افغانستان دجاپان دکیوکېشن کان کراتې تورکمربندوګاټه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25857
دربار
دخبریدو نیټه : 2009-05-15

د افغانستا ن کيوکېشن کان ک اتې د سهېل ختيځ زون مشر ښوواند محمدالله صابري  ته د جاپان د کيوکېشن کان کراتې د نړيوال بنسټ لخوا د تور کم بند دويم ډان پخلی ليک او د همدې نړيوال بنسټ غړيتوب  ورکړل شو.
ښاغلی استاد صابري چې د پکتيا ولايت پورې تړاو لري د ۱۹۹۱ زېږديز کال راهيسې د کيوکېشن کراتې په لوبه کې بوخت دې او د کوزې پښتونخوا د هنګو، کورمه ايجنسي، پېښوراو هريپور  په سيموکې  ډېر لوبغاړي روزلي دي او اوس مهال په خپل پلرني ټاټوبي افغانستان کې د کراتو په ملي فدراسيون کې د کيو کېشن کان له ټولنې سره ملي سلاکار او د سهېل ختيځې سيمې لپاره د همدې لوبې په برخه کې د مشر ښوواند په توګه کار کوي. نوموړی  سره له دې چې نورې رسمې دندې هم پرمخ وړي خو د کيوکېشن کان کراتې سره  يې خپله اړيکه ونشلوله او تر اوسه پورې يې په سلګونو ځوانان په همدې لوبه کې روزلي دي. افغان ځوانان چې له تېرو درې لسيزو اهيسې د ژوند له ډول ډول ننګونو سره مخ دي خو بيا  هم  کولی شي  چې په نشت امکاناتوسره د نړۍ د پرمختللیو هيوادونو د هغو ځوانانوسره چې د ژوند په هر ډګر کې ورته اسانتاوې برابرې دي سيالي کوي او ددوی سره په یوه کتار کې درېږي.

دنړیوال تور کمربند ددوه ډان ګټونکی محمدالله صابري