فرانکفورتر الګمینه څیټونګ : د یو رسمي سفر پای

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26094
ژباړڼ . سراج ا لحق ببرک زی ځدراڼ
دخبریدو نیټه : 2009-05-23

د المان له معتبرې  ورځپاڼې ف انکفورتر الګمینه څیټونګ څخه
لیکونکې .   متیاس ریوب

څنګه په افغانستان کې  ام یکایې ستر قوماندان تللو مجبور شو
واشنګټن .. امریکې  ډلیزو رسنيو کې د دې په اړه  په عامه توګه د س غوڅولو خبره کیده . معمولا په سر غوڅولو کې طالبان وتلې نوم لري .خو دا ځل  د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس دغه ناوړه عمل  تر سره کړو . خبره  په افغانستان کې دامریکا اوناټو ځواکونو دعمومي قوماندان ډګرجنرال ډیویډ مکیرنن د برطرفه کولو ده . په دې اړه  د امریکې پوځي تاریخ پوهانو او د پنټاګون کارپوهانو داسې پلټنه کړي . په  واشنګټن    د ۱۹۵۱ کال څخه رایسه هېڅ  یو جنرال په جګړه کې د ملکې مشرتابه له خوا   په دې ول  منفک  شوی نه دی . د جنرال دوګلاس  مک ارتور   ایستکولو لامل د هغه نیوکه پر امریکایې اسټ اټیجی   د کوریا جګړې په اړه  وه چې تر ننه ورځ پوری یې  تاریخ پوهان څیړي .
د افغانستان قوماندان د بدلو په اړه دفاع وزیر ګېټس او د هغه مشاورینو به ډیره موده فکر کړي وي . د کابل او واشنګټن تر منځه کړکیچ د و ستیو امریکایې هوایي بریدونو  پر سر چې د ډیرو ملکې خلکو وژنه  او تلفاتوسره مل و  او  درسنیوله خوا په داګه شوي،  کیدای شي چې د دغې مسوول سړی  بدلول یې نوره هم ګړندي کړي وي . له دی سره دیو مخور او منلي جن ال   ۳۷ کالنه  بریالي دنډه چې د سرتیرو له خوا ورته ډیر درنښت کیده پای ته ورسیده .
د ډګرجنرال مکی نن  په ځای   ډګر جنرال سټانلی مکرېسټل چې یولس میاشتي مخکې په کابل کې هغه مهال ۴۵۰۰۰ امریکایې سرتیرو او ۳۲۰۰۰ میړه د ایتلافي هیوادو نړیوالوسرتیرو قومانده په غاړه لرله ،  ټاکل شوي دی .
دی اوس مهال دپنټاګون په    متحده  لوی درستیز یت کې د امیر البحر کیک مولن سره په چار بوخت دی . د دې مقرري  به په  ډاډه تو ګه د امریکا دمشرانو جرګه له خوا ومنل شي . جنرال مکرېستل پنځه کاله په عراق کې دکومانډو عملېاتو قوماندان و. 
ډګر جنرال سټانلی  مکرېسټل یو له هغو  منځنیو نابغه افسرانو او مشرانو څیرو  څخه ګڼل کیږي  چې د عراق  په جګړه کې  دی دیو ې  خاصي قطعې قوماندان و.  دوی  پر ځولې شوې  دکتاتور صدام ح سین یې   په خپله  پلارنی سیمه  تیکریټ کې د  ځمکې  له سوري   څخه راویستلو او په عراق کې د القاعدي ترهګري ډلې مشران ونیول .لکه ابو مصعب  الزرقاوي  یې په نښه کړو او هوایې ځواک یې را وغوښتلود هوایې برید په لړ کې  الزرقاوي ووژلوشو  .
یو تور تپې  د جنرال مکرېسټل  په  دنده کې د وتلې  فوټبال لوبغاړې   پیټ تیلمن  وژل دي . هغه مسلکې فوټبال   پریښود او غوښتل یې چې دیوې  خاصي پوځې طعې  .. ارمی رانجر .. سره د  افغانستان  په جګړه کې برخه واخلي . دی هلته  په ۲۰۰۴ کال کې د عملیاتو په ترڅ د خپلو ملګرو له خوا سهوآ  ووژل شو .
جنرال مکرېسټل په لومړی سر کې غلط مالومات د پیټ تیلمن  وژلو په اړه خپاره کړل . غوښتل یې  هغه ته باید د  میړاني مډال ورکړل شي . داسي وښي چې د طالبانو په ګولیو لګیدلې دی .
په افغانستان کې د جنرال مکرېسټل دغغې ډنده ته مقرري داسی معنا ورکوي چې د کال تر پایه د امریکایي پوځونو  شمیره له ۲۳۰۰۰ تر ۶۸۰۰۰ میړه سرتیرو ته جګیږ ي . دی  به د  خاصو ګدو عملیاتو له لاري جګړه د طالبانوپر وړاندې پرمخ بیایي  .
پوخواني جنرال مکیرنن د دویزه ،ډګریزه جګړې ډوکټرین  له لاري  غوښتل چې د سرتی و شمیره  ډیرشوزرو ته جګه کړي . دغه وړاندیز په سپینه ماني  او پنټاګون کې  رد شو.
یو بل نوښت د افغانستان او پاکستان لپاره د نوی اسټراټیجې په  ترڅ  کې  یوه نوی ډندې   د ټولو ایتلاف ځواکونو م ستیال قوماندان  په افغانستان کې ده .  مرستیال قوماندان  به په هندوکش کې د ټولو امریکایي سرتیرو بو ندوي  وي .
دغی  نوی دندې ته ګېټس ډګرجنرال  ډیویډ رادریګویز  ټاکلی دی . دی  هم د افغانستان په ختیز کې  پخوانیو عملیاتو کې  دهوایې او ځمکنې دواتیایمه فرقه  سره د  وسلوال مقاومت پر وړاندي بریا ي جنګیدلي دی . د  رادریګویز  نومول هم د مشرانوجرګی  تائید سره  تړاو لري .
ګېټس ډیره خوښنه څ ګنده کړه  دخپلو راتلونکو  افغانستان بولندویانود فو قعلاده تجروبو څخه  ، په یوه ډیره ګړکېچنه،پ اخه ،  لړزنده جګړه کې د وسلوال مقاومت پروړاندي .   دا کسان به ایتلاف  ته د نویو شونتیاوي مخه خ اصه کړی .
له سپینه  ماڼې   څخه ویل کیږي  چې د افغانستان  لپاره نوی  سټراټیجی   په پلې کولو کې  د نورو سرتیرو ډیریدل  دخاصوروزل شویو قطعاتو څخه  دي . له یوې خوا د  ملکي وګړو د تلفاتو دم خنیوي، ښه ساتنه، ژغورل  دي او له بلې خوا دوی د طالبانو په وړاندي اغیزمنه جګړه وکړي ، د هغو بریدونه کچه باید راتیټه شي چې په کې ملکي ولسي  وګړو ته زیان رسیږي . له همدي امله د پوځ په مشرتابه کې  بدلون اړین ګڼل شوي دی .
مایکل اوهالون  پوځې کارپو په یو کیڼ اړخه  لیبرال  دپوځی پلټنو انستیتوت کې   په نامه د ،، برکینګس انستیتوت ،، لیکی . مکرېسټل او رادریګویز  دوه سوپرستار د انتظارپه حالت  کې ناست و . دوی په پنټاګون کې د مهمو دندو انتظار کاوه . تر څو چې په افغانستان کې د بیا ځواکمن شویو طالبانو پر وړاندي د جګړې ډګر ته ولږده ول شي  .