نیویارک ټایمز: نوی قوماندان، نوښت ګره منصبدار دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25814

دخبریدو نیټه : 2009-05-14

 سرچینه د امریکې نیو یارک ټایمز ورځپاڼه

Source: New York Times


د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې په خپله  ننۍ ګڼه کې د ډگر جنرال سټانلی مکرېستل په باب، چې په افغانستان کې د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی یو مطلب  لیکلی.

 ورځپاڼې په هغو مسلو تبصره کړي چې په افغانستان کې د هغه په مسوولیتونو او د کار په ډول پورې اړه لری.

دنیوېارک ټاېمز ورځپاڼې لېکی چې ډگرجنرال ستانلی مکرېستل چې ډېر بادسپلېنه نظامی م نصبداردی، دی به په افغانستان کېدامرېکا نوی قوماندان وي.

دی معمولا د ورځې ېو وخت ډوډی خوري ددې لپاره چې لټ اوتنبل نشی. د جنرال مکرېستل په باب داخبره مشهوره ده چې ېوڅو ساعته خوب کوی او کله چې کار ته ځی او یا ورڅخه اځی په دې وخت کې هغه کتابونه اوری چې په اواز باندی ثبت شوي وي.

 
جنرال مکرېستل، پنځه کالهپه عراق کې دکومانډو عملېاتو قوماندان و. داستخباراتو چارواکی وايي، ده د ترورېستانو د ژوند په باب ډیر زیات معلومات ل ل او څومره چې ممکنه وه هغومره ېې ووژل.  

د هغه نېژدی همکاران او دوستان هغه جنگېالی عالم بولي. هغه له سېاستمدارانو او دېپلوماتانو سره پهاسانی سره په مجالسوکې برخه اخلی. برېد جنرال وېلېم ناش دهغه په باب ووېل چې ستانلی مکرېستل، په ونه لوړ، هوښېار، محتاط او سرسخته عسکر دی.

نېوېارک ټاېمز لېکی که چېرې دامرېکا د مش انو جرگه د جنرال مکرېستل مقرری تائېد کړی لکه څنگه چې توقع ده نو دی به د جنرال ډېوېډ مکېرنن ځای ونېسی. د اوباما ادارې دغه بدلون داسی توضېح کړېدی چېد افغانستان پهلړزنده جگړه کې ېو تخلېقی بدلون راسی.

همداکار جنرال م کرېستل په خپله ٣٣ کلنه وظېفه کې سرته رسولی دی. په دې کې هغه خدمتونه هم شامل دی چې په ٢٠٠٣ او ٢٠٠٨ په کلونو کې ېې د خاصو عملېاتو دقوماندان په توگه اجرا کړېدی. د امرېکا ددفاع وزارت د خاصو عملېاتو د قوماندانۍ له موجودېت نه تر ډېرو کلونو پورېانکار کاوه.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې جنرال مکرېستل دامرېکا د استخباراتو، او فډرالی پو یسو سره په گډ کار کې د هغوی ستاېنه تر لاسه کړېده. د امرېکا د استخباراتو یو چارواکی چې په افغانستان کې ېې مخفې جنگونه او عملېات کول وايي چې دی په استخباراتو پوهېږی، په مخفې عملېاتو پوهېږی او د همکاری او شراکت په ارزښت پوه دی.