انټرفاکس: د روسیې ټول مخدره توکې د افغانستان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25640

دخبریدو نیټه : 2009-05-09


سرچینه: د روسیې انټرفاکس خبري ژانس
ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی

د روسیې ولسې  جرګې  له  ملګرو ملتونو او اروپايی هغو هیوادونو چې په افغانستان کې ښکیل دي غوښتنه کړي چې په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر وړاندي جدي ګامونه پورته کړي.
انټرفاکس د روسیې د پارلمان له ریس بارز ګریزلوف څخه په حواله خبر ورکړی چې مسکو ته وا دیدونکي ټول مخدره توکي د دغه هیواد  له جنوبي ګاونډي افغانستان څخه د منځنۍ آسیا د هیوادونو له لاري لیږ دول کیږي.
ښاغلی ګریزلوف له ناټو تړون  څخه هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان شمالي پولي ټینګي کړي ځکه چې دغه پولي تل د قاچاقبرو له خوا روسیې  ته د مخدره توکو د لیږدولو لپاره د یوه پله  په توګه کارول کیږي.
انټ فاکس  لیکي چې د افغانستان په مسله  کې  ښکیل  هیوادونه باید د مخدره توکو د قاچاق او تولید په مخ نیوي کې فعال رول ولوبوي.
د روسیې  د ولسي جرګې ریس انټرفاکس  ته ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد عم لیات تر سره کیږي خو دمخدره توکو پر ضد چې تر ترهګرۍ لږ  خطر نه لري ولي مبارزه نه کیږي.
روسیې چارواکي وایې چې د روان میلادي کال له پیل راهیسي یې له افغانستان څخه دغه هیواد ته لیږدول شوي ۱۵۰۰ کیلوګرامه هیروین ضبت او مصادره کړي دي.
انټرفاکس لیکي چې د روان کال په دریو میاشتو کې د تیر  کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله د هغو هیروینو په صادراتو کې چې له افغانستان څخه روسیې ته قاچاق شوي دری ځله ډیر والی راغلی چې دغه مسله د مسکو لپاره د شدیدې اندیښنې وړ ده.
د روسیې  د پارلمان یوه بل غړي ښاغلي ایوانوف انټرفاکس  آژانس ته ویلي چې م خدره توکي د افغانستان په هغو سیمو کې زیات کرل کیږي او په تولیداتو کې یې هم هغلته زیات والی راغلی چېرته چې د ناټو او نړیوال ایتلاف  ډیر ځواکونه شتون لري.
ایوانوف وویل چې د  تیرو لسو کلونو راهیسي له افغانستان څ خه روسیې ته د قاچاق شویو مخدره توکو په اندازه کې لس چنده زیاتوالی راغلی.
مسکو ویلي چې د  اروپايی هیوادونو په پرتله دغلته په مخدره توکو د روږدوکسانو  شمیره له پینځو څخه نیولي بیا تر اوه فیصده لوړه ده.
انټرفاکس آژانس  په روسیه کې په  مخدره توکو د  اخته  کسانو شمیر  له  المان سره  پرتله کوي او وایې چې د روسیې په لارو  کوڅو کې  په مخدره توکو د روږدو کسانو شمیر د آلمان په پرتله شل ځله لوړه ده.
د روسیې د ولسي جرګې ریس بارزګریزلوف له  نړیوالي ټولني وغوښتل چې له  مخدره توکیو سره د یوې سیمیزې انجې په توګه مبارزه وکړي ځکه  چې دغو توکو ټولي سیمې ته ګواښ متوجه کړی دی.