزیر کیفن اوډ ته په یوه ټلیفوني اړیکه کې د دې  کار  څخه خپله مننه څرګنده کړه او زیاته یې  کړه چې د هغه د مننې دغه  پیغام د اسټرالیا ټولو خلکو ته ورسوي.
په ورته وخت کې  د تیرې چهارشنې  په ورځ د بریټانیا لومړي وزیر ګورډن بروان هم  ژمنه وکړه چې په موقتي ډول به  د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو دمخه د خپلو سرتیرو شمیر  له ۷۰۰۰ څخه ۹۰۰۰  تنو ته پورته  کړي.
 
.