انتخابات، فرصتونه، او ډاکو فهيم
په تېره اونۍ کي د افغانستان په انتخاباتي پروسې کي څو مهمي پېښي را مينځته سوې. دلته هڅه سوې ده چي د هري حادثې په باره کي لنډه تبصره وسي او هم يې ځينو مهمو دلايلو او عواملو ته اشارې وسي. لمړى، ښاغلى کرزي د شمال اتيلاف مشهور ډاکو او د بشر د حقوقو لوى متجاوز قسيم فهيم خپل لمړى مرستيال ونوماوه؛ دوهم، د کرزي سفر امريکا ته او د امريکايي چارواکو سره د هغه د کمزوري مشرتابه په باب زياتېدونکې اندېښنې دي؛ دريم، جمهوري رياست مقام ته د ښاغلي اشرف غني کانديدېده دي؛ او بالاخره څلرمه پېښه په فراه کي د عامه خلکو قتل عام دى.
لمړى، تې ه اونۍ ښاغلى کرزي يو ځل بيا د افغان ولس پر ټپونو باندي نوره مالگه ودوړوله، او د شمال مافيا نامتو قاچاقبر سيم فهيم يې خپل لمړى مرستيال وټاکى. که څه هم، د ډاکو فهيم د نومولو وروسته پدې باب په افغاني م طبوعاتو کي يو شمېر مقالې خپرې سوې، خو د کرزي د محرک په باب چندان څه ندي ويل سوي. مانا دا چي ولي ښاغلي کرزي فهيم انتخاب کړ؟ ايا فهيم به په انتخاباتو کي د کرزي لپاره گران او مرگانى تمام نه سي؟
ښاغلي کرزي ځکه فهيم بيا په غېږ کي ونيو چي هغه پوهېږي چي دا ځل به په پښتني سيمو کي کرزي او د هغه پښتون ضد ټيم ته چندان څوک رايه ور نه کړي. ځکه پښتنو ته د تېرو اتو کلونو ترخو تجربو دا وښوده چي د هغوى لپاره تر کرزي دوستم، پدرام، او حتى بچه سقاو هم ښه او بهتره دى. ځکه په هغه صورت کي به د پښتنو تکليف معلوم وي، موږ به پدې پوه يو چي د يوه ومي غليم سره مخامخ يو. خو دمگړى خپل مو وژني او نوم مو هم ورسره بد دى. په اغلب گومان کرزي د افغانانو همدا احساس درک کړى دى، او پوهېږي چي د جمهوري رياست د بيا تر له لاسه کولو لپاره مجبوره دى چي يو ځل بيا د پخوانيو اتلانو او جنايتکارانو سره بايد ايتلاف وکړي. هغه پوهېږي چي دا پلا په پښتني سيمو کي انتخابات ممکن ندي، او که چيري په ځينو ښارونو کي هم د انتخاباتو فرصت برابر سي، بيا نو پښتانه ده ته قطعا رايه نه ور کوي. نو بنا، د ډاکو فهيم سره معامله ښايي د شمال ولايتونو ځيني رايي د کرزي ټکټ ته را جلبي کړي. مگر زه باور لرم چي د کزري همدا اټکل سخت سست او لرگيني پښې لري. کرزى په پښتنو کي رټل سوى دى، نو بنا پردو ته اړ سوى دى. کله چي يو سياستوال خپل بېس او اډه له لاسه ورکړي، د هغه سياستوال زوال او سقوط حتمي او مسلم دى.
بلخوا، د فهيم انتخات پښتنو ته يو ډول چلنچ هم دى. په بل عبارت، کرزى پښتنو ته وايي چي لاس مو تر لندنه ازاد.( نه تاسو ماته رايه راکوئ او نه هم زه تاسو ته کمه اړيتا لرم.) زه پوره باور لرم چي د کرزي همدا سياسي گستاخي به خامخا د هغه تور او کرغېړن پېر ته خاتمه ورکړي. زه گومان کوم چي دا زموږ ايماني او ملي دنده ده چي د کرزي د م اتولو لپاره ملاوي وتړو،او کرزى او د هغه جنايتکاره ډله د تاريخ کندي ته ور ټېله کوو. مانا دا چي لدې ناسور څخه ژر تر ژره خلاصېدل د ټولو افغانانو په خير او گټه ده.
دوهم، واشنگټن ته د کرزي او زرداري راتگ دى. پدې تېرو ورځو کي، دا په ډاکه سوه چي د اوباما اداره د کرزي او د هغه له ټېم څخه د خلاصېدو پر لارو چارو باندي غور کوي. په واشنگټن کي، د کرزي د مشرتابه په اړه جدي اندېښنې موجودي دي، او د هغه وروستۍ ټاکونو او اقداماتو همدا موجه اندېښنه لا غښتلې کړېده. واشنگټن پوهېږي چي د کرزي په شتون کي د افغانستان لانجې حلېدلاى نه سي. کرزى د ليډرشيپ په کسر اخته دى. هغه د مشرۍ کفايت او قابليت نلري. هغه په اتو کالو کي پرته له ناکامۍ او خجالت څخه بل هيڅ لاسته راوړنه نلري. لنډه دا چي په واشنگټن کي د کرزي د بيا انتخابېدو لپاره هيڅ ډول ملاتړ نسته، ب کي د هغه د تگ او ختمېدو لپاره شپې او ورځي شمارل کېږي. په امريکايي مطبوعاتو او تلويزيونونو کي د کرزي ملاقات او سفر ته دونه لږ وخت ور کړه سوى وو چي سړى هيڅ گومان نه کاوه چي هغه دي په واشنگټن کي وي. دغه راز، په م طبوعاتو کي د کرزي لپاره هيڅ ډول جدي ښه نظر ندى بيان سوى.
دريم، د ښاغلى اشرف غني کانديدي ده. داسي ښکاري چي تر اوسه پوري ښاغلى اشرف غني يوازنى ملي، پاک، او با اعتباره کانديد دى چي کولاى سي د افغانستان مخت في ډلي پر ځان باندي راغونډي کړي. هغه د ښه شهرت خاوند دى. تورت او پاک سړى دى. د کرزي د ادارې په فساد، سازشونو، لوټ او تالان کي لتاړ ندى. دغه راز، د هغه دوه مرستيالان هم د قتل او جنايت سابقه نلري، بلکى د ښه نامه خاوندان دي. پدې کي هم شک نسته چي ددې ځل انتخاباتو نتيجه به يوازي او يوازي په لويو ښارونو کي ټاکل کېږي، ځکه په کليوالي سيمو کي نه امنيت سته، او نه هم افغانان په مجموعي کي او کليوال خلک په خاصه توگه په راتلونکو انتخاباتو کي د گډون لپاره کمه علاقه لري. د افغانستان مطلق اکثريت خلک د کرزي اته کلني دورې دونه ستړي او بېزاره کړي دي چي د هغوى د برخي اخيستلو هيڅ نښي نښانې نه لېدل کېږي. نو بنا، که چيري د انتخاباتو گټل غواړو مجبوره يوو چي پر لويو ښارونو باندي تمرکزو سي او پدې ډول کرزى او ډاکو فهيم مات او ورټل سي. په ښارونو کي هم يوازي باسواده خلک ښايي په انتخاباتو کي څه برخه واخلي، نو بنا انتخاباتي کمپېن بايد د افغانستان د ښاري خلکو د گټلو لپاره منظم او ترتيب سي.
او بالاخره څلرمه بدمرغې حادثه د فراه قتل عام دى چي زه يې له هر لح اظه غندم. د فراه، عزيز اباد، هسکي مېني، کندهار، روزگان، او پدې تېرو اتو کلونو کي نور قتل عامونه دي چي د کرزي کمزورې مشرتابه او ملي ضد ادارې څېره يې نوره هم رابرسېره کړه. د فراه د ولايت قتل عام د عزيز اباد په څېر د قومي بديو او د امريکا په مشرۍ د بې باکه او قتلانه حملو يوه بله غمجنه بېلگه ده. خو لدې واقعې څخه بايد دا نتيجه واخيستل سي چي د کرزي حکومت نور بايد ختم سي، او پر ځاى يي يو داسي نوى حکومت راسي چي د افغانانو ام نيت وساتي، اقتصادي پرمختگ راولي، او يو نوى پېر اغاز کاندي. والسلام.