په کلي اوازه ګډه وه چابه ويل سپوږمۍ يې پلار وژلي ده چابه نور څه ويل او چا به پکې دځانه يو څه مرچ او مساله ورګډه او ډول ډول خبرې به يې کولې خو په رښتينې توګه يوازې دوه کسه خبر وو چې يو ګلاب ماما د سپوږمۍ پلار او بل ضمير ؤ
په حجره کې دڅلورو پنځو کسانو په شاوخو کې خلک ناست وو چې دسپوږمۍ ماما او نيکه هم وه ناستو خلکو ټولو په ګلاب ماما سترګې ګنډلې وې او په پوښتونکي نظر يې ورته کتل په هيچا کې هم دا وس نه وه چې دهغه نه دسپوږمۍ په هکله پوښتنه وکړي چې پدې وخت کې دسپوږمۍ نيکه په خبرو پيل وکړ او ويې ويل : ښه ګلاب مونږ خو ډول ډول خبرې اورو داڅه کيسه وه .
ګلاب ماما سر راجګ کړ او په خبرو يې پيل وکړ (( ماما جانه! زه څه خبر وم چې ددې نه به داسې پسات جوړيږي ضمير چې کله کور ته راغى او ويل يې چې زه جامپرونه يادوم نو خداى شته زړه مې پرې وسوزيد او دنه ځواب مې ورنه کړ ماماجانه! ته خو زمونږ دکور دحاله ښه خبر يې زما کډه خو دوه کاله پخوا مړه شوې او همدا يوه لور او يو وړوکى زوى لرم زه په چې کله بازار ته تلم نو ما به داسې انګيرله چې په کور کې مې ضمير زوى شته چې په ايمل او سپوږمۍ لور مې پام کوي درې مياشتې همداسې تېرې شوې خو زه په دوى پوه نه شوم تر دې چې يو وخت ضمير خپل کورته ولاړه لدې وروسته دسپوږمۍ يوه شپه هم په خوب تېره نه شوه که ما ه څو وپوښتله خو حال يې ونه ويلې کله چې ضمير بيرته دکور څخه راستون شو نو دسپوږمۍ حال هم يو څه راښه شو زما په زړه کې شک پيدا شو خو دا شک مې هغه وخت په يقين بدل شو چې کله ما ضمير ته وويل چې دى کولاى شي چې اوس پخپله جامپر وګنډي او که زړه يې تنګ وي نو کور ته تلاى شي چې پدې سره مې دسپوږمۍ په رنګ کې ښکاره تغير وليد او ددې خبرې يې پوره مخالفت وکړ ما داسې احساس کړه چې سپوږمۍ زما دلاسه ووته څوورځې مې په خفګان تېرې کړې خو بېرته يو څه عادي حالت ته اغلم ضمير هيڅ غږ نه کاوه نه يې زيل چې پاتې کېږم او تللو ماهم نه غوښتل چې ضمير په زوره دکوره وشړم په اصل کې ما ته دا موضوع دومره جدي نه ښکاريده څوورځې بعد مې يو ځل بيا داخبره راياده کړه خو ضمير وويل :زه خو وايم چې دا کار پوره ياد کړم نو بيا به ولاړ شم ما هم هغه ته خوښه ورکړه او ورته مې وويل هر کله چې دې وغواړي تللى شي لدې وروسته بيا تر ډيره زما په رانغله چې ضمير ته ووايم چې ولاړ شه خو پدې وخت کې سپوږمۍ ډيره خوشاله وه خو دې خوشالۍ دځانه س ه يو ژور خفګان درلود چې اوس يې هم زه محسوسوم هماغه وه چې ديو څه وخت په تېرېدو سه مې يو ځل بيا زړه راټنګ کړ او ضمير په يوازې ځان وپوهاوه چې دى بايد ولاړ شي که څه هم دضمير زړه نه کېده خو بيا يې هم ومنله چې سبا به ولاړ شي دشپې مې دوى ته دخبرو موقع ورنه کړه چې سره وګړيږي خو کله مې چې رخصتاوه سپوږمۍ هاغه خبرې راته وکړې .....اوف...... نه يې شم ويلاى په خوله مې نه راځي .....څومره حوصيله وه چې ما په هاغه وخت کې وکړه .))
دګلاب ماما
په سترګو کې اوښکې راډنډ شوې او پرمخ يې نرۍ غوندې لاره وکړه تر ډېره همداسې غلى ناست ؤ چې بيا يې سر راجګ کړ او
کيسه يې پيل کړه (( هرڅه چې وو ضمير مې رخصت کړ خو زه په يو داسې رنځ اخته شوم چې رغېدن مې ترې ډېر مشکل وه دا راته ښه
ښکاره نه شوه چې تا پسې راشم او دا خبره درسره شريکه کړم ځکه ستاسو مشکل ته مې هم کتل چې دضميرنه دې لا يو بل مشر
مسى هم له واده پاتې ى نو ده ته به يې څنګه وکړې وخت تېرېده زه هم ددې حالت او خپلې لور سره عادي کېدلم او
دهغې بې خوبۍ او ژړا ګانو راباندې دومره بد تاثير نه کاوه او ورځ په ورځ دسپوږمۍ حال هم يو څه ښه کېده خو زه يې دزړه
څخه څه خبر وم .کله کله به بيا هم ضمير زمونږ کور ته راتلو خو اوس مې بيخي ډېر څارل چې خداى مکړه کومه بده پېښه ت
ې راولاړه نشي يوه شپه څملاستم خدايزده څومره وخت به تېر شوى وه ګورم چې په يو لوى سرک روان يم او يو لوى کا
وان روان وي زمونږ ډېر خپلوان پکې شريک وي سپوږمۍ هم راسره وي چې په دې کې يو هلک راپيدا شي او سپوږمۍ دلاسه
ونيسي او دلارې په مزل کې ورسره کومک کوي او داهم ورسره خوشاله وي تر ډېرمزل وکړي خو يو دم ورک شي سپوږمۍ ډېره
خفه وي تردې چې څو ځلې دا هلک راپيدا شي خو په دې اخري ځل ډېر کم راشي او بيرته ورک شي کله چې هغه ولاړ شي لږ اخوا يې
يوه بله نجنۍ دلاسه ونيسي او دى هم ورسره په نه زړه روان شي سپوږمۍ ژاړي خو دهغې دراستنولو هڅه نه کوي تر دې
چې دسپوږمۍهر قدم دبل سست وي مونږ دکاروانه ډېر لرې پاتې شو او سپوږمۍ زما په غيږ کې يو څو سلګۍ وکړي او ددې سره
دخوبه راپاڅېدم زر زر مې ټوله کوټه دنظره تېره کړه کليمې مې په ځان وويلې او شکرمې وويست چې دا رښتيا نه وه سپوږمۍ
هم پدې ساعت کې ويده شوې وه تر دې چې سهار شو خو دې خوب زه ډېر ځورولم لږې ورځې وروسته خبر شوم چې تاسې دې دواړو لمسو
ته کوژدې کړي چې ددې سره دسپوږمۍ حال هم خراب شو او څو ورځې وروسته يې دغاړې نه ماپه ........ ما په خپلو لاسو دهغې
ټيکرى چې دچت پورې تړل شوى وه راخلاص کړ او تاسو پرې په خپلو لاسو خاورې ورواړولې چې اوس يې زما په تش تصوير پاتې
دى .))