والستریت : دهمکارۍ پل نه دی سوځیدلی رنګ یې تور شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25542
ژباړه او ت تیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2009-05-05

سرچینه والستریت ژورنال و ځپاڼه
د امریکې والستریت ژورنال ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې واشنګټن ته د افغان او پاکستاني ولسمشرانو د سفر په اړه یوه مقاله لیکلي.

ورځپاڼي لیکلي چې د امریکا نوی ولسمشر اوس غواړي چې دغه دوه ملکونه په ډیره نژدې همکارۍ سره په قبایلي سیمو کې د طالبانو مخه ډب کړي او د هغوي فعالیتونه په ټپه ودروي.

والستریت ژورنال یکي چې کرزی، زرداري او اوبهاما به د چهارشنې په ورځ  په واشنګټن کې سره وګوري.
د ورځپاڼي په باور امریکايي چارواکي په دې لټه کې دي چې یوه واحده ستراتیژي د طالبانو د ماتولو لپاره رامنځ ته کړي چې په خاصه  توګه به د افغانستان او پاکستان تر منځ په پرتو سرحدي پولو کې پلي شي.

د امریکي د دفاع او بهرنیو چارو وزارت یو شمیر چارواکو والستریت ژورنال ورځپاڼي ته ویلي چې امریکا کرزی په دې ګرم بولي چې  په حکومت کې یې ادراي فساد ډیر شوی او دغه کار د امریکې او افغانستان د اړیکو اوږد مهالي انځور ته سخت تاون رسولی.

خو په همدې وزارتونو کې یو شمیر نورو چارواکو بیا ویلي چې ښایي کرزی بیا هم انتخابات وګټي لیکن د کابل او واشنګټن تر منځ دومره هم اړیکي نه دي خرابي شوي چې سره پرې شي.

د امریکې په دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کې یو شمیر چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان او امریکې تر منځ د اړیکو د پله رنګ تور شوی خو سوځیدلی نه دی او لا یې هم لرګي د دې توان لري چې سړی پرې تیر او بیر شي.

د کرزي او واشنګټن تر منځ وروسته تر هغه اړیکي څه نا څه خرابي شوې چې کرزي د امریکې د تمې خلاف په دې ورستیو کې ځان ایران  او روسیې ته ور نژدې کړ.

والستریت ژورنال لیکي چې اوس امریکا بیا هم د کرزي وجود مهم بولي او هڅه کوي چې د کرزي او زرداري په مټ د قبایلي سیمو د اقتصادي  پرمختګ تر څنګ په دریو اړخیزو نژدې همکاریو دغلته د طالبانو مخ پر زیاتیدونکي نفوذ له مینځه یوسي.