سرچینه: د امریکې وا
نګټن پوست ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکې واشنګټن پوست ورځپاڼي د راتلونکي ولسمشرۍ د کاندیدانو له ډلي د اوسني ولسشمر حامد کرزي او د هغه د نویو مرستیالانو په باب یوه مقاله لیکلي دي.
حامد کرزي که څه هم په صریح ډول دا نه دي ویلي چې مارشال قسیم فهیم به د ده مرستیال وي خو یو ځل یې په یوه خبري غونډه کې دې موضوع ته برسیرنه اشاره وکړه.
واشنګټن پوست لیکي چې مارشال قسیم فهیم د طالبانو پر وړاندي د امریکې د ایتلاف کلیدي غړی وو او د شوروي ځواکونو پر وړاندي جهاد کې یې هم فعال رول درلود.
د ورځپاڼي په باور چې مارشال فهیم هم چندان ښه سابقه نه لري ځکه چې د تنظیمي جګړو پر مهال هم د نظار شورا د یوې خاښي قوماندان پاتي شوی وو.
واشنګټن پوست په خپله دغه مقاله کې د ځينو افغانانو هغې اندیښنې هم را اخلي چې وایې په راتلونکو ټاکنو کې د جنګ سالارانو واک ته رسیدل د ملک په خطر تمامیږي.
اوس داسي ویل کیږي چې ح امد کرزي داسي یو کس د خپل یوه مرستیال په توګه ټاکلی چې ډیر خلګ په سمه سترګه نه ورته ګوري او خلګ د انتخاباتو وروسته د حامد کرزي د احتمالي نوي حکومت په ترکیب کې د جنګ سالارانو له شتون څخه په ویره کي دي.
وا
نګټن پوست لیکي چې د کرزي دغه کار افغانان مایوسه کړي او خلکو ته یې ټکان ورکړی دی.
ورځپاڼي د افغانستان د بشر
د حقونو د خپلواک کمیسیون له ویاند نادر نادري څخه په نکل د مقالې په یوه بل ځای کې لیکلي چې په افغانستان
کې سیاسي مذاکرې د یوه غوره سیاست د موندلو لپاره نه بلکې د څوکۍ او مقام د بیا ولکه کولو لپاره تر سره کیږي.
نادري ویلي چې د بشر د حقونو سرغړونکي د حکومت په جوړښت کې تر ځای پر ځای کیدو وروسته د خلکو باور په حکومت کمولای شي دا ځکه چې خلګ نه غواړي د بشر د حقونو سرغړونکي او تر پښو لاندي کونکي بیاځلي د واک په ګدۍ کښینې.
واشنګټن پوست د مقالې په پای کې لیکي چې که څه هم حامد کرزي تر اوسه په واضح ډول خپل کاري ټیم نه دی اعلام کړی خو خلګ د پردې تر شا سیاسي جوړ جاړیو ته په کتو سره اوس د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مش وعیت او بي پري توب هم شک لري.