یواځینی ښځینه کاندیدانی دی ولولی!
لیکنه: د الجزیره تلویزنون (انګریزی ویبسایټ)
هغه په لومړی ځل د یوه جنجالی هلک سره د
واده څخه وروسته وتښتیده ترڅو یو نه فکر کیدونکی شی لاسته راوړی – یعنی ترڅو لومړی ښځینه رکشاچلونکی (آټو م
یکر) چی د نوی ډیلی په کوڅو کی د شپی ترناوخته پوری کار کوی ووسیژي، مګر اوس هغه غواړی چی د پارلمان یوه غړی
اوسی.
دا قهرمانه ښځه سونیتا چوهدری نومیژی چی که د پارلمان غړی شی نو کولی شی چی د غریبو خلکو څخه په ښه شان سره په پارلمان کی نماینده ګی وکړی. کله چی هغی د هند د مالیویا نګر په وروسته پاتی ځایونو کی په پښو ګ ځی او غریبان ګوری نو هغه غریباتو ته وایی چی دا هم د همدوی په شان د غریبی کورنی څخه دی مګر په خلاف د نورو مړو کاندیدانو چی پیسه داره ګوندونه لری ددوی مشکلات ، دردونه او غمونو باندی په ښه طریقه پوهیژی.
دا وایی چی: زه دغو غریبو خلکو ته وایم چی زه یو د ستاسو غریبانو له جملی څخه یم او زه پوهیژم چی تاسی وظیفو ، کور اوهمدارنګه تعلیم او اوبو ته ضرورت لری ، او تاسی پدی شکل چی په اوسنی حالت کی قرارلری عزت او قدر نشی پیداکولی .
میرمن چوهدری په پښو یانی پیاده ګرځی او د هند د ښځو د متحده جبهی څخه چی په کال ۲۰۰۷ کی تاسیس شو استازی کوی او غواړی چی نوری هندی ښځی هم په سیاست کی شاملی کړی ، هغی ددی لپاره ددی حزب څخه کاندید وی چی یوه باجراته ښځه دی او دغه جرات یی په خپل شخصی ژوند کی خلکو ته ښودلی چی پنځه کاله وړاندی یی څنګه و کول شول د یوی ښځینه ډریوری په حیث رکشا وچولی او دغه شی خلکوته ثابت کړی.
دغه ډیره کمه مزدوری و کونکی وظیفه د سړیو کار دی نه د ښځو او ډیر کم شمیر هندی ښځی غواړی چی رکشا وچولی او د شپی ترناوخته پوری په کوڅو کی وګرځی او خپل ځان دمشکلاتو نورو خطرونو سره مخامخ کړی . مګر چوهدری بیا ډیره زړه وره دی ځکه د هغی تاریخچی د دولس کلنی څخه تر ننه پوری هغی ته کوم چانس ندی ورپریښی مګر ددی چی ډیر سختی یی ګاللی او په سختو شرایطو کی یی ژوند تیرکړی.
هغه ډیلی ته په ۱۹۹۵ کال کی چی ۱۴ کلنه وه راغله . هغه په دولس کلنی کی یو ش ابی جنجالی هلک ته د هند د میروت په سیمه کی ورواده شوه او پس د هغی د هغه خپلوانو هغه ډیره ووهله ترڅو له هغی سیمی پداسی حال کی چی دوه میاشتنی ماشوم یی په خیټه وه وتښتیده او ځان یی نوی ډیلی ته ورساوه.
وروسته له هغی چی د هغی دوه میاشتنی ماشوم مړ شو هغی نهه کاله د مهرالی په سیمه کی په یوه روغتیایی مرکز کی د یوه کارکونکی په حیث کار وکړ.
د بی وزلو سره
یو ماښام کله چی زه خپل کورته راهی وم نو په یوی ترافیکی ح
ادثی وربرابره شوم او ومی لیدل چی یو نفرپه سړک پروت او سخت ټپی دی نو ما یو ریکشا موټر ودروه او هغه می روغتون
ته پکی یووړ . ډاکټر هغه سره هیڅ کومک ونکړ بغیرله دی چی دی یی وځوراوه او له شپژو میاشتو وروسته جوړ شو او هم
غه وو چی ما تصمیم ونیوه چی زه به سر له ننه ریکشا چلول زده کوم ترڅو پدی شکل له خلکو سره مرسته وکړم.
ځکه دا رکشا ده چی زه کولی شم د بی وزلو خلکو سره مرسته وکړم او همدارنګه غواړم چی د پارلمان غړی ووسم ترڅو زه قد ت پیداکړم او پدی شکل خپل اجتماعی کارونه په موثر ډول باندی سرته ورسوم.
په تیرو کلونو کی ، ما یو زیات شمیر ټپیان چی د موټر په تصادم کی به سخت ټپی شوی وو د کوڅو او د سړک له غاړی څخه می اخیستی او روغتونوته می وړی دی او ترهغی ورته ولاړه یمه ترڅو چی خپل خپلوان یی راغلی او بیا دهغی وروسته که ضرورت پیداشوی په مح کمه می د سترګو د یوه لیدلی شاهد په حیث هم شاهدی ورکړی.
ما چی کله د ریکشا د چلولو لپاره د جواز غوښتنه وکړه د ترانسپورت چارواکو زه غولولم او راته ویل به یی چی ښځی ددی وړندی چی ریکشا وچلوی او جواز ترلاسه کړی او تر دوه کالونو پوری یی ماته د جواز نه راکوه ترڅو چی می واخیست.
میرمن چوهدری د هند په جامعه کی یوله هغو کم شمیره کاندیدانو څخه دی چی که چیرته ښځه میړه ونلری نو خلک ورته دیوه نارمل شخص په حیث نه ګوری. هغه اوس دری دیرش کلنه دی او له خپل میړه څخه یی طلاق اخیستی دی ،لنډ ویښتان لری او سپين کمیس د یوه تنګ پتلون سره اغوندی.
د یوه نارینه وظیفه
ښځینه سپرلی تل د هغی سره خوشاله دی او د هغی صفت کوی مګر نارینه بیا د هغی
سره جوړ ندی او وایی چی د یوه سړی وظیفه پرمخ بیایی او دغه کسب ښه نه ګڼی .
هندی ښځی طیاری چلوی ، سټلایټی کارونه پرمخ بایی، او همدارنګه نوره ګڼ شمیر ملی کارونه کوی مګر هیڅ یو یی بغیر له میرمن چوهدری څخه چی دغه د سړیو وظیفه پرمخ بیایی ریکشا نه چلوی . برعکس هغه وایی چی هغه ددی وظیفی سره خوشاله دی که څه هم چی دښځو د تکسی خدمات په ټول ښار کی پرمخ بوولی کیژی.
د ریکشا چلونکی په جامعه کی ډیری کمی پیسی لری او په همدی خاطر باندی هغه وایی چی زه دومره پیسی نلرم چی نورکارونه لکه اعلانات ، پوسترونه او یا غونډی جوړی کړم ترڅو انتخاباتی کمپاین په صحیح شکل وچلوم.
هغه د ښار په هرځای کی ګرځی ترڅو خلک وهڅوی او هغی ته رایه ورکړی او یوازینی وسیله چی داتری کار آخلی همدا ریکشا دی چی دهغی پواسطه ګرځی اود هغی پواسطه انتخاباتی کمپاین پرمخ بیایی. برعکس نورکاندیدان په لنډکروزرو، لیموزینونو کی چی د خپلو ګوندونو د ملاتړ کونکو او بډیګاردانو پواسطه بدرګه کیژی اوپه ضمن کی خپل حزبونه هم ملاتړ کوی.
د میرمن چوهدری یوازنی کمپاین د هغی د پارټی
یوه ارزانه ورقه چی د هغی د پارټی سمبول دی ښیی چی برقی قطب دی خلکوته ورڅرګندوی.
هغه وایی چی زه امید لرم چی
هرهغه څوک چی ددی سره په ریکشا کی تللی هغه ته به رایه ورکوی او زه په پوهیژم چی خلکو ته غریبی او فقر څه شی نشی
ورښودلی بغیر له دینه چی دغه فقرد هغوی ژوند نوره هم شرمینده او بی عزته کړی . غریبو خلکوته د هغی شعار دادی چی
دا به خلکو ته برقونه تیروی ُ کورونه به ورته جوړوی او پایپی اوبه به ورکوی.
هغه په خپله هم همداسی ستونزی لری . هغه په یوه داسی کرایی کور کی اوسیژی چی حتی تشناب یی هم له اتو نورو فامیلو سره شریک دی او د هغی روزانه عواید صرف ۵۰۰ کلداری دی.
د هغی روزانه کار د سهار له اووه بجو څخه د شپی تر نیمایی او یا هم
ناوخته ختمیژی او د هفتی اووه ورځی کارکوی. د هغی اطاق کوم تلویزیون نلری او بیخی هلته په خپل اطاق کی نه وی ت
څو هغه وګوری.هغه وایی چی: ددی پرځای چی زه تلویزیون وینم نو باید کاروکړم او پیسی پیداکړم . په هرحال، زه هره
ورځ پوره ډرامی د سرک په غاړه وینم چی خلک جوړه جوړه ګرځی اویا د لاسو څخه یی سره نیولی وی یا جنګ کوی ، نشه
دی او یا یی ټکر کړی دی او پدی حساب باندی زه د نورو صحنو لیدلو ته کوم خاص ضرورت نلرم او دغه د سړک غاړی مص
وفیت زما لپاره کفایت کوی.