کرسیشن ساینس مونیتور:دطالبانو خبرداری جدي دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25497

دخبریدو نیټه : 2009-05-03

سرچینه: کرسشن  ساینس مونیتور

 

د کرسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکي چې طالبانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د حکومت او خارجي عسکرو په خلاف په دې دوبي کې خپل عملیات سخت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او متحد ملکونه یې غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د پراخېدونکي تهدید د مخنیوي لپاره د خپلو قواوو اندازه زیاته کړي.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو په خپل ویب سایټ الاماره کې ویلي چې دوی به نوې حملې او کمینونه سر له پنجشنبې پیل کړي.

په رپوټ کې د طالبانو پر ویب سایټ باندې د خپور شوي بیان ‏ذکر شوی چې پکې ویل شوي: اوس چې امریکا او ناټو پ یکړه کړې چې افغانستان ته نور عسکر واستوي، ځکه نو افغانانو هم په ځواب کې ددې مسئولیت احساس کړی دی چې د خپل ملک د دفاع او آزادولو د مبارزې په لاره کې په عاجلو ځوابي عملیاتو لاس پورې کړي. د طالبانو په بیان کې راغلي: د دوی د عملیاتو هدف به د اشغالگرو قواوو عسکر، دیپلوماتیک مرکزونه، عسکري متحرکې گزمې او د گوډاگي حکومت عالي رتبه چارواکي وي.

کریسچن ساینس مانیټر لیکي، د لویدیځ ملکونه په دې تمه افغانستان ته نور عسکر ورلیږي چې د ت دد نه ډک دغه جریان مخه ونیول شي. ددې علاوه چې ٢٠ زره امریکايي عسکر افغانستان ته د تللو لپاره تیار ناست دي، برتانیې او استرالیا هم ژمنه کړې ده چې دغه ملک ته اضافي عسکر ورلیږي.

ورځپاڼه وايي، د برتانیې صدراعظم دا خبره وکړه چې د افغانستان د آینده انتخاباتو د امنیت د نیولو لپاره به ٧٠٠ عسکر لیږي.

له دې سره به په افغانستان کې د برتانوي عسکرو ټول شمیر ٩ زرو ته ورسیږي چې اکثره یې په هلمند کې دېره دي چیرې چې د طالبانو واک تر بل هر ځای ډیر قوي دی.

گورډن براون وايي: "زموږ ستراتیژي دا ده چې دا خبره یقیني کړو چې افغانستان کافي قوت لري او پر طالبانو باندې غالب کېدای شي".

د کرسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکي استرالیا هم افغانستان ته د ۴٥٠ تنه نورو عسکرو د لیږو ژمنه کړې ده. ورځپاڼه وايي، له دې سره به په افغانستان کې د ټولو بهرنیو قواوو شمیر ٩٠ زرو ته ورسیږي.