یوه کورته دوې جنازې راغلې
ډېره بختوره وم، دکلي ماشومان راباندي راټول
وه ، ساعت مي ورسره تېر و، خپل ماشومان به مي تل راته دشپې لخوا ویل چي ادې کیسې وکړه ، ما هم ددوی خبره په ځمکه
نه غورځوله ، او تل به مي د پخوانیوتېرو سویو واکمنیو څخه کیسې جوړولې او بیا به مي خپل ماشومانو ته کولې ، او
دوی به هم خوند ورڅخه اخیست.
هو! خدای راته دوه ماشومان راکړي وه ، ماشومان هم دخدای نعمت وي اود نعم تونو شکر ګذاري باید هرکله له الله نه وسي .
مېړه مي شورویانو راڅخه ژوندی بوتلی او مرګ او ژوند پته یې ت
دې دمه هم نه لرم، ماشومان مي راته ځوانان سول ، او خپل ورځنیو کارونو باندي چي دځمکي او باغونو ساتنه او خپل
وزي به یې دهمدې لاري کورته راوړله ، دواړه ډېر سره خواږه وه، یو دبل نه جار ېدل .
چي باغونو او مځکوته تلل، نو
دغرمې ډوډۍ به مي وار دواره پخه کړې وه ، او دچای لپاره به مي هم علایده چای بر ورکړی وو، چي هم هلته ځان ته چای
ایښوي او بیا دي د ستړیا دمه پري کوي .
دطالبانو دولت ړنګ سو، او نوی نظام چي له څلویشتوهیوادونو متشکل و، م
نځ ته راغئ ، او دراډیو ګانو له خوا اعلانونه خپرېدل چي دوطن دخدمت لپاره دپولیسو او ملي اردو و لیکو ته جذب سئ
.
مشر زوی (مړو( به تل راته ویل ، چي مور ي لکه چي کیسې راته کوې او وایې چي احمد شاه او میرویس نیکه ودې وطن ته ډېر خدمتونه کړي دي ، نو زه هم دهغه بچی یم ، غواړم خدمت وکړم ،او که ستا خوښه وي ، چي زه هم ښار (کندهار م کز) ته ولاړ سم ، او ځان داردو ولیکو ته جذب کړم ، په اول کي مي ورته ویل چي اوس وضعیت ښه نه دئ ، کله چي وطن کي رامي راسي بیا به ورسې .
خو ده به ویل چي اوس یې وخت دئ او داآرامي باید زموږ غوندي ځوانان یې راوړي ، ما هم دهو ځواب ورکړ او دکشر ورور (ګلاب شاه ) سره یې مشوره وکړه او سبا دکلي دڅو تنو نوروځوانانو سره یوځای داردو دج ب او جذب مرکز ته ولاړل او ځانونه یې پکي ثبت کړل ، حال او احوال یې نه راکله ، یو کال یې تېر سو او لا هم په انتظار وم .
کشر زوی مي هم له دیني زده کړو څخه لاس په سر سو، او ویل به یې چي لالا نه وي ما ته هم خوند نه اکوي ، وخت تېرېده ، چي کلي کي به هره اونۍ (هفته) یو وار نه بلکي یوار آمریکایانو او طالبانو ترمنځ جګړې وې (کېدې) ، او هر ه ورځ به داجګړو زور اخیستی ، یوه ورځ زموږ دګاونډي په کور آمریکايان ننوتل او دکور د خاوند سره یې دهغه مېرمن او کوچنی ماشوم په شهادت ورسول ، دازما لپاره ترټولو نوې خبره وه ، خپل ټول ژوند چي دشوروي نارواګاني مي هم لیدلي وې ،ددې پېښي په لیدو سره مي هغه دیاده ووتل ، څو شپې تېري سوې او ګلاب شاه هم سم نه راته ښکارېده .. ډېر به خواشینۍ و، ډوډۍ به یې لږ خوړه ، دملګرو سره به هم دپخوا په څېر نه و، او په کار یې تمرکز نه کاوه .
دوې اونۍ تېري سوې او یوه ورځ دخپل یوه ملګري سره په کور راننوتئ ، چي ددواړو ځیګرونو دمرمیو ځنځیرونو نیولي وې .
زویه ګلاب شاه ! داڅه دي؟
ګلاب شاه چي عصاب یې ډېر خراب وو ، دخپل ملګري سره یو ځای پر ما ږغ
وکړچي مور جاني رخصت راکړه ، زه میوند ته ځم او یرغلګرو پرضد جهاد کوم ...!!!
دمورجاني یې اوښکي بهېدلې ، چي
یو زوی مي ډېروخت کيږي لیري سوی او داهم راڅخه بېلیږي .
خو دنه ځواب یې نه ورکاوه ، ځکه پوهېدله، چي وطن کي ظلم
ونه کیږي ، او باید زوی یې ددې ظلمونو دمنځه وړلو لپاره یوې خواته ولاړ سي .
وخت په تېریدو وو، ادې یوازي وه ، او
ژوند هیڅ مفهوم نه ورته درلود.
شپږمیاشتي تېري سوې ، یوه ورځ دتورتبخي سره ناسته ډوډۍ یې پخول ، چي ناڅاپه
دخپل دواړو زامنو په چرتونو کي سوه ، او خدای ته یې دعا وکړه ، چي زامن مي وکور ته راولې !
ډوډۍ لا پخه سوې نه وه
، چي دکليوالوږغونه ترغوږو سول .
هو! دواړه زامن یې په تابوتونو کي راوړل سوه او ددې مخي ته کښېښودل سول !!!
؟؟؟
دطالب او دولت ترمنځ جګړه سوې وه ، یوې خواته یو او بل خواته بل ورور !!!!
دنیم ساعته جګړې په پایله کي
دواړه ووژل سوه ، داچي په دواړو مور ډېره ګرانه وه ، نو یوځای بیرته کورته ورته راغلل .