ایرش ټایمز: د علم او فرهنګ خونه، د پوډریانو جونګړه
سرچینه:ایرش ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د ایرلنډ هیواد ایرش ټایمز ورځپاڼي په یوه مطلب کې په کابل کې د پخواني شوروي د علم او فرهنګ خونې په اړه لیکنه کړي چې اوس په یوه بشپړه کنډواله بدله شوي ده.
ورځپاڼه لیکي چې دغه خونه یو مهال د مستو ځوانانو له شور او زوږ څخه ډکه وه او په ورته وخت کې د شوروي او افغانستان د فرهنګي علایقو یو عمده مرکز وو لیکن اوس د علم او فرهنګ پخوانۍ خونه په مخدره موادو د روږدو انسانانو په یوه تم ځای بدله شوي او که چیرته یو کس ترینه لیدنه وکړي داسي باور نه شي کولای چې دغه ودانۍ به یو مهال د فرهنګ نماد وه.
ایرش ټایمز په و ته وخت کې په دغه کنډواله کې چې د دهمزنګ څلور لاري ته نژدې پرته ده د هغو کسانو د ژوند دحال په اړه لیکنه کوي چې وایې په در وستیو کې له ګاونډي ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته را ستانه شوي دي.
په دغه مطلب کې راغلي چې د پخواني شوري د علم او فرهنګ په خونه کې اوس په سلګونو هغه کسان ژوند کوی چې په مخدره موادو اخته دي.
دغه روږدي کسان په خپله اقرار کوي چې په تیرو کلونو کې پاکستان او ایران ته مهاجر شوي وو او هلته د مخدره توکو په استعمال روږدي شوي دي.
ایرش ټایمز د دغې خوني د
پوډریانو په معالجه او ژغورلو کې د افغان دولت هڅي ناکامي بولي او افغان دولت تورنوي چې د دغو په سلګونو
کسانو د ژوند د ژغورلو لپاره یې لازم ګامونه نه دي پورته کړي.